افغانستان

د ډيورنډ له پورې غاړې پر خوست توغنديز بريدونه شوي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، غبرګولي ۲۶مه، ۱۳۹۴ل): د خوست عليشېرو ولسوالۍ کې د ډيورنډ له پورې غاړې لسګونو توغندي لګېدلي او ګڼو خلکو ته يې مالي زيانونه اړولي دي.

د علېشرو ولسوال جاوېد جوشن افغان اسلامي اژانس سره په خپلو خبرو کې وويل، چې د دې ولسوالۍ په شاوي او چرګوټي سيمو کې د ډيورنډ له پورې غاړې لسګونو توغندي لګېدلي دي، مګر د مرګ ژوبلې په اړه يې له څه ويلو ډډه وکړه.

افغان اسلامي اژانس د ځايي خلکو له قوله ليکلي، چې په دغو راکټي بريدونو کې ځاني زيان نه دی اوښتی، مګر تر پنځلسو څاروي يې وژلي دي.

د ځايي خلکو په وينا د توغنديزو بريدونو له امله د سيمې ګڼ خلک بې کوره شوي.

پاکستاني او افغان چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

له دې وړاندې هم پر خوست، کونړ او نورستان ولايتونو ګڼ توغنديز بريدونه شوي، مګر افغان حکومت تر اوسه په دې اړه کوم جدي ګام نه دی پورته کړی.

دا په داسې حال کې چې پاکستاني ځواکونو نن د یوې رسمي خبرپاڼې په ترڅ کې ومنله چې په باجوړ کې د ډیورنډ پر پوله د افغانستان خاورې ته اوښتي، له طالبانو سره یې جګړه کړې او یو ټپي افغان عسکر یې ژغورلی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x