افغانستان

اشرف غني د ولسي جرګې مشروعیت له خلکو پوښتي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، غبرګولي ۲۷مه، ۱۳۹۴ل): وروسته له هغه چې ولسي جرګې تر راتلونکو ټاکنو د خپل فعاليت پر مشروعیت ټینګار وکړ، د ګډ حکومت اشرف غني وویل چې د دوی د مشروعیت په اړه به له خلکو پوښتنې وکړي.

اشرف غني پرون له واليانو سره د ویډيو کنفرانس له لارې ویلي چې پخپلو ولایتونو کې دې د خلکو له بېلابېلو قشرونو استازي راټول او د ولسي جرګې د کار په اړه دې ترې پوښتنې وکړي.

اشرف غني امر کړی، چې هر والي باید له دیني علماو، قومي مخورو، مدني فعالانو، ښوونکو او بزګرانو نه استازي راټول او بیا ورسره په دې اړه وغږېږي چې ایا د روانې میاشتې له پای ته رسېدو وروسته هم ولسي جرګه د فعالیت حق لري.

له قانوني اړخه موجوده ولسي جرګه د چنګاښ له لومړۍ ورځې وروسته مشروعیت نه لري او د مشرانو جرګې په خبره دوی ته له دې جرګې هره ورتلونکې موضوع به بې مانا وي.

څه موده وړاندې د مشرانو جرګې مشر فضل هادي مسلمیار وویل چې د چنګاښ له لومړۍ نېټې وروسته که دوی د دې ولسي جرګې په کومه ورلېږلې موضوع بحث کوي دا به هسې د وخت تېرول وي.

خو د ولسي جرګې مشر بیا وايي چې تر څو پارلماني ټاکنې ترسره شوې نه وي، دوی د فعالیت قانوني حق لري.

عبدالروف ابراهیمي پر دې ټینګار وکړ، چې د اساسي قانون د درې اتیايمې مادې هغه برخه چې د دوی فعالیت د چنګاښ تر لومړۍ قانوني بولي دغه جواز مشروط ذکر شوی دی، د دوی په خبره د مادې په دویمه برخه کې پرلپسې ویل شوي چې ولسي جرګه به د بلې ولسي جرګې تر معرفۍ دنده پر مخ وړي.

له بله اړخه د ولسي جرګې غړی ډاکټر رمضان بشردوست بیا وايي چې که راتلونکې ولسي جرګه هم د موجوده ولسي جرګې په څېر جوړېږي، نو په خبره يې ګډ حکومت باید ترې تېر شي.

هغه پخپله اصطلاح د « ع او غ » پر حکومت غږ وکړ، چې د داسې ولسي جرګې د ټاکنو لپاره دې لګښت نه کوي، چې په پای کې د موجوده ولسي جرګې په توګه یوه اورګان رامنځته کېږي.

نوموړي د ولسي جرګې ډېر غړي پر دې ملامت وبلل چې په ځينو مهمو حساسو ملي مسائلو کې به تل د تالار ګڼې څوکۍ تشې وي او ډېر وکیلان به غیر حاضر و.

ياده دې وي د پارلماني ټاکنو د ښه ترسره کېدو په موخه د اصلاحاتو پنځه لس کسیز کمیسیون لا هم پخپله دنده پیل نه دی کړی او د دې کمیسیون اړوند د جمهوري او اجرايوي ریاستونو ناندرۍ لا هم روانې دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x