fbpx

په افغانستان کې هر کال د نري رنځ د ناروغی له کبله لس زره تنه خپل ژوند له لاسه ورکوي

TB-in-afghanistanنن ټکی آسیا: تیره ورځ په نړی کې د نري رنځ نړیوال ورځ ولمانځل شول.
ددغي ورځي د لمانځلو پر مهال په افغانستان کې د عامي روغتیا وزارت وویل چي د نړیوال روغتیايي سازمان د اټکل له مخي په افغانستان کي هر کال شاوخوا لس زره کسه د دغي ناروغۍ له کبله خپل ژوند له لاسه ورکوي.
د عامي روغتیا وزیري میرمن ثریا زیاته کړه، چي د نري رنځ یا توبر کلوز یو ساري، وژونکې ناروغي ده، خو د درملني وړ ده.
او دا ناروغي د بي وزلي او فقر سره ډیر نیژدې تړاو لري.

او ووې ویل: چي د بیلابیل لاملونو له کبله لکه د جسمي وضعیت کمزوروالی، د کافي خوړو نشتوالی، رواني فشارونه، امنیتي ستونزي، او نور بیلا بیل ټولنیز لاملونه ددې سبب ګرځي چي دا ناروغي خپره شي، او پراختیا ومومي.
میرمن ثریا زیاته کړه چي د نړي رنځ سره د مبارزې دنړیوال سازمان د اټکل له مخي په افغانستان کې د دغي ناروغۍ ۵۳ زره نوي پيښي را منځته کیږي، او په همدې توګه نیژدې لس زره کسان د همدې ناروغۍ له کبله مړه کیږي.
او زیاته یې کړه: چی په تیر میلادي کال کې د نري رنځ د ناروغۍ ۲۸۱۶۷ اته ویشت زره یو سل او اوه شپیته پيښي ثبت شوي دي چي د نري رنځ د کنټرول د خدمتونو د پوښښ او پراختیا له لاري تر لاسه شوي دي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د