د روژې مبارکه میاشت

د رحمت، مغفرت او له اوره د خلاصون میاشت

لیکوال: احمد الله عاطفی

د کونینو سردار سیدنا حضرت محمد صلی الله علیه وسلم ګرامی ارشاد دی: دروژی اوله لسیزه رحمت، دویمه مغفرت او دریمه لسیزه يې له اوره خلاصون دی!

ورونو او خویندو! الله سبحانه وتعالی مونږ ته دا میاشت په خپل رحمت او کرم راکړې ده، مونږ باید له دی رحمت او کرم نه ګټه پورته کړو  داسی رحمت او پير زوینه چې دپای حد او دوزن اندازه نه لري! هغه به څرنګه مسلمان وي چې ددي مبارکي میاشتی په لیدو  او میندو دالله ه جل جلا له درحمت ، مغفرت او  له اوره خلاصون  تر لاسه نکړې، حال داچې په لږ همت او نیت دومره ستره لاس ته راوړنه !!

ورونو او خویندو ! کولای شو ددی میاشتی ټولي لاس ته راوړنی په هغه صورت کې  په اسانه توګه تر لاسه کړو چې دفرضي عباداتو په تر سره کولو کې ځان مکلف وګڼو او د ورځني اموراتو تر څنګ لاندی ازکارهم په کثرت سره خپل دژبی ذکر وګرزوو، په لاره ،ولاړه ، ناسته او حتی دکار په ساحه کې چې کله دخبرو احساس او ضرورت نه وي لاندی اذکار او دعا ګانئ ولولوو  !

دروژې دمبارکي میاشتی اوله لسیزه درحمت دی، ددې لسیزی دعا:  َربِّ اغْفِرْ  وَارْحَمْ وانت خیْرُ الراحمین.

ژباړه: ای ربه(جل جلا له)!  بخښنه او رحم وکړه، په رښتیا چې  ته (جل جلا له )دغوره رحم کونکو څخه، غوره رحم کونکی يې!!

دویمه لسیزه مغفرت ،ددویمی لسیزې ذکر او دعا:

استغفر الله العظیم من کل ذنب واتوب الیه.

ژباړه: بخښنه غواړم له ستر الله(جل جلاله ) نه دخپلو ټولو ګناهونو او دهغه لورته ګرځم(توبه کوم).

ددریمه لسیزه  داورنه خلاصون، دوروستی لسیزی  ذکر او دعا:

الهم انک  عفوٌ کریمٌ تحب العفوَ فاعفُ عَنَّیْ.

ژباړه : اي الله (جل جلاله)!ته کریم بخښونکی يې،بخښنه دخوښه دی ! مونږ ته بخښنه وکړه!.

رسول الله صلی الله علیه وسلم مبارک ارشاد دی: ددی مبارکی میاشتی هر نفل دفرضو برابر او هر فرضی عمل ۷۰ برابره ثواب او اجرونه لری!

الله سبحانه وتعالی پخپل رحم اوکرم دا میاشت  مومنانو لپاره رحمت، مغفرت او له اوره دخلاصون  ګرځولی ده او هم يې په رحم او کرم  په دی مبارکه میاشت کې یوه شپي ته داسی مقام او اعتبار کړی  چي عبادت يې د ۱۰۰۰ میاشتو نه غوره دی !!  دیو سالم انسان  عمر چې په اټکل سره اوږد هم شي له زرو میاشتو يې روغتیايې اړخ په هغه  قوت نه پاته کیږی چې ټوله شپه قیام  او دورځی روژی اوعبادات ترسره کړي؟مګر دالله جل جلا له په فضل او کرم دیوی شپی  په عبادی هڅه تقریباً د۸۳ کالو او څو میاشتو پر له پسی دعبادت پوره اجر او امتیاز تر لاسه کولای شو !

دقدر مبارکه شپه درمضان په میاشت کې پټه دی، که مونږ هر شپه چي توان مو وشی او په دی امید دالله رضا په خاطر کینو امید دی چې الله سبحانه وتعالی دقدر شپي برکت او فضیلت نه مو برخمن کړي!

یا الله جل جلاله مونږ او زمونږ ټول مړی او راتلونکی نسل له اوره وژغورې. آمین

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x