نظــر

جمعیت اصلاح او طالبان؛ دوه بریالي اسلامي خوځښتونه

په افغانستان باندې د امریکا په مشرۍ د ناټو ځواکونو له یرغل سره سم، په ټولیز ډول افغان اسلام پال پر دوه برخو ووېشل شول: لومړی د طالبانو په مشرۍ د افغانستان د آزادۍ او اسلامي نظام د قایمېدو لپاره د وسله وال جهاد اعلان وشو. دویم، د جمعیت اصلاح په نامه په کابل کې اسلام ته ژمن مخلص کسان راټول شول، چې د حاکم وضعیت نه په استفاده د هېواد نوی نسل اصلاح، د اسلام پر اصیل فهم پوه او اسلام او افغانستان ته ژمن ټیم منځ ته راوړي. دغه دواړه لوري په خپلو لارو کې بریالي او د پام وړ لاسته راوړنې لري.

بریالي خوځښتونه

د طالب مجاهدینو بریاوې څرګندې دي. هره ورځ د یرغلګرو وژنې، الوزونې او بالاخره تېښتې ته مجبوره کول د طالب مجاهدو شازلمیو د وسپنیزو عزمونو، پولادي ارادو او اسمانڅکو ایمانونو طبیعي نتیجه ده. د طالبانو قربانۍ به د افغانستان د تاریخ ځلانده بابونه تشکیل کړي. د طالبانو اوسنی مقاومت د تېر جهاد په پرتله ډېر سخت او د قوي ایمان غوښتونکی دی. په نړیواله سطحه د تېر جهاد د ملاتړو په کچه د اوسني جهاد دښمنان دي.

جمعیت اصلاح په هېواد کې د مفاسدو او بداخلاقیو پر ضد په پراخې حوصلې او قوي عزم سره مبارزه پیل کړه. په اوسني وخت کې په افغانستان کې د غربي او هندي مشترک فرهنګي یرغل پر وړاندې، په هېواد کې دننه دا د جمعیت اصلاح ځوانان دي، چې د نورو په پرتله په ډېرو کمو او محدودو وسایلو مبارزه کوي او د پام وړ شمېر ځوانان یې په اصیل اسلام روزلي دي. چې غربي اشغال له منځه ولاړ شي، جمعیت اصلاح ښه ظرفیتونه روزلي چې د سباني اسلامي افغانستان په درد وخوړل شي.

د جمعیت اصلاح او طالبانو ترمنځ د اشتراک مهم ټکی دا دی، چې دغه دواړه غورځنګونه د تېر جهاد د رهبرانو د جنایتونو له امله ناراضه شول، خو مایوسه نه شول؛ په لږو وسایلو یې خپل کارونه پیل کړل. دغه دواړه غورځنګونه د تېر جهاد د جهادي تنظیمونو دویم نسل ګڼل کېږي. که مشرانو د جهاد سپېڅلي اهداف هېر کړل، که مشران د خپلو ځانونو او کورنیو په غم کې اسلام او وطن هېر کړل، دویم نسل الله تعالی د اسلام په درد درمن کړ، وسایلو ته یې و نه کتل، د دښمنانو امکانات یې هېڅ وګڼل او د اسلام لپاره یې کار پیل کړ.

جمعیت اصلاح او طالبان؛ تقابل که تفاهم؟!

طالبانو او جمعیت اصلاح، دواړو ثابته کړه، چې فعال، ځیرک، مخلص او مسلمان غړي لري. که دوی تکړه ملګري نه لرلی، په خپلو خپلو مجالونو کې به داسې بریالي نه وی. جمعیت اصلاح د سباني افغانستان لپاره یوه شمېر متعهد او کارپوه ځوانان تیار کړي چې بیا افغانستان چا ته د ظرفیتونو په برخه کې پاتې رانه شي، همداسې طالب ځوانان د سباني افغانستان د خپلواکۍ او استقلال لپاره جنګېږي، څو د سباني افغانستان برخلک د ښکېلاکګرو پر ځای د دې هېواد د مخلصو بچیانو په واسطه ولیکل شي.

کله چې دوه خوځښتونه د یوه مقدس هدف لپاره په بېلو بېلو مجالونو کې مبارزه کوي، ولې د تقابل سوال مطرح شي؟! اصلاً د تقابل امکان نه شته! بیا په داسې حساسو شېبو کې دغه خوځښتونه هر یو په کار او فعالیت بوخت دی، دې ته اوزګار نه دي چې خدای مه کړه له یو بل سره تقابل وکړي.

