د روژې فتوحات – سریزه

لیکوال: نبراس الحق عزیز

سریزه:

په اسلامي تاریخ کې ګڼې هغې غزاګانې چې د روژې په مبارکه میاشت کې واقع شوي د مسلمانانو په فتحې، بري، سوبې او کامیابۍ تمامې شوي دي. د بدر غزا، د مکې فتح، د صلاح الدین ایوبي په لاس د بیت المقدس فتح، له تاتاریانو سره د عین جالوت جګړه، د محمد الفاتح په لاس د قسطنطینې فتح، د طارق بن زیاد په لاس د اندلس فتح، او داسې نورې ګڼې پيښې په اسلامي تاریخ کې شته چې د روژې په میاشت کې رامینځته شوي او د مسلمانانو لپاره یې فتح او غلبه له ځان سره راوړې.

د روژې او فتوحاتو اړیکه له دې څخه ښه معلومیږي چې روژه له نفس سره جهاد دی، کله چې یو مسلمان له نفس سره په جهاد کې کامیاب شي، له بل هر دښمن سره په جهاد کې یې غلبه حتمي او خامخا په برخه ده.

روژه مسلمان ته د جهاد فریضه وریادوي، د اسلام تاریخ په روژه کې د جهادونو ګواه دی، هماغه کتاب چې مونږ ته د (کتب علیکم الصیام) امر کوي، په عین اسلوب مونږ ته د (کتب علیکم القتال) امر هم کوي.

پخوا به د روژې په راتګ سره له اسلامي نړۍ څخه د کفر، ظلم او فساد ټغر ورټولیده، د فتحو لړۍ به غځېده، خو نن په اسلامي هیوادونو د کفارو د پوځي یرغل او استعمار تر څنګ د فکري جګړې او انحراف باد راوالوزي.

نن روژې په داسې حال کې په مونږ راځي چې جهاد د تروریزم په نامه یادیږي، هغه جهاد چې یو وخت د دین ساتونکی بلل کیده نن له دین څخه ایستل کیږي، هغه جهاد چې یو وخت به د نړۍ د مستضعفو مسلمانانو د امید یوازینۍ مرجع وه نن سخت دریځي ګڼل کیږي، هغه جهاد چې یو وخت د مسلمانانو د وینې تویېدنې په وړاندې د سپر په توګه پیژندل کیده نن د وینو تویېدنه بلل کیږي،

په روژه کې د فتوحاتو دا لړۍ په دې هیله پیلوو چې د پخوانیو او اوسنیو روژو توپیر وپیژنو، خپل تاریخ ته وروګرځو، خپل اسلاف راپه یاد کړو، او د پخوانیو فتحو او سوبو په لړ کې د فتحې عوامل ولټوو، له ځان څخه پوښتنه وکړو چې ولې یو وخت روژه د مظلومو مسلمانانو د مرستې لپاره د نړۍ ګوټ ګوټ ته د لشکرکشۍ موسم وه، خو په اوسنیو روژو کې د مسلمانانو هیوادونو پرلپسې د دښمنانو لخوا لاندې کیږي او مسلمان ولسونه په یوه او بله پلمه روغ تر ستوني تیرول کیږي؟! ولې یو وخت د اسلام دښمنان په روژه کې له ډیرې ویرې له خپلو سوړو نه شول راوتلی خو نن آن زمونږ د کور په انګړ کې ګرځي؟!

الله جل جلاله دې د روژې میاشت د اسلامي نړۍ لپاره د بري، سرلوړۍ، غلبې او فتحې میاشت وګرځوي، او یو ځل بیا په مغلوب مسلمان امت باندې د فتحو پیرزوینه وکړي، او د نړۍ په ګوټ ګوټ کې مسلمانانو ته د کفارو له روان پوځي، فکري او کلتوري یرغل څخه نجات ورکړي.

نور بیا…