افغانستان

خلیلي: د کاتب او مزاري واټونو د نومونو بدلون په «ملي شخصیتونو» ریشخند وهل دي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، غبرګولي ۲۷مه، ۱۳۹۴ل): محمد کریم خلیلي د کابل ښاروالي د واټونو د نوم اېښودنو کمیسیون هغه اقدام غندلی، چې غوښتل يې د فیض محمد کاتب او عبدالعللي مزاري د واټونو نومونه بدل کړي.

د اسلامي وحدت د حزب مشر او د پخواني ولسمشر حامد کرزي مرستیال محمد کریم خلیلي د ښاروالي د دې کمیسیون دغه اقدام د «ملي شخصيتونو» په حق کې «ریشخند» بللی دی.

د کابل ښاروالي د واټونو د نومونو اېښودو کمیسیون په دې وروستیو کې هوډ درلود، چې د عبدالعلي مزاري په نوم نومول شوی واټ د فیض محمد کاتب په نوم ونوموي او د فیض محمد کاتب په نوم نومول شوی واټ د بل چا په نوم کړي.

کریم خلیلي د خبرپاڼې په خپرولو دا د یو قوم په حق کې زیاتی بللی او ويلي يې دي چې ښاروالي دې د ولس تر منځ د کرکې تخم نه شيندي.

نوموړي ټینګار کړی، چې دغه نومول شوي واټونو د پخواني ولسمشر حامد کرزي پر لاسلیک تاييد شوي دي او په وینا يې دا هیڅ حقوقي اړخ نه لري چې بې له کومه دلیله دي بدل شي.

خلیلي په دولت غږ کړی چې ژر تر ژره دې د داسې اقداماتو مخه ونیسي، چې په خبره يې ځينې کړۍ غواړي د یو خاص قوم په حق کې زیاتی وکړي.

عبدالعلی مزاري د اسلامي وحدت د ګوند مشر په ۱۳۷۳ لمریز کال کې د طالبانو له لوري زنداني او په غزني کې د تېښتې په هڅو کې ووژل شو، چې اوس په یې نوم هغه واټ یادېږي چې د «دشت برچی» په نوم هم شهرت لري.

فیض محمد کاتب هزاره د امیر عبدالرحمن خان د وخت مورخ دی، چې تاج التواریخ د امیر عبدالرحمن خان د ژوند پېښو لیکل هم ده ته منسوبېږي او په نوم يې له «پُل سخته» تر دارالامان ماڼۍ پورې واټ نومول شوی دی.

ياده دې وي د کابل ښار ګڼ واټونه د پردي فکر تر اغېز لاندې نومول ښکاري، چې په نوي ښار کې «ډیموکراسي، ازادی بیان» واټونه یادولی شو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x