د روژي د مبارکې میاشتې د هرکلي په پلمه !

دا دی یوځل بیا پر اسلامي امت د الله تعالی د رحمتونو ، مغفرتونو او برکتونو مبارکه میاشت را ورسیده.

سږکال بیا دا مبارکه میاشت په مسلمانانو باندې په داسې حال کې راځي چې هغوی د نړۍ په ګوټ ګوټ کې له سختو کړاوونو سره مخ دي.

زمونږ په هیواد کې چې له تیرو ۱۴ کلونو راهیسي د اشغالګرو د اشغال په اورکې سوځي تر بل هروخت اوس د جګړو زور شدت موندلی ، هره ورځ د هیواد له ګوټ ګوټ نه د جګړو او نښتو خبرونه ورکول کیږي ، چې له امله یې په سلګونو افغانان مړه او ژوبل کیږي.

هره ورځ د هیواد د کونډو او یتیمانو شمیره دوچنده او دهیواد پاتې ابادۍ مو په کنډوالو بدلیږي …

دا چې د رمضان المبارک له رارسیدو سره په هیواد کې د جګړې د ښکیلو لوریو لخوا دجګړې د شدت ترڅنګ د سولې خبرو هم زور اخیستی کاشکي هغوی د خبرو په ځای د هیواد په داخل کې په یوه عملي هڅه هم لاس پوري کړی وای ؛ ځکه افغانان تر سلو دیپلوماتیکو غونډو او تشریفاتي کانفرانسونو د هیواد په داخل کې یوه عملي هڅه مفیده ګڼي .

عملي هڅه دا چې ګډ حکومت له خپلو زندانونو څخه ټول هغه سیاسي بندیان چې له طالبانو سره د مرستي په الزام له کلونو راهیسي په سختو شرائطو کې ساتل کیږي خلاص کړي او په درناوي سره خپلو کورونو ته لیږلي وای او په هیواد کې یې خپل ټول پوځي عملیات متوقف کړي وای .

دحکومت د دې هڅې بالمقابل طالبانو هم د سولې د عملي ټینګښت لپاره د هغوی په مقابل کې خپلې دفاعي حملې درولې او په نتیجه کې د یوې دائمي او واقعې سولې ټینګښت ته زمینه سازي كړې وای .

په دې صورت کې به افغان ولس په عملي ډول د ښکیلو خواوو د سوله ییز نیت نتیجه لیدلې او پر هغه به یې پوخ باور راغلی وای .

په دې صورت کې به عملا د رمضان المبارک د راتګ درناوی او استقبال شوی وای .

خداي تعالى دې د روژې مبارکې په برکت نور زمونږ له کوره د جګړې سوځوونکې کمبله ټوله کړي.

ای درحمتونو او فضیلتونو میاشتې خدای دي په خیر راوله !

د ټول اسلامي امت ترڅنګ دی مسلمان افغانان هم راتلو ته هوسیږي ، هغوی هم غواړي ستا برکتمنې شیبې په صیام او قیام استقبال کړي.

که څه هم چې د هغوی هر روژه ماتی د مظلومیت او محرومیت له اوښکو سره وي او پشلمی یې د بمونو او توپونو په درزا سره .

اللهم اجرنا من النار …

مرحبا یا شهر رمضان !

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
غوربندي
میلمه
غوربندي

په زړه پورې سرمقاله وه

په سرلیک کې د پلمې له استعال سره موافقت نلرم دا کار د ایرانیانو له تقلید پرته بل څه نه دي، د مناسبت معنی کله هم پلمه/بهانه نه ده.

که مناسبت کارول ګناه یي نو پښتون و متصوف و عالم شاعر عبدالرحمن بابا رحمه الله خو زښت ډیر عربي و فارسي لغات په خپلو اشعارو کې کارولي دي