
د مرسي په ګډون د اخوان المسلمين څو مشران په اعدام هم محکوم شول
نن ټکی اسیا (سه شنبه، غبرګولي ۲۶مه، ۱۳۹۴ل):د مصر يوې محکمې د پخواني ولسمشر محمد مرسي د ابدي بند تر څنګ د اعدام پرېکړه هم پر ځای پرېښې ده.
د کودتاچي رژيم محکمې پر محمد مرسي تور لګولی، چې د ۲۰۱۱ز کال ولسي پاڅون په ترڅ کې يې پوليس وژلي او د بند پر مهال يې د زندان ماتولو هڅه کړې ده.
تېره مياشت محکمې د مرسي په ګډون د اخوان المسلمين له سلو زيات جګپوړي غړي په اعدام محکوم کړي وه.
محکمې دا پرېکړه نن د مصر د مشر دولتي مفتي له پرېکړې وروسته وکړه.
نن له غرمې وړاندې يوې بلې مصرۍ محکمې پخوانی ولسمشر محمد مرسي او د اخوان المسلمين ګڼ نور مشران حماس جهادي غورځنګ سره د اړيکو په تور په ټول عمر بند او ځينې يې په اعدام محکوم کړل.
په اعدام محکوم شوو کسانو کې محمد مرسي، د اخوان المسلمين مشر محمد بديع، د هغه مرستيال رشاد بيومي، محمد سعد الکتاني او عصام العريان شامل دي.
حقوق پوهان وايي، چې د محکمې نننۍ پرېکړې پر ضد عريضه هم کېدای شي.
د پوځ پخواني سرلښکر د مصر په تاريخ کې پر لومړی منتخب ولسمشر دکتور محمد مرسي د ۲۰۱۳ز کال د جولايي په درېيمه پوځي کودتا وکړه او له هغې وروسته يې د اخوان المسملين اوله، دوهمه او درېيمه درجه مشران بنديان کړي او د اخوان المسلمين زرګونو پلويان يې يا وژلي او يا يې بنديان کړي دي.
مصر کې له پوځ کودتا راهيسې مصري ولس د قانوني ولسمشر د بيا راتلو او پوځي کودتا پر ضد سوله ييز لاريونونه پيل کړي او تر اوسه هم دغه لاريونونه دوام لري.