حواريين څوک وو؟

ليکوال : مولوي عصمت الله عزام

بسم الله الرحمن الرحيم

نحمده ونصلی علی رسوله الکريم امابعد:

حواريين يو شمېر کسان دي چي دعيسی عليه السلام شاگردان وو، ايمان ئې پرې راوړ، ورسره ملگري او د ډېرو معجزو مشاهده ئې هم کړې ده.

حَور سپينوالي ته ويل کېږي، دوی ځکه په دې نوم يادېږي چي دوی دوبيان وو، جامې به ئې پرېمينځلې، يا په دې چي د دوی جامې سپيني وې او يا له دې امله چي زړونه ئې صاف او دوی مخلص مؤمنان وو.

حواريينو د عيسی عليه السلام او د ده د دعوت مرسته کړې، پرته له دې چي تحريف او تبديل دي وکړي، په صحيح توگه په دين عمل کوونکي وو.

الله جل جلاله په قرآن کريم کي د دوی ستاينه کړې ده،فرمايي: (فَلَمَّا أَحَسَّ عِيسَى مِنْهُمُ الْكُفْرَ قَالَ مَنْ أَنْصَارِي إِلَى اللَّهِ قَالَ الْحَوَارِيُّونَ نَحْنُ أَنْصَارُ اللَّهِ ءَامَنَّا بِاللَّهِ وَاشْهَدْ بِأَنَّا مُسْلِمُونَ،رَبَّنَا ءَامَنَّا بِمَا أَنْزَلْتَ وَاتَّبَعْنَا الرَّسُولَ فَاكْتُبْنَا مَعَ الشَّاهِدِينَ. (سورة آل عمران آيت:۵۲، ۵۳)

ژباړه : نو کله چي عيسی(عليه السلام) د دوی کفر معلوم کړ، وئې ويل: د الله په لور مي څوک ملگري دي؟ حواريينو وويل : موږ د الله (د دين) ملگري يو، په الله مو ايمان راوړی او ته شاهد اوسه چي موږ مسلمانان يو. زموږ ربه! په هغه څه مو ايمان راوړی چي تا را نازل کړی او د دې رسول متابعت مو کړی، نو موږ له شاهدانو سره وليکه!!

حواريين سره د تکليفونو او کړاوونو تر دې چي په دار شوي، اره شوي او وژل شوي دي، خو بيا هم له اصلي دين څخه نه دي منحرف شوي.

وصلی الله علی نبينا محمد وعلی آله واصحابه اجمعين