دیني، سیرت او تاریخ

الکحل(شراب) په اسلام اوساينس کی (۱)

دالکحل(شراب) پېژندنه:
 
دالکول، الکحل (Alcohol) توری په اصل کی له عربې ژبې څخه اخیستل شویدی، اوپه عربې ژبه کی درانجووکاڼی اویاهم ومیده رانجوته ویل کیږي، چې داتوری دشرابولپاره د۱۶۷۲ میلادی کال راهیسی استعمالیږي، اواوس وهغه څښاک ته استعمالیږی چې دالکولودخاندان څخه یوالکول پکښې وی دبېلګې په ډول سره ایتانول چې دانشه هم لری.
 
الکحل: درانجووکاڼی ته ویل کیږي، اوهرهغه شی ته ویل کیږي چې په سترګوکی دشفاء لپاره اچول کیږي.
 
داکېدای شی چې ددې لپاره دالکولو(شراب) لپاره استعمال شوی وي چې یوخوئې دشرابوعام نوم په الکحل بدل کړ اوبل داچې وخلکوته به دوی (دشرابوجوړونکو اوخرڅونکو) ویل چې لکه څرنګه چې رانجه دسترګولپاره شفاء ده همداسی الکحل دانسان وبدن ته کیمیاده، چې داهرڅه اوس برعکس دی، اوالله جل جلاله دادشیطان په عملوکه داخل کړاووټول امت مسلمه ته ئې داامروکړ چې دانجس دی اوځانونه ورڅخه لیری کړی، چې اوس ئې وموږته دالله جل جلاله ددې امرفلسفه معلومه شوه چې یقیناپه شرابوکی چې څومره ناروغیانې، کړاوونه ، بدمرغیانې اوبدبختیانې نغښتې دي،دهغه تصورانسان نشی کولای  ددُنیوي ناورین څخه علاوه دآخرت سزاخولانوره ده.
 
دالکحل کيمياوي تعريف:
 
الکول هغه عضوی مرکب دی چې یودهایدروکسیل وظیفوی ګروپ (OH) ولری البته پرته دهغه حالت څخه چې د(OH) ګروپ په یوه اروماتیکه کړۍ پوری نښلېدلی وي ځکه په دې صورت کی یادشوی مرکب دفنول په نوم یادیږي، الکول له دې کبله چې له (OH) ګروپ سره نښلېدلی کاربن ئې له یو، دوه یادرې نوروکاربنی اتومونوسره وصل شوی دی په اولیه، ثانویه او ثالثه ډولونوباندی ویشل کیږی، همدغه راز د(OH) ګروپونودشمېرپراساس موهایدریک، دای هایدریک اوترای هایدریک ډولونه لري، دوه وروستی حالتونه ئې ددایوال اوترایول ترنامه لاندی مطالعه کیږي.
 
شراب په انګليسې ژبه کې:
 
وشرابوته په انګلیسې ژبه که  واین (Wine)ورته وايی، چې داتوری دجرمنی ژبې له (Winam) څخه اخیستل شویدی،دجرمنی ژبی داتوری دلاتینی ژبې د(Vinum) څخه اخیستل شویدی ، چې ددې لاتینی توری معنی شراب ده اودالاتینی توری بیاد(Vine) څخه اخیستل شویدی چې وانګوروته ویل کیږي، لکه څرنګه چې قوي شراب دانګوروڅخه جوړېدل نوځکه سرچینه ئې همداتوری دی.
 
شراب په عربی ژبه کې:
 
په عربی ژبه که ورته (خمر) وایی    چې خمرومطلق پټېدوته وایی، وپورڼی ته په دې (خمار) وایی چې دابدن پټوي  لکه په سورت نورکی چې راغلی دی ،اوشرابوته په دې (خمر) ویل کیږي چې عقل پټوي، داځکه چې شراب یونشیي څښاک دی.
وفي الحديث: (والخمر ما خامر العقل) البخاري 10/39. قال: فيه دليل واضح على بطلان قول من زعم أن الخمر إنما هي من عصير العنب، أو الرطب، بل كل مسكر خمر. انتهى.
په حدیث شریف کی راغلی دی هرهغه شی  چې عقل پټوی هغه شراب دی، چې دادهغه ګمان رددی چې ځینی خلک ئې کوي چې هغه دادی چې شراب دانګورویاخرماڅخه جوړیږی، بلکې هرهغه شی چې مستې راول، عقل پټوی اونشه رولی هغه ټول حرام دی.
 
