ټولنیزه برخه

د “مثالي ښځو” بېلګې – ۵

شپږمه بېلګه:

لیکنه: م.ش.کاموي

هر موقف سره وړ غبرګون، بيا داسې چې د يوچا د ايمان او توبې سبب وګرځي، د الله تعالی له ځانګړو احسانونو څخه دی، او د خپل رحمت له مخې يې چې چاته خوښه شي عطا کوي، لاندېينۍ بېلګه کې هم دا ډول موقف موندلای شی:

يو سړی وايي: خپل کلي کې پر يوې ښځې مين شوم، چېرته به چې تله ورپسې به وم، تل مې څارله، آخر راباندې پوهه شوه، يوځل يې شاته روان ؤم، نو ودرېده او مخ يې راواړاوه؛ راته يې ووې:

آيا څه کار دې راته بند دی؟

ما ورته ووې: هو

هغې ووې: څه؟

ما ورته ووې: ستا مينه غواړم!

هغې راته ووې: دا د قيامت ورځ پرېږده!

سړی وايې: دې خبرې وژړولم، له همغې ګړۍ بيا مې ورونه کتل!

څوک چې يوه ګناه لدې وېرې پرېږدي چې سبا د قيامت په ورځ به د الله تعالی مخې ته درېږم، او هغه به راسره حساب کوي، مکافات او مجازات به هغه راکوي، او بدله به هم جنت يا جهنم وي، نو دې مؤمن ته الله تعالي فرمايي: ” ولمن خاف مقام ربه جنتان”

مينه سره د دې چې څه عوامل به يې د انسان اختيار کې وي، چې د ځينو مهمو شرعي احکامو د اهمال له کبله واقع کيږي، خو زړه کې ځای نيول تر ډېره بريده د انسان له اختياره وتلي دي، اول علاج او اساسي حل يې شريعت واده ښوولی، خو کچېرې ممکن نوي، بيا عفت ډېره سپېڅلې لار ده، نو ځکه پدې اړه عبدالله بن عباس رضي الله عنهما له رسول الله صلیالله عليه وسلم  څخه روايت کوي چې فرمايي: هغه څوک چې عاشق شو، بيا يې عفت غوره کړ، او د عفت حالت کې مړ شو، شهيد دی.

مؤمنه خور دې ځای کې ياد سړي ته ډېر عجيب وعظ کوي، او د حال په ژبه ورته له ايماني نوره ډک زړه څخه عجيب منظر ورښايي: که اوس زه ستا ومنم، او څه چې غواړې هغه وکړو؛ خو ترکومه؟ څومره؟ آخر هم مرګ او جدايي نه راځي؟ نو دېته اختيار ورکوي؛ آیا خوښه دې نده چې د قيامت ورځ، په کومه به چې هر سړی له خپل مور، پلار، مينې او بچيانو تښتي، يوځای شو؟ ځکه هغه پوهېده چې د عفيفو حشر له چا سره، او د کوم سيورې لاندې وي!

دې ځای کې د قيامت يادول يقينا چې د انسان زړه کې رقت پيدا کوي، او هيڅ انسان دهغې د سختيو، تکليفونو او وېرې زغم ته د دې مؤقتي ژوند پر خوند غاړې اېښودلو ته تيار ندی. خپل عفت ساتنې لپاره د رب څخه وېره، او د هغې احتساب او عذاب يادونه د مريم رضي الله عنها له وسلو څخه دي، لکه دا ډول حالت کې مخ کېدو سره په  ” إِنْ كُنْتَ تَقِيّاً ” سره يې خطاب کړی، او دا وسله يې الله تعالی ته ډېره خوښه شوې، چې موږ ته يې خپل کتاب کې ذکر کړې.

دا ډول معكوسه بلنه چې زړه کې لږ ايمان هم وي، ډېر قوي اثرځکه لري، وګورئ له يوې خوا سړی زيار باسي  چې ښځه د شهوت په اور وسيزي او د شيطان پيروۍ ته يې رابلي، بل خوا، ښځه الله وريادوي، او له بدې يايلې يې ډاروي، او دا کلمات لکه د طوفاني سيلۍ يې له زړه څخه شيطاني وساوس، شهواني غوښتنې او تخريبي افکار پورته کوي، اعترافا وايي:

چې دې خبرې ـ يادګېرنې ـ”زه وژړولم”، د ده زړه پاک شو، نجاستونه ترې لرې شول، اوس نو ښې کروندې ته پاکه او زرخېزه ځمکه وګرځېده، او ښه ايماني چينه پکې راوخوټېده، آن تردې اوبه يې تر سترګو وورېده، او د يو ښکلي ايماني سرسبزه باغ زرغونېدو اميدونه راوټکېدل، ځکه اوس آخرت ورياد شو، نور لدې وروسته هغه کوم اميد دی چې دنياوي شهوتونو ته يې تسليم کړي؟! ای مؤمنې خورې! دا ټول ځکه چې د ده شيطاني بلنه ونه منل شوه، نو رحمان ته تسليم شو.

کچېرته يوه فاحشه، په بې پردګۍ، او نجسو بلنو لس سړي ځان پسې اورته راکاږلای شي، د دې مقابل کې يوه مؤمنه د خپل عفت، پردې او سپيڅلتيا پر ساتلو د ډېرو ښځو قدوه او ترهغې د ډېرو سړيو د نجات سبب ګرځېدای شي.

نوی ای مؤمنې! د يو چا نجسه بلنه نه منل، اور يادول، د الله ډار مخې ته درول، خپل شهوت کې ځان سيزل، ډېر تريخ صبر، قوي عزم او ايمان غواړي، نو ځکه خو يې پايلې هم ډېرې په زړه پورې او د ستاينې وړ، او ملګرې يې هم ډېرې لوړې او عظيمي ښځې دې، نو ځکه خو الله تعالی هم دا ډول ښځو ته د مريم مثال بيانوي؛ کومه چې د الله تعالی فرمانبرداره وه چې ستايي يې”وكانت من القانتين”.

د همدې لړۍ نورې برخې:

د مثالي ښځو بېلګې ۱، ۲، ۳، ۴

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x