افغانستان

کابل ښاريان: هټيوال دې په روژه کې له قیمتونو سره پام کوي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، غبرګولي، ۲۷مه، ۱۳۹۴ل): د کابل ښاريان وايي چې د روژې په راتګ ځينې هټیوال دې مبارکې میاشته کې د خلکو له مجبوریته ګټه کوي او د خوراکي او ضروري توکو قیمتونه ډېر لوړوي.

د دوی په خبره ښاروالي هم له هغو هټیوالو سره چې روژې ته د سوداګرۍ د میاشتې په سترګه ګوري یوه خوله دي او ان په پیسو کې يې هم ور شريکېږي.

د کابل ښار د لومړۍ حوزې اوسېدونکی حاجي جمال وايي چې تر اوسه په نرخونو کې کوم بدلون نه دی راغلی، خو په خبره يې ښايي همدا سبا يې په تاثیر پوی شو.

د حاجي جمال په قول د دوی کورونو ته نږدې هټيوالو پتيېلې ده، چې سر له سبا – پنجشنبې – د ځينو خوراکي توکو بیې لوړې کړې.

د هغه په خبره د روژې په مناسبت که ښاروالي ټولو هټيو ته مناسبې نرخنامې ولېږي، هم به خلکو ته اندېښنه نه وي او هم به هټیوال تر اندازې لوړې بیې نه ټاکي.

د کابل ښار د پنځمې حوزې اړوند په میرویس میدان کې یو تن هټیوال وايي چې پر دوی د روژې کومه اغېزه نشته او په خبره يې په عادي ډول به خپل خوراکي توکي پلوري.

دغه هټیوال چې خپل نوم فیض محمد ښيي وايي چې دوی کله کله مجبورېږي چې بیې لوړې کړي، د هغه په خبره که په روژه کې د موټرو کرايې هم کنټرول شي ښايي د دوی په بيو اغېز ونه کړي.

د فیض محمد په خبره د دوی نرخونه ډېری وخت د دوی د توکو له لېږد را لېږد سره تړلي وي، هغه وايي چې که د دوی مالونه له کندهار یا جلال اباد نه تر کابل پورې په روژه کې هم په هماغه پخوانۍ کرايه را نقل شي، دوی به خپلې بيې لوړې نه کړي.

سبا – پنجنشنبه – د روژې مبارکې میاشتې لومړۍ ورځ ټاکل شوې ده، چې دیني علما پکې د عباداتو او خیراتونو په ډېرښت ټينګار کوي.

پلازمېنه کابل کې لا هم د جنګ ځپلو سیمو ګڼې هغه مهاجرې کورنۍ شته، چې د روژې ګرمې به د خیمو تر سیوري لاندې تېروي او د روژه ماتي لپاره يې د خلکو په لاسونو خپلې سترګې ګنډلې وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x