افغانستان

عمران خان نن کابل ته راځي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، غبرګولي ۲۷مه ۱۳۹۴ل): د پاکستان د تحریک انصاف ګوند مشر نن په یوه رسمي سفر کابل ته راځي.

د ګډحکومت دننه سرچېنې وايي چې عمران خان دغه سفر د حکومت د دوهم مشر ډاکتر عبدالله عبدالله په دعوت کابل ته کوي.

د سرچېنې له قوله عمران خان به نن له غرمې وروسته کابل ته راشي او ماښام به د ګډحکومت ولسمشر اشرف غني او نورو لوړ پوړو چارواکو سره وګوري.

د ګډ حکومت تر جوړیدو وروسته د کابل او اسلام اباد اړیکې تر پخوا څو چنده تودې شوي.

په تېرو څو میاشتو کې د پاکستان د پوځ لوی درستیز جنرال راحیل شریف، د آی ایس آی مشر ډګر جنرال رضوان اختر، لومړی وزیر نواز شریف په شمول لسګونه لوړ پوړو پوځي او ملکي چارواکو څو ځل کابل ته سفرونه کړي.

د شننونکو په باور ګډحکومت ټولې هيلې په پاکستان پورې تړلي او له همدې کبله یې ملي ګټې تر پاکستانه قرباني کړي دي.

ګډ حکومت د پاکستان سره هغه توافقنامه هم لاسلیک کړې چې له مخې به يې دواړه لوري د ډیورنډ په کرښه د وسله‌والو پر ضد عملیات کوي. شننونکي وايي چې پاکستان سره دغه ډول توافقنامې د ډیورنډ کرښه د رسمي پولې د منلو په معنی دي.

نېږدې یوه میاشت وړاندې رسنیو راپور ورکړ چې ګډ حکومت د پاکستان له استخباراتو سره د همکارۍ توافقنامه لاسلیک کړې.

ددغې توافقنامې تر لاسلیک کېدو وروسته د ګډ حکومت دننه اختلافاتو لا نور هم شدت وموند.

دغه توافقنامه چې د ملي امنیت د دویم مرستیال او د پاکستاند استخباراتو تر منځ لاسلیک شوې وه، پر اساس يې د پاکستان استخباراتي اداره د افغان استخباراتو کارکوونکو ته روزنه ورکوي.

دواړو لورو داسې توافقنامې هم د پردې تر شا لاسلیک کړي چې پر مټ یې پاکستاني ځواکونه کولای شي د افغانستان په خاوره کې پوځي عملیات وکړي.

څه موده وړاندې پاکستاني ځواکونو په ننګرهار کې هم د طالبانو پر ضد عملیات کړي وو.

وروستیو کې ویسا ورځپاڼې هم خبر ورکړ چې په ننګرهار کې پنجابي ملېشې د داعش تر نوم لاندې له طالبانو سره جګړې کوي.

پرون هم په کونړ ولایت کې پاکستاني ځواکونه د افغانستان خاورې ته ننوتي وو، طالبانو سره تر جګړې وروسته یې یو ټپي افغان عسکر د باجوړ ایجنسۍ پوځي روغتون ته انتقال کړی و.

پاکستان پوځ ادعا کړې چې دوی دغه عملیات د افغان حکومت د چارواکو په غوښتنه کړي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x