خبرونهنړۍ

مکه مکرمه : په تراوو کې د لاسپيکر په استعمال بنديز ولګيد

نن ټکی اسیا (سه شنبه، غبرګولي ۲۶مه، ۱۳۹۴ل) : د سعودي هيواد د اسلامي امورو وزارت د مکې مکرمې په جوماتونو کې د تراوو په مهال د لاسپيکر په کارولو بنديز لګولی.

د عرب نيوز له راپور سره سم په دې امر کې ويل شوي چې يوازي په هغو جوماتونو کې د بانديني لاسپيکر استعمال اجازه لري چې غږ يې شاوخوا نژدې جوماتونو ته نه رسېږي.

د ياد وزارت وياند طلال العقيل وايي چې د مکې مکرمې په ښار کې به يوازي په ۴۵ جوماتونو کې تراويح ادا کېږي.

نوموړی وايي چې د جوماتونو په امامانو دا بنديز هم لګول شوی چې د روزه ماتې او پشلمي لپاره به له چانه د خوراک او څښاک توکي نه قبلوي تر څو يې له وزارته منظوري اخيستي نه وي.

له دې علاوه د اسلامي امورو وزارت ملا امامان مکلف کړي چې د ورځني کارکردګي راپور به وزارت ته ورکوي.

طلال العقيل زياته کړه چې پيش امامانو ته ويل شوي چې له سخت ضرورت پرته رخصتي نشي اخيستلای، د ډير اړ کېدو په صورت کې هم بايد په ځای بل امام ولري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x