نظــر

موږ ولي حقايق پټوو

afghan-media-1په افغانستان کې د امریکانانو له راتګ سره سم په هیواد کې د رسنیو بازار ښه ګرم سو. د دې تر څنګ چي د دولتي رسنیو خپرونې ډیرې سوې، ګڼ شمېر نادولتي او شخصي رسنیو هم په کار پیل وکړ ، چي ورسره په څنګه کي ډېر داسي کسان، چي د ژورناليزم کليمه يې هم نه پېژندله، هغه ژورنالستان سول  او په دې بهير ورګډ سول .

     پورتنيو خبرو ته په کتو سره کندهار په دې کتار کي لومړى ځاى لري، کېداى سي چي زموږ ټولنه دي د ژورناليزم په ډګر کي زښت زياتي ستونزي ولري او د زياتو ستونزو سره دي مخ وي،

خو دومره هم نه کوم، چي ځني کسان ورڅخه  په خپلو ليکنو کي سر ټکوي او د هغوئ د بدنامولو هڅه کوي .  

       د اپريل پر اوله د جلال الرحمن شرر يوه ليکنه تر دې سرليک ((د حمل دیارلسمه د کندهاریانو د قتل عام ورځ یا د قرآن په ننګ د شهیدانو تلین )) لاندي په ويب پاڼو کي خپره سوه، چي د کندهار زيات خبريالان يې په غوسه کړه او په فسبوک کي خبريالانو يې داسي خبري و ليکلې چي هغه د يو مسلکي ژورناليست سره نه ښايي، چي دا سي خبري دي وکړي ، که په دې ليکنه کي څه هم شرر صاحب تر يو برېده پړ بلل کېږي، خو تر ډېره د هغه خبري هم د ځينو ژورنالستانو په اړه يو واقعت دي، خو پر ځينو يې تېرى او يوازي د هغوئ بدنامه او د هغوئ په حق کي بې انصافي کول دي.

     شرر صاحب ليکي: ((زرگونه ترخه حقائق د ژورنالستانو تر ژبو لاندي دفن سوه ، هغه ژورنالستان چي په افغانستان کی د روان  ناورين له کبله د خپل حق درې يا څلور برابره معاشات اخلي او د پريس کلب، شاه جهان هوټل او کندهار کافي شاپ ټولي چړچې کوي ، په دغه ورځ ئې د خپل ضمير سودا په ډاگه وکړه، ولي په ژورنالستانو کي يوه سټه پيدا نه سوه چي د ژوبلو او شهيدانو کندهاريانو اصلى شميره په ډاگه کړي، ولي تر ابده زموږ ژورناليستانو د ځان څخه د دولت لوډ سپيکران جوړ کړې دي)).  

       پورتنيو خبرو ته که وکتل سي شرر صاحب هڅه کړې چي ، د کندهار ټول ژورنالستان پلورل سوي او خرڅ سوي وښيي پرته له دې څخه چي تفکيک وکړي او هغه ژورنالستان ، چي د خپل ضمير سودا دخپل نس د ډکولو لپاره د حکومتي چارواکو سره کوي او هغه ژورنالستان ، چي وخپل مسلک ته ژمن او د سر په ورکولو سره هم خپل سره و چاته نه ټيټوي ، موخه يې يوازي د خپل ولس خدمت کول دي ، د هغوئ ستونزي څيړي او حقايق په ګوته کوي ، سره بيل کړي .

        هو ! پر دې خو سترګي نه پټېږي ، چي داسي ژورنالستان هم په کندهار کي سته، چي هغه د دودلت د ځني چارواکو څخه پېسې اخلي د هغوئ په ميلمستياوو  کي ګډون کوئ او د هغوئ په اشاره سره خپلي ټولي ګړني تر سره کوي ، د ملت ، وطن ، يوالي او  ولس ، ګټي د هغوئ تر پيسو او تحفو قربانوي ، خوداسي ژورنالستان هم موږ په کندهار کي لرو چي هغوئ د دولت  د ډېرو تحديدونو سره سره په مېړانه خپلي دې مقدسي وظيفې ته پرته له ډار او وېري ژمن دي ، د ولس ، ميلي ګتو  او خلکو په خدمت کي شپه او ورځ نه ستړي کېدونکي خدمتونه کوي ، چي ښه بلګه يې د کندهار ولايت د پنجوايي ولسوالۍ او د زنګي اباد د کلي ده چي زموږ (١٦) تنه هيواد وال شهيدان او پنځه ته نور زخميان سول ، چي په دې پېشه کي هم ، ځينو ژورنالستانو هڅه کول ، چي حقايق کړي او ځينو بيا نورو هڅه کول چي د دې پېښي رښتنى انځور  و خپل اولس او نړۍ والو ته وړاندي کړي .

     شرر صاحب ته خو په کار دا وه چي هغه ژورنالستان چي د ولس په سر سودا کوي ، د ولس ، وطن ، خلکو او ټولني ګټي د تر خپلي ګېډي او د خپل نس تر ډکولو قربانوي او کوم چي له ځانه يې د دولت  لوډ سپيکران جوړ کړې دي ، د شواهدو له مخي و ټولني ته معريفي او ښودلي واى ، تر څو دغه منحوسي څيري ولس پېژندلي واى او هغه ژورنالستان چي د ولس ګټوته ژمن ، ميلي يوالي ته وفاداره او د وطن په درد درد من دي ، هغه يې له دي څرخوسوو څېرو څخه جلا کړې واى ، توڅو ولس او ټولني ته ښه او بد معلوم سوي واى .

څوک ويلاى سي چي د کندهار ټول ژورنالستان زرگونه ترخه حقائق تر ژبو لاندي دفن کوي ؟  څوک ويلاى سي چي د کندهار ټول ژورنالستان ، چي  ټول ژورنالستان د خپل ضمير سودا  د نس په  ډاکولو  کوي ؟  څوک ويلاى سي چي د کندهار ټولو ژورنالستانو  د ځان څخه د دولت لوډ سپيکران جوړ کړې دي ؟ که موږ په پټو سترګو او پرته له تفکيکه څخه دا خبره کوو ، نو دا به يوه لويه بې انصافي وي او دا به د خپلو ژورنالستانو او ولس سره يو نه جبرانېدنکې جفاوي ، چي ټول د يوه غشي په کمان ولو  پرته د بيل والي او تفکيک څخه  .

        د يو ليکوال ، د يو ژورناليست او د څېړونکي اساسي وظيفه همداده،  چي په ټولنه کي ښوته ښه او بدوته بد ووايي پرته د مالوماتو څخه  په يوه موضوع کي خپل قلم اوچت او خوله خلاصه نه کړي،  ځکه  د حقيقت  څخه  ليري ، ناروا  او بې ځايه  خبري له ځانه جوړول، چي د هغو له امله په ټولنه کي  د فساد  د خپرېدو وېره وي د يو ليکوال ، ژورناليست او څېړنکي سره نه ښايي ، ښه او پوهه ليکوال او ژورناليست هغه دئ ، چي پلټنه او تفکيک وکړي ، ټولني او ولس ته راڼه او رښتني معلومات وړاندي کړي .

ليکوال: محمد نبي سلطاني

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x