دیني، سیرت او تاریخ

قرانکریم او نوی ساینس

د ساینس د بنیادي فارمولو  نظريه په قرانکریم کې شته.
دساینس د یوې نویې څیړنې له مخې د ټیپ په پیته یا کیسټ کې هغه مواد کارول شوي کوم چې دانسان په پوست کې وجود لري . پیته هر هغه څه وایي کوم چې پری ثبت شوي او پوست  به هم هر هغه څه وایي چې ثبت کړي یي دي ، دا زموږ عقیده او باور دي چې  د قیامت په ورځ به زموږ دبدن هرعضوه خبري کوي او هر هغه څه به وايي چې کوم کار تري اخیستل کیده او یا کوم کار پری کیده .د قرانکریم په  حم سجده او یاسین سورتونو کې دپورتني تحقیق مطلب پروت دي .
  قرانکریم هغه الهي کلام دي  چې  دازل له ورځې الله جل جلا له په لوح محفوظ کې خوندي کړي او څوارلس سوه کاله مخکې یې په انحضرت محمد صل الله علیه وسلم باندي نازل کړی ،

اوسنی ساینس له قرانکریم سره مکمله رابطه لري او داسي ویلاي شوچې د ساینس بنیادي فرمولي او نظريي په قرانکریم کې ایښودل شوي چې نن یې ساینس دانان له ډیر وڅیړنو او تحقیقاتو وروسته صحیح بولي او د تسلیمي سر ورته  ټیټوي  .
 لهذا نو داسي ویلاي شو چې ننی ساینس دقرانکریم احسان مند دي .
قرانکریم  یو مکمله د ژوند لاره ده چې په هغه کې انسان ته له پیدایښت نه تر مرګه  پوري دژوند په ټولو برخوکې لکه اخلاقیات ،سیاست ،اقتصاد، ریاضیات ، فلکیات،معاشرتي  چارې … لارښوونې  موجودې  او د ژوند یواړخ هم داسی نه دی  پریښول شوی چې رڼا نه وي پري اچول شوي ،لهذا مونږ  په دې ایمان لرو چې قرآن کریم دبشریت  دسالمي رهبري لپاره  دنورو وضعي قوانیو په نسبت ترټولو جامع او کامل  کتاب دي  او په هغه کې دبشریت  ټولو سالمو غوښتنو ته په  پوره علمي او منطقي تو ګه  استدلال شوی .
زمونږ دپورتنۍ ادعا دسپیناوي لپاره موږ وینو چې  هغه څه چې نن یې ساینس پوهان له ډیر تکلیف او زیار  وروسته دپرمختللیو وسائلو په زریعه دعلمي (ساینسي ) تجربو  اوثبوتونو په توګه  وړاندې کوي  هغه قرانکریم ۱۴۰۰ کاله مخکې   په ډیره اساني او حکیمانه ډول تشریح کړي .
راځئ چې دقرآن کریم په مبارکو ایتونو کې دغه علمي اعجاز  په لاندې  تورو کې ولولو:
دذبیحې (حلالې غوښې په حلال والې کې دقرآن کریم  علمي اعجاز:
  دقرآن کریم  دالمائده سورت په  نمبر ایت کې  دمړزګې (هغه څاروی چې بغیر له  حلالولو(ذبح کولو) څخه  وژل شوی وي )په اړه داسې ارشاد شوی  : حُرِّمَتْ عَلَيْكُمْ الْمَيْتَةُ وَالدَّمُ وَلَحْمُ الْخِنزِيرِ …
ترجمه: حرامه کړای شوې په تاسو باندې مړزګه ، وینې،دخنځیرغوښه …
له نویو ساینسي  تجربواو تحقیق څخه وروسته داخبره ثابته  شوې  چې په وینه کې یو زیات اندازه ـ  یورک اسیډـ  (ضررمنې بکتریاوي  اوجراثیم )موجود دي  چې  تیزابي  ماده ده او خطرناک زهري خاصیت لري چې دهغوئ استعمال  دانسان لپاره ډیر ضرر لري اوچې کله هغه  دڅاروي په بدن کې پاتې وي نو مونږ ګورو چې هغه حیوان ډیر ژر وپړسیږي او بد بوي تري ځي .
