
شعـــــرونه
غزل – امید عمرخېل
زه کاڼي ټینګومه دغه غرونه اوس روان دي
راوړې مې کښتۍ د نوح سیندونه اوس روان دي
زه سیوري پسې ګرځمه له سر مې وریځې ولاړې
مزل د ځمکې نشته آسمانونه اوس راون دي
ناره د بلال نشته که دا خلک ټول کاڼه دي
رسیږي نه دا خلک محرابونه اوس روان دي
اوښان دي چا تړلي او حجره کې څوک بیده دي
را پورته شی وخت کم دی کاروانونه اوس روان دي
په لاره کې ولاړ یم له سهاره تر ماښامه
لاسونه مې خالي، ګیډۍ ګلونه اوس روان دي
دسختو ورځو یاره چې امید لرې په زړه کې
ورځه نور ېې پرینږدې مات سرونه اوس روان دي
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
امید عمرخیل
02/03/1394