افغانستان

د ایساف پنځه تنه بهرني عسکر ووژل شول

killed in afghanistan helmandنن ټکی آسیا: د تیري ورځي راهیسي د افغانستان په بیلا بیلو برخو کې د ایساف پنځه تنه بهرني عسکر ووژل شول.
د ایساف د خبرپاڼي له مخي چی تازه نشر شوي، ویل شوي چي نن د چارشنبې په ورځ د افغانستان په شمال کې د یوې چاودني له کبله د ایساف دوه تنه عسکر ووژل شول.
په خبرپانه کې نه دی ویل شوي چي پيښه په دقیقه توګه چیرته را منځته شوه، خو د فاریاب ولایت څخه تازه خبرونه وايي چي په مرکز میمنه ښار کې نن د بهرنیو ځواکونو پر یوه کاروان سرښندونکی برید ترسره شو، چي له کبله یې ددغو دوو تنو عسکرو د وژل کیدو سربیره ۶ تنه نور بهرنیان ټپيان شوي هم دي.

په خبرپاڼه کی د وژل شویو عسکرو هویت نه دی څرګند شوی، خو په فاریاب کی د ناروې هیواد عسکر میشت دي.
طالبانو چی د برید مسئولیت یی په غاړه اخیستی ویلي چي په پيښه کې لږ تر لږه اته تنه بهرنیان مړه او شپږ نور ټپيان شوی دي.
د فاریاب د امنیه قومندانۍ ویاند سید مسعود رسنیو ته ویلي چي په چاودنه کي ګڼ شمېر ملکي وګړو ته هم ملګر ژوبله اوښتې.

په یوه بله خبرپاڼه کي چي هم نن د ایساف له خوا خپره شوې ویل شوي چي د ایساف دوه تنه عسکر تیره ورځ د افغانستان په جنوب کې د یوې چاودني له کبله ووژل شول.

او تیره ورځ هم په یوه خبرپاڼه کي ویل شوی وه چي یو تن بهرنی عسکر د افغانستان ختیځه کي د مخالفینو د برید له کبله وژل شوی دی.

باید وویل شي چي په دې سره د پرون راهیسي د افغانستان په بیلا بیلو برخو کې بهرنیانو خپل پنځه تنه عسکر د لاسه ورکړي دي، چي له کبله یې دا څرګندیږي چي په افغانستان کي د موسم د بدلیدو سره سم به د دواړو ډلو تر منځ په جګړو کې هم تیزوالی راسي او ورسره به د بهرنیو عسکرو په منځ کې مرګ ژوبله تر دې هم زیاته سي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x