افغانستان

هلمند ولایتي شورا غړی: طالبانو د کجکي ولسوالۍ ټولې سیمې نیولي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، غبرګولي، ۲۷مه، ۱۳۹۴ل): په هلمند کې د ولایتي شورا غړی او د کجکي ولسوالۍ اوسیدونکی عبد المجید اخندزاده وايي چې طالبانو له بریښنا فابریکې پرته د دغې ولسوالۍ ټولې سیمې نیولي دي.

نوموړي ازادۍ راډیو ته ویلي چې اوس طالبان د کجکۍ ولسوالۍ د اوبو بند د نیولو لپاره په چمتووالي بوخت دي. د کجکي ولسوالۍ د ټولنیزې شورا سرپرست نیک محمد هم تایید کړې چې طالبان د کجکي بند د نیولو پلان لري.

عبد المجید اخندزاده وايي چې اوس یوازې د کجکي د بریښنا فابریکه یا د اوبو بند د دولت په لاس کې دی. نوموړی ویره لري چې که طالبان د کجکي بند ونیسي ښايي په باروتو یې تخریب کړي.

اخندزاده زیاتوي چې امنیتي ځواکونه له خپلو مورچلو تښتیدلي دي او سیمې يې طالبانو ته پریښي دي. د ده په باور، که دولت توجه ونه کړي د کجکي ولسوالۍ د طالبانو لاس ته لویږي.

خو د هلمند والي ویاند عمرځواک د افغان ځواکونو تېښته «تاکتیکي شاتګ» بولي او وايي چې له لاسه وتلې سیمې به ژر بیرته ونیسي.

د هلمند کجکي ولسوالۍ کې د برېښنا بند او فابريکې دې ولسوالۍ ته ستراتیژیک اهمیت ورکړی. دغه بند هلمند او کندهار ولایتونو ته بریښنا ورکوي.

د هلمند امنیه قومندان وړمه ورځ رسنیو ته ویلي وه چې په دې ولایت کې د ملي اردو یو ټانګ د پولیسو د مرستې لپاره د سل زره کلدارو په بدل کې ورځي، د نوموړي په وینا، بې له پیسو د اردو عسکر د پولیسو مرسته نه کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
جابر نعماني

دا يې په اصطلاح جوړنګان شکولي چي طالبان به د کجکي بند په باروتو والوزوي، طالبان خو ملي شتمنۍ څاري، او ساتنه يې کوي، غله خو پولیس دي، او اردو دي، د نړی لومړی مفسد حکومت د طالبانو نه دی، اجیرانو دي.

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x