fbpx

پنجشنبه، د روژې لومړۍ ورځ ده

نن ټکی اسیا (سه شنبه، غبرګولی ۲۶مه ۱۳۹۴ل): د سعودي حکومت اعلان وکړ چې د روژې میاشت یې ونه لېدله او له همدې کبله سبا چهارشنبه د شعبان ۳۰مه او پنجشنبه د روژې لومړۍ ورځ ده.

د سعودي حکومت د میاشتې د لېدو کمېټه چې د سعودي په بېلابېلو سیمو کې د میاشتې د لېدو لپاره نن ماښام ناست و، ونه توانېدل چې د روژې میاشت وګوري.

یاده کمېټه وايي چې داسې شواهد هم دوی نه دي ترلاسه کړي چې چېرې دې میاشت ليدل شوي وي.

د افغانستان ستره محکمه هم معمولاً د سعودي عربستان سره په يوه ورځ د روژې پیل او اخترونو د راتګ اعلان کوي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د