خو د ذبح کولو په مهال هماغه  ماده  له وینو سره یوځای دحیوان له وجوده خارجیږي  او ذبح کړای شوی حیوان نه پړسیږي او نه هم بدبويي ترې ولاړیږي.
اسلام د حیواناتو د حلالولو لپاره یو خاصه طریقه ښولي چې دتکبیر په ویلو دحیوان شارګ پري کول کیږي او څه رګونه پریښودل کیږي تر څو د دماغ او زړه ترمینځ د څه وخت لپاره رابطه وي  ترڅو ټوله وینه له بدن څخه ووزي او که د دي پر ځاي حیوان د  کومي مریضي یا زخم څخه مړ شي اویا هغه خفه  (زندۍ )کړای شي  نو هغه ته مردار ویل کیږي ځکه هغه ټولې ضررمنې  بکتریاوې اوجراثیم یې  په وینه  اوبدن کې پاتې کیږي  او دهغه په مرګ  سره یې غوښي ته سرایت کوي چې بالآخره يې غوښه ټوله زهرجنه کیږي .
همدارنګه په خنځیر کې تر نورو حیواناتو زیات اندازه یوریک اسیډ زیات وي او د حیواناتو  ګردي یوریک اسیډ له وجود نه خارجوي .دانسان وجود نژدي ۹۰ فیصده یوریک له بدن نه خارجوي خو د خنځیر د وجود عضلاتي جوړښت په دي ډول دي چې هغه یوازی دوه فیصده یوریک اسیډ خارجوي . او پاته برخه  اسیډ ټول د بدن جز ګرځي ، په همدي خاطر د خنځیر دغوښي له خوړلو سره ورو، ورو زهر خپل اثر ښکاره کوي او د ډیر وخت خوړلو سره یې د انسان په دماغ او زړه باندي یو خاص قسم پردي ښکاره کوي د کوم له خاطره چې انسان له انساني خواصو څخه  ډیر لري کیږي .
دکائناتو دتخلیق په اړه  دقرآن کریم  علمي اعجاز
الله تعالی د کائناتو  د پیدا یښت په  اړه داسې  فرمایلي :
أَوَ لَمْ يَرَى الَّذِينَ كَفَرُوا أَنَّ السَّمَاوَاتِ وَالأَرْضَ كَانَتَا رَتْقًا فَفَتَقْنَاهُمَا (الأنبياء) 30
[ایا   نه ویني هغه کسان چې کافران  دي دا چې ځمکه او اسمان سره یوځاي ول  بیا موږ سره بیل بیل  کړل]دا آیات کریم د کائناتو دابتدا په اړه دي ،هغه وخت چې هیڅ هم نه وو،بلکه ټول کائنات او ځمکه او اسمانونه سره یوځاي ول خو  ساینس پوهانو اوس  له سلګونه کالو تحقیق وروسته دا خبره  د نوی ساینس په مټ روښانه کړه.
دکائناتو دوسعت  اوپراخي په اړه دقرآن کریم علمي اعجاز
الله تعالی  دکائناتو دخلقت او دهغوئ دوسعت په اړه فرمايي:
والسماء بنيناها بأيد وإنا لموسعون ” سورة الذاريات الآية 47
(موږ  په خپل قدرت سره اسمان (کائنات) جوړ کړ او موږ هغوئ ته وسعت ورکړ)
که موږ د ساینس هغه بنیادي اصولو ته وګورو چې هرشی به بیرته خپل اصل ته ورګرځي او بیا دا دومره پراخ کائنات چې  په شروع کې داوسني لمر یوازي څو چنده ول  بیرته خپل اصل ته وګرځي نو له دي سره قیامت راتلاي شي چې په دي سره به هر شی خپل اصل ته وګرځي .
