امريکا د روانې جګړې ګټه په تاواني يرغل بايلوده

ليک: س سيرت

د لويديځو هېوادونو وحشي واکمن چې دنورو هېوادونو دنيولو او هضم کولو په مشورو سره صلاح شول په خپلوکې يې پدې سره نظرونه يو کړل چې په نړۍ کې داسلامي او يا وروسته پاتې هېوادونو داولسونو د ذهنونو بدلولو دپاره ترهر څه رواني جګړى ته اړتيا ده لومړى بايد په روانې جګړه کې دومره کاميابى ترلاسه کړل شي چې وسلوالى جګړى او يرغل ته زمينه برابره شي پدې مقصد کې لومړى ګام دامريکا وحشيانو پورته کړ په اصل کې د جګړو وحشت او تروريزم ياد ترهګرئ بنياد امريکا دهيرشيما او ناګاساکي په غير انساني وحشي عمل ايښې دى چې ټولى نړۍ ته که امريکا هر څه دبشر دوستۍ په پلمه مرستې وړاندې کړى دجاپانيانو او نړيوالو هغه وحشت دهيريدو نه دى کوم چې ئې دجاپان په اولس کړيدى دغرب دوحشي صفته واکمنو سياسي چال دادى چې لومړى دبې وسه او مظلوم هېواد لپاره خپلى دغرضه مرستې پيل کړي چې پکې يې خپلې استعمارى موخي په بشپړ توګه په نظر کې نيولى او دروانې جګړې په دوام ئې ترسره کوي په روانې جګړه کې رسني چې دخپلو موخو دپاره يې په ډول ډول تبليغاتى مرکزونو لکه تلويزيون ، راډيو ، اخبار ، مجلي او ويډيوى فلمونو څخه کار اخلي غربي هېوادونه چې په سر کې امريکا ده دخپلو شومو موخو دلاس ته راوړلو دپاره دبيلا بيلو رسنيو او تبليغاتو دلارى دمسلمانانو دعقايدو او ذهنونو دبدلولو دپاره د بشري حقوقو ، دښځو دحقوقو ، دځوانانو او تر مزدورانو دحقوقو په نامه تبليغاتى چارى پر مخ بيايي په افغانستان کې امريکا لومړى په تلويزيونى چينلونو راډيو ګانو او چاپى رسنيو چې دکابل ملي نشرات تر سيورى لاندې راوستل په لوړو ډالرى معاشونو يې خپلې رسنئ چې په اصلي معنى دافغانانو لپاره دامريکائى اهدافو تبليغاتي وسلي دى .په اولس کې يې دهر چا ذهنونه دهغوى ليدو او اوريدو ته برابر کړل . تبليغات په لومړى نړيواله جګړه کې دسولې په توګه استعمار ګرانو کارول خو اولس دوسلې دکارولو دمخه د ذهنونو د اړولو غوره وسيله تبليغات دى چې دافغانانو دپاره بي بي سي ، امريکا غږ او په کابل کې دهمدې تبليغاتى موخو لپاره رسنيو ته فنډونه ورکړل خپله روانې جګړه ئې په شومو تبليغاتو دومره کاميابه کړه چې دافغانانو ذهنونه يې خپل خواته جلب کړل ځوانان څه چې دپاخه عمر لرونکي هم دامريکائي روانې جګړې تر اغيز لاندې راغلل چې بالاخره امريکا په افغانستان کې په پيل شوى روانې جګړې کې غوښنه ګټه ترلاسه کړه چې دجګړى د دوام لپاره پوځي يرغل ته زمينه برابره شوه هغه مجاهدينو چې روسانو سره جګړه يې خپل فرض بلل دامريکا يرغل ته يې سرونه ټيټ کړل يو شمير تش په نامه جهادي مشرانو خو دامريکا په يرغل سترګې پټى کړى او ورته يې يرغل ونه وايه چې دروانې جګړې دګټې پايله د يرغل دزمينه برابرول شو روانې جګړې امريکا ته يوه بله ګټه دا هم وکړه چې هغه اسلامي هېوادونو چې پر افغانستان روسيې يرغل ته يې يرغل وايه او په مقابل کې ئې دجهاد فتوا ورکړه دروسيې بريد مرګونى امريکائى پوځى يرغل باندې يې په قرانى اياتونو چې دروسيې يرغل پر مهال ئې افغانانو ته وړاندې کول سترګې پټى او خولې بندې کړى .

دامريکا روانې جګړې نه يوازې دا چې ديو شمير افغانانو ذهنونه يې داسلاميت او افغانيت څخه واړول دجهاد دفتوا ګرو په خولو او ذهنونو ئې هم مهرونه ولګول . امريکا په افغانستان کې دروانې جګړى په دوام ددولت او اولس ترمنځ فاصله ، دعلمي شخصيتونو ترور ، داولس ترمنځ بې باورى ، دکورنيو ترمنځ ډول ډول ذهنى اختلافات ، دقومونو ترمنځ دقوميت پرستى اختلاف او …… چې په افغانانو کې دګوندى اختلافاتو سره سره دامريکا لخوا دروانې پخوانى پيل شوى جګړى دويم پړاو هم ګټه وکړه او افغانان يې يو پر بل ووژل .
امريکا دروانې جګړى ګټه څومره چې وه او دافغانانو ترمنځ ئې ذهنى اختلاف را پيدا کړى ؤ هومره پرى دروسيې غلامانو ( کمونستانو ) په څير د امريکا په ډالرو هم خپل باور دلاسه ورکړ چې دا باور پر افغانستان دامريکا يرغل ؤ دکمونستانو لخوا هم دروسانو يرغل ته يرغل نه وايه کيده او دامريکا ياران هم پدې باور ؤ چې يرغل به ورته نه وايو خو چې امريکا دخپل يرغل نتايج وليدل خپل ډالرى ياران يې هم تش لاس پريښودل چې اوس په ډالرو روږدى غلامان په افغانستان کې وخت نشي تيرولى ډيرو کورنيو دغرب لورى دژوند تيرولو قبله ګرځولې ديوې سرورى په حساب په تيرو شپږو مياشتو کې تر ٤٠٠٠ زيات غرب نظرو کورنيو دافغانستان څخه دتيښې لار غوره کړى چې څه کورنيو ته دمنلو ( تابعيت ) وعده ورکړل شوى او څه يې انتظار باسي .

امريکا چې په روانې جګړه کې ګټه کړى وه پدې نظر وه چې په يرغل کې به هم ګټه وکړى ټول افغانان به ورته تسليم او غربي ديموکراسي به د تهران درضا شاه پهلوى په څير په افغانستان کې داسلام دمقدس دين پر ځاى ، ځاى ومومى خو افغانى مجاهدينو د امريکا يرغل ته دخپلو سرونو په قربانى ځواب ورکړ چې پدې ځواب کې دمجاهدينو حوصلى دوخت دفرعون په مقابل کې ورځ په ورځ پياوړى کيږي هغه ورځ لرى نده چې امريکائى يرغلګر بۀ خپله تښتى او ډالرى ياران به په تش ميدان ټيټى سترګى پريږدى .

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د