نظــر

یو اړین سپیناوی- ظریف افغان

په هېواد کې د وروستۍ غمیزې له پیل سره مې هڅه دا ده، چې رسنۍ په منظم ډول وڅارم. د حالاتو څرخ داسې لوري ته په خوځښت دی، چې لوستي څه چې نالوستي هم رسنۍ په بشپړ دقت سره تعقیبوي. هر مسلمان او وطنپال افغان اوسني ځورونکي حالات تعقیبوي او خپل لوری جوتوي.

خو زه د پېښو پر څارنې سربېره څو پاڼې هم توورم او خپلې انګېرنې او شننې د هېوادوالو قضاوت ته وړاندې کوم. د هر بل لیکوال په څېر ما ته هم چې څه حق برېښي هغه لیکم. د هر لوري چې مثبت اقدام وینم، ستایم یې او د غزېدا هیله یې کوم. د چا په دریځ کې چې د اسلام او وطن زیان وینم، د خپل خوار قلم د څوکې پر مټ یې تیاره او ناجوت لوري تر خپله وسه هېوادوالو ته څرګندوم.

د هرې بلې شننې په څېر زما تحلیلونه هم ګڼ موافقین او بې له شکه مخالفین لري. دلته د سپیناوي اړتیا احساسېږي، چې مخالفینو ته نه ښايي چې د لیکوال د شننې سره د مخالفت له کبله پر لیکوال تورونه پورې کړي او کومې ځانګړې ډلې پورې یې تړلی وګڼي.

په سیاسي او ټولنیزو لیکنو کې طبیعي ده، چې د یو چا سپکه او د بل درنه څرګندېږي. د هغوی چې سپکه یې بیان شوې ده، نه ښايي چې د لیکوال قضاوت ځان سره شخصي بغض او عداوت وګڼي. چې رالنډه یې کړم، ځینو دوستانو چې زما پر یو شمېر لیکنو نقدونه لیکلي وو، زما له نامه سره یې د «طالب لیکوال» وروستاړی هم ورزیات کړی و. په څرګندو ټکو یې وایم، نه د طالبانو د حکومت پر مهال ورسره وم او نه اوس ورسره اورګانیګ ارتباط لرم. که له طالبانو سره مې په لیکنو کې خواخوږي څرګنده کړې وي او تاسې یوازې د خواخوږۍ لپاره ما د هغوی له ډلې ګڼئ، دا خو به له عقل، منطق او انصاف سره ډېر واټن ولري. هو، که څوک په اوسنیو تاوجنو شرایطو کې حقیقت وايي، د هېواد آزادۍ لپاره مبارزه کوي، د هېوادوالو پر غمونو د ویر اوښکې تویوي؛ هغه طالب ګڼئ، بیا نو د دغه ډول طالبانو د شمېر کمی نه شته، هر حقپال او منصف بیا طالب دی او د دغه ډول «طالب» لیکولانو ډله کې بیا زه هم راځم.

ډېر درنښت

ظریف افغان

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x