نړۍ

چین کې مسلمانان روژې نیولو ته نه پریښودل کیږي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، غبرګولی ۲۷مه ۱۳۹۴ل): د چین حکومت د ختیځ ترکستان «سینکیانګ» ولایت په مسلمانانو د روژې په نیولو او مسجد کې په لمونځ کولو بندیز لګولی.

په دغې پرېکړه کې په ځانګړي ډول د مسلمانو دولتي مامورینو، زده کوونکو او ښوونکو یادونه شوې چې د روژې په میاشت کې د دیني عبادت اجازه نه لري.

چارواکو د ښوونځیو ادارو ته سپارښتنه کړې چې په روژه کې زده کوونکي پرینږدي چې مسجد ته لاړ شي.

د ایغوریانو نړیوال کنفرانس ویاند «دیلشات ریکسیت» د چارواکو دغه اقدام غندلی او ویلي یې دي چې د روژې په میاشت کې ایغوري مسلمان مامورین په زور د روژې په خوړلو مجبوريږي.

په شرقي ترکستان کې د ایغوري مسلمانانو نفوس ۹ ملیونو ته رسیږي چې د چیني واکمنو لخوا تر سختو دیني، کلتوري او سیاسي محدودیتونو لاندې ژوند تېروي.

دوه میاشتې وړاندې یوې چینايي محکمې یو ۳۸ کلن ایغوري مسلمان په دې ګناه په شپږ کاله بند محکوم کړی وه چې له بار بار خبرداري سره سره یې ږیره نه وه خرېیلې.

په چین کې په ایغوري مسلمانانو دیني، ټولنیز، سیاسي او فزیکي ظلمونه د دې لامل ګرځيدلي چې په زرګونو کسان یې په پټه ګاونډیو او نورو هیوادونو ته هجرت وکړي.

د افغانستان په شمول ګڼ شمیر هیوادونو د چین حکومت په غوښتنه ایغوري مسلمانان نیولي او چین ته ورسپارلي دي. د ګډ حکومت ولسمشر اشرف غني د واک په لومړیو شپو کې د ایغوري مسلمانانو په اړه د چین د دریځ ملاتړ اعلان کړی وه او د روان کال په جنوري میاشت کې یې څو تنه ایغوري مسلمانان چې افغانستان ته یې پناه راوړې وه، ونیول او د چین کمونست حکومت ته وسپارل.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
ف-ا

چه دنیا کی هره خبره وی نو د نن اسیا محترمه اداره د افغانستان پښه پکی را کاږی. خو محترمی اداری دا هیر کړیدی چه د همدغه چین نه د سالام ټیکداران د افغان وژلو او افغانستان تباه کولو لپاره وسلی او پیسی اخلی.

khalid

نو ستا پر باجه ولی زور راغی دهغه کفری رسنی چی هر ورځ لګیا دی د مسلمانانو د ذهن د خرابولو لپاره زهر آلوده تبلیغات کوی واقعیتونه او حقایق تحریفوی یو خبر په محرف شکل کی بیانوی دهغه په ضد خو هم آواز اوچت کړه کنه که یوه ذره دمسلمانی درکی وی که دی یوازی په نن ټکی آسیا پسی راخیستی او غواړی خپله منافقانه چهره نوره هم بربنډه کړی ته ددی خبر درواغ ماته را وښیه او بل په دی خبره کی یوازی افغانستان نده ذکر شوی نور هیوادونه هم یادوی شوی صرف نوم یی نده اخیستل شوی لکه… نور لوستل »

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x