یوې امریکایۍ خر دځان لپاره د مېړه په توګه غوره کړ!!!

غوښتل مې خپل ایمیل وګورم، یاهو مې را خلاص کړ، ایمیل مې وکتلو، کوم نوی لیک نه و راغلی، بېرته مې بند کړ، په همدې پاڼه کې مې نظر په یو حیرانوونکي سرلیک باندې ولګید، سر لیک په عربي ژبه لیکل شوی و: ( أمريكية تتزوج حمارا بعد قصة حب لمدة عامين ) یوه امریکايۍ له یوه خره سره له دوه کاله مینې وروسته واده کوي!! او دپام وړ لا پسې دا چې دهغه امریکایۍ او دمېړه عکسونه یې هم همدلته دیاهو په پاڼه کې راغلي وو، دامریکايۍ له شکل او بڼې نه داسې ښکاریده چې دپنځوسو کلونو په شاوخوا کې به وي، او مېړه یې بیا یو څه ځوان په نظر راتلو، مېړه یې بانجاني رنګه ترسیری لري،

او یو څه دځنځير ټوټه هم ورسره ښکاري، او امریکایۍ بیا نو تورې جامې اچولې دي، ويښته خو يې هسې هم تور دي، دخندا خبره یې لا پسې دا چې نوموړې امریکایۍ له خپل مېړه سره دوه کاله یارانه کړې وه، له دوه کاله مینې نه وروسته یې تصمیم نیولی و چې خبره رسمي کړي.

    دا چې دامریکایۍ او خره تر منځ به دمېړتوب او ښځيتوب چارې څه رنګه پر مخ ځي، یوه خورا پېچلې او حیرانوونکې مسله ده، خو تر ټولو دغور او پام وړ ځای دا دی چې دا کوم قانون دی چې انسانیت ته په دومره ټيټه او سپکه سترګه ګوري؟ یو سپک او پرېوتي انسان ته اجازه ورکوي چې ټول انساني کرامت تر پښو لاندې کړي، او له یو حیوان سره واده وکوي؟  په رښتیا هم چې هغه دقرآن کریم خبره بالکل سلو په سلو کې سمه او یقیني ده چې دغه کافران لکه چارپایان داسې دي، بلکې له چارپایانو نه هم ډېر لار ورکي او پرېوتي دي.

     دغه تش په نامه دبشر پالنې او بشري حقوقو ټولنې چېرته دي؟ دوی خو شپه او  ورځ لګیا وي دانساني حقوقو دساتنې او ژغورنې ډنډورې وهي، چې دوی دلته ولې پټه خوله دي؟ دوی باید دغه رنګه امریکایان دمحاکمې میز ته راکش کړي، ځکه دوی ټول انسانیت ته سپکاوی کړی، که څه هم چې دا خو دامریکایانو او نورو غربي او اروپايي هېوادونو قانون دی چې یو انسان کولی شي له چارپایانو او ځناورو سره هر رنګه اړيکې وساتي، ځکه ددوی په نظر ددوی او ځناورو تر منځ کوم خاص توپیر نشته، مګر بیا هم دومره خو ضروري ده چې دبشر ساتنې او بشر پالنې ټولنې دغه رنګه غیر انساني او غیر اخلاقي کړنې وغندي.

   له دې مخکې څو څو ځله وخت پر وخت په رسنیو کې راغلي دي چې امریکايانې له پېشو ګانو، بیزوګانو، پړانګانو سره ودونه کوي، دسپیانو خو څه مه وایۍ ځکه هغه خو دوی ته له خپلو پلرونو، میندو، خویندو، وروڼو، زامنو، بلکې مېړونو نه هم ډېر ورلنډ دي، ځينې امریکایانې خو وايي چې دټولې دنیا پر مخ یوازې سپي دي چې ددوی ستره پرې ډکېږي!!!

   اوس نو باید فکر وکړو چې امریکایان او انډیوالان یې دبشر لپاره څه رنګه حقوق غواړي؟ له دیموکراسۍ نه ددوی هدف څه دی؟ دوی چې وايي مونږ دمسلمانانو لپاره دیموکراسي غواړو، هغه دغه رنګه دیموکراسي ښيي!!! مسلمان پرېږده آیا سم او جوړ انسان به دا رنګه حیوانیت ومني!؟

   تاسو باور وکوۍ چې که یو ځل دغه ځناور زمونږ په هېواد کې یو څه په پښو ودرېدل، او یو څه دآرام ساه یې واخیسته نو دغه رنګه دیموکراسي به مونږ ته هم را ډالۍ کوي!! همدغه دباتورو شازلمیو طالبانو او غیرتمن ولس دجهاد برکت دی که نه اوس به نو دلته هم همداسې لوبې روانې وې، که څه هم چې دکابل په هوټلونو او دامریکایانو په بیسونو کې له تصور نه بهر بې شرمۍ روانې دي، خو بیا هم په ښکاره ډېر څه نشته.

   ټول مسلمانان په ځانګړي ډول افغانان باید دخپلو باتورو شازلمیو طالبانو کلک ملاتړ ته ملا وتړي، تر څو دغه دانسانیت او بشریت دښمنان له خپلې پاکې خاورې نه سرکوزي او خړ مخي وشړو، چې هم یې زمونږ ګران ولس او هم یې ټوله نړۍ له شر نه په امن شي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د