ادبي لیکني

د نارنج گل دوديزه ميله او مشاعره

naranj-gul-mushairaافغانستان د ښکلاوو وطن دى؛ خو په پسرلى کې نور هم ښکلى کيږي. د نارنج گل دوديزه ميله د دهقان له ورځې څخه پيل شوې، چې د سراج العمارت په بڼ کې به نمانځل کيده. په دې ميله کې به هرچا خپل څاروى په تېره غويان ډېرښکلي کړي ول؛ په غاړه کې به يې ورته گونگروگان اچولي او ښايسته ټوکران به يې ورباندې غوړولي ول. ۵۱ كاله وړاندې په ۱۳۴۰ ل كې د دهقان ميله د نارنج گل په نامه ياده شوه او شاعرانو د نارنج گل توصيفى شعرونه پيل كړل وروسته بيا په دغه ميله کې تغزلي اشعار وړاندى کيدل . لکه دا ، چې :

رنگ د مخ دې په عرق کې نمايان دى

د گل عکس څرگنديږي په شبــنم  کـې
 
نن انتقادى شعرونه دومره څپانده شوي، چې خبره ښکنځلو ته رسيدلې، ځوانان يې هم بدرگه کوي او استاذان غږ پرې كوي، چې بيا يې ووايه !  ډېر ښه، واوا !

په کوم شعر کې، چې انتقاد فضاحت ته رسيدلى هغه  شاعر ته ځينې خلک روپۍ هم د انعام په توگه ورؤالۍ كوي.
په هره توگه دا ، چې د نارنج ميله په تاريخي بهير كې څه ډول وه پوهاند دوويال وايي :

نارنج په درې بېلابېلو مذهبي او تاريخي دورو کې مطالعه کيداى شي:

له ميلاده پخوا او له اسلام را وروسته.

د نارنجو زوړ تاريخ او پخوانۍ يادونې په چينايى ليکونو کې موندل کيږي. تايو، چې 2250 ق. م کلونو کې ژوند کاوه،  خپل پاکنگ نومي کتاب کې يې د نارنجو قوم ياد کړى دى. د بغداد ښار په 50 کيلو مترۍ کې له لرغون کيندنو په ډتگه شوې، چې د نارنج زړى موندل شوى او تاريخ يې څلور زره کاله له ميلاد څخه مخکې اټکل شوي دى. په هندي روايتونو کې هم له نارنج څخه د جا ميلا په نوم يادونه شوې، چې 320 ق. م کې اروپايى ليکونو کې د لومړي ځل لپاره د يهودو مذهبى مقدسې ميوې په توگه ياد شوى او د يهودو پرسکه يې بڼه ښكاره شوې.

د نارنج گل دوديزه ميله په رسمى توگه په ۱۳۴۴ل کال د حمل په 19 نېټه سپين غرهوټل کې ونمانځل شوه.
 
دغه راز د دې ميلې په تعقيب يا پرنقش قدم د پښې ايښودلو په توگه په کندهار کې د انارگل ميله په جوزجان کې د قالينو ميله، په ميدان وردگو کې د مڼى گل ميله، په چاريکارو کې د ارغوان ميله، په لوگر کې دسنځلې گل ميله او په مزار شريف کې د گل سرخ ميله، چې څلويښت ورځې اوږده وي په بېلو بېلو وختونو کې نمانځل کيږي او د افغانستان  د بېلا بېلو سيمو شاعران يې په مشاعرو کې برخه اخلي.
د نارنج گل د پسرلى په نورو گلانو کې ډېر ښايسته دى او پخپله د نارنج ويټامين سي د زړه هڅونې نه ډېر گټوردى.
 
سږ کال د ننگرهار په شېرزي لوبغالي كې پسرلنۍ مشاعرې ۵۱ ناسته  وشوه؛ خو ويل كيږي، چې ډېره بې خونده او مخكې له وخته پاى ته ورسيده
خپله ليکنه د تېركال په لاندې شعر پاى ته رسوم .

دنارنج گلونه

دي غوړېدلي په بهار کې د نارنج گلونه
ښايسته د گلو په کتار کې د نارنج گلونه

مرسل شبوکه انتري او که نرگس کشمالي
امام د ټولو هر سهار کې د نارنج گلونه

له گلکڅونو يې کاروان د رنگ و بوى بارېږي
د سالارۍ راځي په شمار کې د نارنج گلونه

هر دسترخوان کې حلالېږي اشتها لپاره
مخکښ له ټولو دغه کار کې د نارنج گلونه

د ماليار وينې يې په پښو کې مجبورۍ تويې کړې
ځکه وتلي دي سينگار کې د نارنج گلونه

د ځورېدلي زړه د مينې محبت ډالۍ ده
که په اوربل کې دي که هار کې د نارنج گلونه

د ننگرهار له کلي کوره پورته کېږي عطر
دي په باغونو او په ښار کې د نارنج گلونه

د عطاري د عطرو خم يې حيران کړى ځانته
گډ دي په خونه د عطار کې د نارنج گلونه

جگړې ځپلي وطن غېږه کې ساتلي موږ ته
په ارغوان او په انار کې د نارنج گلونه

د گل سرخ د ميلې گل ته خلاصه غېږه ولاړ
کړي هر کلى يې ننگرهار کې د نارنج گلونه

گلونه ډېر دي مړاوي کړي وچکالۍ او جگړو
ولاړ سکروټو او انگار کې د نارنج گلونه

د نارنج سيمې د شاعر د غزل توري گلان
په تاسې شيندي په خپل وار کې د نارنج گلونه

ستاسې محفل ته لمن ډکه د نارنج له گلو
“قتيل” ولاړ ستايي اشعار کې د نارنج گلونه

عبدالروف قتيل خوږياڼى


ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x