په رسمي مطبوعاتو کې دوی هېڅ کله پر یوه او بل نیوکې نه دي کړي. زه چې کله کله فیسبوک ته سره ورښکاره کړم، د ځینو تبصرې وینم چې پر جمعیت اصلاح یې نیوکې کړي وي. اول دا چې دغه کسان د طالبانو په ډله کې نه دي، هسې غواړي اوبه خړې کړي. دویم که وي ناپوه ځوانان دي، چې د اسلامي مبارزې په باره کې مطالعه نه لري. که ځینې پر جمعیت اصلاح نیوکې کوي چې جهاد نه کوي، آیا دا ممکنه ده چې هم په افغانستان کې دعوتي کار وکړي او هم وسله وال جهاد؟! یا که څوک پر طالبانو نیوکه کوي چې ولې د روزنې په مجال کې پیکه دي. زه وایم، جمعیت اصلاح او طالبان د یوه بدن دوه مټې دي چې هر لاس خپل کار کوي. که دواړه په خپل کار کې توازن خراب کړي، خدای مه کړه بیا به مو د یوې لسیزې هیلې له خاورو سره خاورې شي.

هغه خلک (اسلام ته متعهد خلک، له نورو ګیله نه لرو) چې په دې حساس وخت کې (آګاهانه یا نا آګاهانه) پر طالبانو یا جمعیت اصلاح نیوکه کوي، له اسلام سره خیانت کوي. عجیبه دا ده کله نا کله خو داسې ځوانان هم ولیدل شي چې نیوکې کوي خو هغوی په ډېرو عادي عبادتونو کې پاتې وي؛ دعوت او جهاد خو لا پرېږده.

جمعیت اصلاح به چا پورې وتړئ؟!

د فیسبوک د اجتماعي شبکې نه په استفاده ډېرې نا آشنا خبرې لولم. څه موده مخکې مې ولوستل، چې چا جمعیت اصلاح پر دې تورنه کړې وه، چې جمعیت (رباني) پورې تړلې ده. دې کس لیکلي و، چې اصلاح د جمعیت پر رهبر غمرازي څرګنده کړې ده. اګر چه د جمعیت اصلاح په پیغام کې داسې څه نه و چې غمرازي یې وبولو. بله ورځ مې کتل چا لیکلي و، جمعیت اصلاح د حزب (حکمتیار) ډله ده، دې کې ټول حزبیان راټول شوي دي!!

یو ځل په فیسبوک کې چا نیوکه کړې وه، چې د اصلاح په سایټ کې پښتو مطالب ولې کم دي؟؟ چا ورته ویلي و، چې تاسو یې ورته ولیکئ هغوی به یې هرومرو خپاره کړي. پوښتنه یې کړې وه، څومره پیسې راکوئ؟؟(!) جالبه دا ده، چې په دې ورځو کې بیا چا جمعیت اصلاح په دې تورنه کړې وه، چې دا د پښتنو ټولنه ده، د تاجکانو او هزاره ګانو ضد ده!!!

دغه ډول نیوکې اکثراً له هغو ادرسونو واردېږي چې حقیقت لیدونکې سترګې نه لري. هغوی چې نه د وسله وال جهاد شجاعت لري او نه د دعوت زغم، تل پر هر لوري نیوکې کوي. هغوی چې د اسلام لپاره په خپلو زړونو کې درد لري، ترې هیله کوم چې په هر لورې کې چې یاست اسلام ته ژمن اوسئ په همغه مجال کې اسلام ته خدمت وکړئ او له بې ځایه نیوکو تېر شئ. ګیلې، ګوزارې، تا ویلي، ما ویلي … په یوه کور کې د دوو وروڼو ترمنځ هم راځي، خو پردي څوک پر ځان نه خبروي. که طالبان د جمعیت اصلاح د وروڼو له کوم کاره ګیله ولري د عامې نیوکې پرځای (چې تر اوسه یې عامه نیوکه نه ده کړې، الله دې همداسې لري) دې د هغوی اړوند سایټ ته یو لیک واستوي، همداسې د جمعیت اصلاح وروڼه هم. د هر لوري نیوکه باید تعمیري وي نه تخریبي. د دوی د ځینو ځوانو او خامو پلویانو له لوري چې پر یو او بل تور پورې کېږي باید اصلاح شي. کنه له همدغو نقدونو دښمنان اعظمي استفاده کوي. هغه لوری چې هم د تېر جهاد پر مهال او هم اوس د اختلاف سرچینه و، نن یې ټول انزوا او ګوښه توب ویني. باید د جمعیت اصلاح دعات او د طالبانو اتل مجاهدین له ناکامو حزبونو عبرت واخلي او د نیوکو پر ځای یو بل ته نېک نظر ولري او د رد پر ځای د یو بل تاییدوکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x