د فلکیاتو ماهرینواوس داڅیړنه کړې   چې له فضاء نه پرته نور کائنات د لمر د حجم دیرش چنده دي  مګر دغه حقیقت  ۱۴۰۰ کاله مخکې قرآن کریم  دخپل  علمي اعجاز له مخې  کړی  او په دې اړه یې  دالذاریات سورت په ۴۷ نمبر ایت کې دغه علمي حقیقت ښه روښانه کړی.
تاسو دا اندازه ولګوي چې د یوه  نارینه  او ښځې له یوه وار یوځاي کیدو (مقاربت ) سر چې کوم اندازه  مني خارجیږي په هغه کې په لکونو سپرمه وي او په هر یوه کې دبارداره کیدو یا القاح کیدو صلاحیت وي،که چیري دا ټول سپرمونه  بارداره شي  نو په یوه وخت کې به په لکونو اولادونه پیدا کیږي او دا د طبیعت خلاف خبره ده نو دا ثابته شوي چې په لکونو سپرمو کې یوازي یو څو بارداره کیږي او هغه له هریوه یو انسان  پیداکیږي .
که په نړۍ کې پیښیدونکو زلزلو ته وګورو نو  په دنیا کې دقیامت د  ورځې یو تمثیل وړاندکوي کوم چې په ځمکه کې  د هغه ډیري ګرمي مادي دموجودیت له امله مینځ ته راځي کومه چي د ځمکي له سطحي نژدي ۵۰ کیلومتره لاندي پرته ده .
دا زلزلي موږ ته را په زړه کوي چې موږ د هغې سختي ګرمې مادې  په سر ژوند کوو کوم چې د ځمکې  پنځوس کیلومتره  پردو(حجابو) سره بیل کړي یو چې دا پرده د ځمکې دحجم په مقابل کې داسی ده لکه دیوې مڼې برسیره چې نرم پوستکې یا پټ دي .
جارج کیمو په خپل کتاب (بایوکرافي اف ایرت )
کې لیکې :زموږ دابادو ښارو او سیندو لاندي یو قدرتي جهنم (دوزخ) لیدل کیږي ، یاداسي ویلاي شوي چې موږ  دیوي داسي لويي  پټاکې (ډاینامیټ) په سره ولاړ یو چې یوخت   چاودیدلاي شي او له چاودلو سره  یې ټول ځمکني نظام له مینځه تلاي  شي.
له دي نه موږ ته پر ځمکه کې د دوزخ ثبوت په لاس راځي  .
له پورتنیو  حقیقتونو موږ ته دقیامت داولې  برخې ثبوت په لاس راځي او دوهمي برخي چې دوباره ژوند دي  او دا ډیره پیچلي مسله ده  لیکن الله جل جلا له په قرانکریم کې په کراتو ویلي چې هر انسان به له مرګه وروسته دوباره ژوندي کیږي او حساب کتاب به ورسره کیږي او د دي لپاره له هر انسان سره کرام الکاتبین ملائکې دي چې دهرانسان نیک او بد اعمال لیکي  او هغه به هر انسان ته دقیامت په ورځ  مخته ایښول کیږي او هر انسان به یې په لیدوسره بي  اختیاره ناري کړي چې دا څنګه کتاب دي چې هیڅ یې هم نه دي پریشي هغه که واړه دي او که ِغټ هرڅه یې لیکلي .
داخرت  دا برخه هم له قیاسه لري نه ده بلکه ساینس وايي چې زموږ د ټولو اعمالو هغه که په تیاره کې ترسره کږي که په رڼا کې ،هغه که يه یوازي والي کې ترسه کیږي که دخلګو په منځ کې دهغو ټولو دعکس په ډول په  فضاء کې موجود دي او هر وخت ممکن ده چې داټول شیان سره یوځاي او دهرانسان دژوند دکارنامو کتاب تري جوړ کړاي شي.
لنډه دا چې کله د یوه انسان پټ راپورونه تیاريږي نو دهغه په خلاف خو به یو وخت نه یو وخت  دحساب کتاب اقدام ترسره  کیږي چې   دانسان  دښواو بدو اعمالو دمجازات اومکافات لپاره دغې ورځې ته  په شرعي لحاظ یوم الحساب یا یوم القیامه  (دحساب اویادقیامت ورځ ) ویل کیږي .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x