پاکستاني او افغان عسکر اوږه په اوږه له طالبانو سره جنګېدلي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، غبرګولي ۲۶مه ۱۳۹۴ل): پاکستاني ځواکونه د ډیورنډ پر کرښه ۶۰۰ متره د افغانستان خاورې ته ننوتي او له طالبانو سره تر جګړې وروسته یې یو افغان ټپي عسکر ژغورلی دی.

ایکسپریس ټریبیون پاکستانۍ ورځپاڼه د پاکستان د پوځ د خبرپاڼې له مخې لیکلي چې باجوړ کې د ډيورنډ پر پوله ترې افغان چارواکو غوښتنه وکړه څو ټپي عسکر وژغوري.

د خبرپاڼې له مخې پاکستاني ځواکونه د چارواکو غوښتنې ته مثبت ځواب ووایه، د ټپي عسکر د ژغورنې لپاره ۶۰۰ متره دننه د افغانستان خاورې ته ننوتل، تر ژغورنې وروسته يې د باجوړ ایجنسۍ یو روغتون ته انتقال کړ.

د خبرپاڼې له مخې ټپي عسکر اوس د پاکستاني ځواکونو په یوه روغتون کې تر تداوۍ لاندې دی.

دا خبر په داسې حال کې ورکول کیږي چې نن /سه شنبه، غبرګولي ۲۶مه/ د خوست ولایت په علیشیر ولسوالۍ پاکستاني ځواکونو توغندیز بریدونه کړي چې له کبله یې ځايي خلکو ته درانه مالي زیانونه اړولي دي.

نېږدې یوه میاشت وړاندې رسنیو راپور ورکړ چې ګډ حکومت د پاکستان له استخباراتو سره د همکارۍ توافقنامه لاسلیک کړې.

ددغې توافقنامې تر لاسلیک کېدو وروسته د ګډ حکومت دننه شدید اختلافات رامنځته شول.

دغه توافقنامه چې د ملي امنیت د دویم مرستیال او د پاکستاند استخباراتو تر منځ لاسلیک شوې وه، پر اساس  يې د پاکستان استخباراتي اداره د افغان استخباراتو کارکوونکو ته روزنه ورکوي.

دواړو لورو داسې توافقنامې هم د پردې تر شا لاسلیک کړي چې پر مټ یې پاکستاني ځواکونه کولای شي د افغانستان په خاوره کې پوځي عملیات وکړي.

څه موده وړاندې پاکستاني ځواکونو په ننګرهار کې هم د طالبانو پر ضد عملیات کړي وو.

وروستیو کې ویسا ورځپاڼې هم خبر ورکړ چې په ننګرهار کې پاکستاني ملېشې د داعش تر نوم لاندې له طالبانو سره جګړې کوي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د