gulan sra

د مسلمانو ښځو میړانه

لیکوال: م.ش کاموی

څه وخت مخکی مې د زین الله وحدان رحمه الله تعالی کتاب چی “نړیوال اتل خالد بن ولد – رضي الله عنه – ” نومیږی مطالعه کاوه، کله چی دې پیښې ته راورسیدم او مطالعه می کړه، نو ژور فکر کی ولویدم هغه دا چی حقیقتا د اسلام اسیری پیغلی د یو کافر څخه دومره نفرت کوی چی د خپل شپنی په صفت یی هم نه قبلوی پداسی حال کی چی هغه کافر به د ډیری شتمنۍ خاوند وی!!! خو که چیرته پدی عصر کی هغه پیغلو ته ځیر شو چی قوم یی پری فخر کوی اویاړی دخپل ځان ساتنی او حفاظت لپاره د کافر غیږی ته ځان غورزوي او په کافر ځان ساتی چی بیلګی یی په ننیو رسنیو کی وینۍ. نو داسلامی همدردۍ په اساس ما اړینه وګڼله چی د دی عاصر پیغلوته یی دبیلګی په توګه وړاندی کړم.

کله چی له محاصری څخه د مسلمانانو دلاس په سر کیدلو پلان طرح او عملی شو، او رومیان دمسلمانانو د لټی پسی راووتل، د دوی د پیادی قوی افسر (پطرس) دمسلمانانو ښځی چی کاروان پسی راونی وی ونیولی او داستریاق دنهر سواحلو ته له ځان سره بوتللی، کله چی مسلمانانو جنګ فتح کړ خبر شول چی ښځی یی کفارو نیولی دی، له دی امله ضرار رضي الله عنه ددوه زره مجاهدینو سره د استریاق دنهر په لور راون شو.

پطروس چی کله د خپلو ملګروسره داستریاق نهر ته رسیږی تصمیم نسی چی نیول شوی ښځی په خپل منځ کی وویشی

خوله رضي الله عنها چی په ټولو کی کی ډیره ښایسته وه پطروس ورته وویل: چی زه د هرقل باوری قومندان یم او زیات مال او شتمنی لرم که چیرته ته ما دخپل میړه په صفت ومنی زما ټولی شتمنی به ستا وی ،خوله ورته په ځواب کی وایی ای لعنتی که زما په وس کی وی پدی لرګی به می ستا سر مات کړی وو.زه دیته هم حاضره نه یم تا د یو شپنۍ په صفت باندی قبول کړم.دا یی وویل او ښځو ته یی مخ راواړولو او امر یی ورته وکړ چی که له تاسی سره وسله نه وی نو د خیمو په لرګو دځان اودین دعزت لپاره پر دښمن حمله وکړئ او ځانونه قربان کړئ زړورو او با غیرته مسلمانو ښځو په پوره جرئت پر دښمن حمله وکړه ،با غیرته مسلمانو ښځو دسترګو په رپ کی یی دری تنه سواره په خاورو او وینو کی ولړل.

د دی وضعی په کتلو پطروس او د هغه ملګرو خپلي توری او نیزی واخستلی او د حملی لپاره یی ودانګل،په همدی وخت کی ضراررضي الله تعالی عنه د اسلام د زمریانو سره د جنګ صحنی ته رارسیږی او د برق په شان په کفارو ورلویږی،پدی حمله کی دهغوی ډیر زیات وګړی ووژل شول څه یی په تیښته کا میاب شول.

ای مسلمانو خویندو! تاسی هم باید دخوله رضی الله عنها اونورو هغه ښځو تاریخ ژوندی کړی کومو چی د اسلام او خپل عفت سا تلو لپاره خپل ځان قربانی کړی دی، نه د هندوانو او غربیانو رسم اورواج خپل کړی ځکه چی ته مسلمانه یی په تا بايٍد د مسلمانی ښځی اثر ښکاره شی.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د