(خمر) : یعنی پټول، دانګوروشرابواوهرنشه کوونکی شی ته ویل کیږی، داځکه چې داشراب عقل پټوي اومستې راولی.
 
خُمار: دشرابومست اونشه ته ویل کیږي
المخمور: وهغه چاته ویل کیږي چې په شرابومست اوبې هوښه وي.
 
شراب اوالکحل دتاريخ په پاڼوکي:
 
دالکحل اوشرابواستعمال دمیلادڅخه مخکی (۲۰۰۰-۶۰۰۰) کلونوپوری رسیږي، په هغه وخت کی شراب یواځی جنګیالیواستعمالول اودائې دانګورو، ورجو، ګنی اونورومېووڅخه لاسته راوړل، اوهغه سیمه چې دلومړی ځل لپاره دشرابواستعمال پکښې دودشودځینومؤرخینوپه اندهندوستان اوچین دی خوځینی بیاپه دې آنددی چې دلومړی ځل لپاره شراب په لرغونی مصرکی دودشول دوی دااستدلال کوی چې کله په مصرکی دتوحیدټغرټول شو اوشرک وده وکړه نوهغه چاچې به دخدایی دعوه کړېوه هغه به داوربشو شراب دخپل ځان لپاره جوړول اودابه ئې اړین ګڼل؛چې دیو تر۱۷ ډوله څخه زیات شراب جوړول، چې ورو وروبیادشرابوخوړل په هره خوښۍ کی دوداورواچ شول.
په لرغونی بابل کی دشرابواستعمال په (۲۷۰۰) ترمیلاده مخکی وو، په لرغونی یونان کی (۲۰۰۰) ترمیلاده مخکی وو، په ایران چې کومې دشرابومرتبانې پیداشوی دي دهغوموده (۵۰۰-۵۴۰۰) ترمیلاده مخکی ښودل شوېده؛په چین کی چې کومې مرتبانې موندل شویدي دهغونېټه (۷۰۰۰) ترمیلاده مخکی اټکل شوېده؛ ځینی بیاپه دې آنددی چې شراب دلومړل ځل لپاره په جورجیاکی (۸۰۰۰) کاله مخکی پیداشوی وه، اوشواهدئې شته چې وروسته بیاپه لرغونه یونان، مصر، بابل اوپه تدریجي سره په ټوله نړۍ کی خپاره شول.
دځینوڅېړنکوپه آندشراب دلومړی ځل لپاره (۸۰۰۰) کاله مخکه په جورجیا کی، (۷۰۰۰) کاله مخکی په ایران کی او(۶۰۰۰) کاله مخکی په ارمنیستان کی جوړشویدي.
 
شراب په يهوديت اوعيسايت کی:
 
دفسح په ورځ هرنراوهره ښځه بایدضرورڅلورپیالې شراب وڅیښی، چې په یهودیت کی دالویه قربانی ده، دوی دخپل سپېڅلی کتاب وروسته داسی وایی:
وخدای ته دی حمدوي، زموږخدای، دمخلوقاتوپاچااوپیداکوونکی دمېوواوشرابو.
په عیسایت کی هم شراب یوځانګړی ځان لري، چې په اوسنی بایبل کی شته، ټول عیسایان (کاتولیکان، پروتستان، انګلکن، میتودستان اوارترودوکس) وشرابوته تقدس لري داځکه
 
چې په بایبل که دروندځای لري لکه:
 
زه به بیاترهغې دانګورواوبه ونه څیښم ترڅوچې دخپل پلارپه بادشاهۍ کی له تاسوسره تازه دانګورواوبه ونه څیښم. (متی ۲۶ باب ۲۹، لوقا: ۲۲ باب :۱۹، مرقوس ۱۴ باب: ۲۲- ۲۶، کورنتیان ۱۱باب: ۲۳- ۲۵)
نوربیا…
په اسلامي پاکه مینه

ستاسوورورعبدالغفارجُبیر

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x