ايراني اخوندان او طالبان

ليکوال: الحاج امام الدين ساپى

كله چې په افغانستان كې د ثوركودتا رامنځ ته شوه د هغې څخه ورسته په ايران كې د خميني تر مشرۍ لاندې اسلامي انقلاب او د رضا شاه واك ته د پاى ټكى كيښودل شو له هغه وخته تر اوسه پورې په افغانستان كې د بدلونو، ويجاړيو، جگړو او برباديو اندازه نژدي ده چې له شميرلو ووځي خو د دې په خوا کې د ايران اخوندان پخپله غوره كړې لاره په ډيرې هوښيارۍ سره روان دي د دوي د هوښيارۍ او ښه سياست څو بيلگې له تاسې سره شريكوم.

Imam-Ud-Din-Safi

لیکوال: امام الدین ساپی

اول: خميني د فرانسې څخه د امريكا په صلاح د قدرت په گدۍ كينول شو او بيا يې د پردې په مخ د امريكا سره د دښمنۍ اعلان وكړ خو د پردي تر شا نور څه روان ول بيا يې د عراق جگړې ته ورټيله كړ تر څو دواړه اسلامي هېوادونه سره خپلو كې وځپي او د دوي طبعي منابع په اوږد مهاله كې د ځان ملكيت كړي چې په هغه كې هم ايراني اخوندان بريالي راووتل خو صدام حسين، د عراق مظلوم ولس او اسلامي غني كلتور په كي سرونه وخوړل او هر څه تباه او د اور خوراك شول بيا يې د خپل تش په نامه امريكايي دښمن په وسيله طالبان په افغانستان كې له منځه يوړل چې د ښي او چپ لاسي دښمن په له منځه وړلوكې شيعه مذهبه، په عراق او افغانستان كې حاكمان او د سنيانو سټه يې پرې ويستله هغه څوك چي د (ب٥٢) الوتكو او بحري بيړيو په مټ قدرت ته رسول شوي ول بيا هم يې د ايراني اخوندانو ته په ډير درنښت كتل او د هغو له اوامرو يې سرغړونه نه كوله.

د طالبانو په هكله بايد ووايم چې ايران او پاكستان د طالبانو په له منځه وړولو كې رغنده رول ولوباوه دا چې دواړه دښمنان يې له منځه يوړل نو بيرته د طالبانومرستي ته يي ټټر وواهه تر څو د هغو په وسيله خپل اصلي رقيب امريكا تر پښو وغورځوي چي د امريكا سره د اقتصادي رقابت سربيره د اسيايي او عربي هېوادونو په ويش كې شريك او څنگه وكولاى شي د امريكا او د هغې د شريكانو لاسونه د طبعي منابعو څخه لنډ او ايران د نړۍ په متمدنه او ځواکمنو هېوادونو په کتار كې حساب شي.

دا سمه ده تر څو پورې چې ايران دامريكې تر سيوري او غيرې مستقيمې سلطې لاندې ول د ترقۍ څرك پكې دومره روښانه نه وه خو اوس له نړۍ سره په ډيروبرخوكې سيالي كوي د مرستو او هڅونو لړۍ يې دافغانستان نه نيولي تر لبنان، عراق، بحرين، يمن، او د نړۍ په ټولوبرخو كې چې د شيعه گانو څرك په کې تر سترگو كيږي دوي يې په تنظيم او هر ډول مرستو كې برخوال دي او په رهبري كولو كي رغنده قدمونه پورته كوي چي د ايراني اخوندانو د شيعه مذهبو امامت رامنځ ته كړي او دا د پراختيا په حال كې دى اومخنيوى به يې سني مذهبو او صليبيانو ته گران وي.

دوهم: طالبان او داعش: د داعش د نفوذ لپاره د افغانستان، پاكستان او صليبيانو لخوا په افراطي ډول تبليغ روان دى او يو نيم كس چې طالبانو له خپلو صفوفو څخه شړلي هغه د نړۍ استكباري قوتونوپه خپله غيږه كې نيولي اونړيوالو ته يې بوڅ بوڅ كوي او بيا د دې تر شا صليبيان په سيمه كې خپلو لاسپوڅو ته سپارښتنه كوي چي د داعش په جامه كې خپل زرخريده مليشه وجنگوي تر څو طالبانو ته د ويرې او ډار لاره پيداكړي او طالبان دې ته وهڅوي چې دين او وطن په پلورولو كې د گمارل شوو گوډاگيانو سره لاس گډكړي خو تر كوم ځايه چې زه طالبان پيژنم دوى به هيڅكله د خپل عزم او ارادې نه په شا نه شي او هم به د داعش شتون او د طالبانو له منځه وړل د عقل او منطق نه ليري وي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د