fbpx

سلف او روژه (۳۰/۱)

لیکوال: حامد افغان

د سلفو پر لاره

(سلف او روژه) د روژې په اړه زما د لیکنو لړۍ ده، دا عنوان مې د روژې د فرضيت په اړه د بقره له دې ایت نه استلهام او استنباط کړی ده: يَاأَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا كُتِبَ عَلَيْكُمُ الصِّيَامُ كَمَا كُتِبَ عَلَى الَّذِينَ مِنْ قَبْلِكُمْ لَعَلَّكُمْ تَتَّقُونَ. البقرة. ای هغو خلکو چې ایمان یې راوړی ده پرتاسو روژې فرض کړل شوې دي، لکه ستاسو نه په مخکي خلکو چې فرض کړل شوې وې، څو تاسو تقوا غوره کړئ. په ایت کې که څه هم له مخکي خلکو تېر امتونه مراد دي خو دا په هغه صورت کې چې خطاب صحابه کرامو ته ده، او څرنګه چې قرانکریم د هر زمان خلک مخاطبوي نو موږ ته د خطاب په صورت کې سلف هم په مخکي خلکو کې راځي.

یو خو د نورو تقلید د انسان په مزاج کې اغږل شوی ده، ځکه هر څوک د نمونې او ایدیال په لټه کې وي، او بل هر سخت کار او دروند مکلفيت په یو چا نوی پیل کیدل ستونزمن او دروند وي او که دا کار په مخکینیو (سلفو) هم لازمي شوی وي بیا وروستیو ته اسانه وي، د بيلګي په توګه په قرانکریم کې د انبیاو د کیسو اوږده لړۍ رسول الله صلی الله علیه وسلم او د هغه په لاره تلونکو داعیانو له پاره بیان شوې ده، د دعوت په لاره کې د هغو کړندود او د ستونزو ګالل د امت د داعیانو له پاره نمونه او ايديال ده.

موږ ته قرانکریم د روژې په اړه واي: كَمَا كُتِبَ عَلَى الَّذِينَ مِنْ قَبْلِكُمْ، لکه ستاسو نه په مخکي خلکو چې فرض کړل شوې وې، روژه په لغت کې له یوه شي ځان بندولو ته وايي، او په شریعت کې د روژې تعریف او موخه داسي ده: له سهاره تر ماشامه له خوراک، څښاک او میرمني نه ځان منعه کول، د الله له پاره، او ځان د تقوا له پاره تیارول، او له حرامو او شهواتو نه ځان منعه کول او اعتیادول.

دا خبره قرانکریم مبهمه او مختصره کړې ده یواځي یې دومره ویلي دي: كَمَا كُتِبَ عَلَى الَّذِينَ مِنْ قَبْلِكُمْ، لکه ستاسو نه په مخکي خلکو چې فرض کړل شوې وې، له دې دا معلومولی شو چې د الله دین یو دی او ملتونه بېل بېل دی، اصول او مرکزي عبادات په څه توپیر او تغیر سره په ټولو ملتونو کې یو ډول راغلي دي، روژه په تیرو ادیانو کې هم رکن او مهم عبادت وه لکه اوس چې د اسلام پنځم رکن ده،

له تاریخ نه ثابته ده چې روژې په ټولو ادیانو کې وې آن په وثنیت او بوتپرستانو کې لا هم روژه وه، مصریانو، یونانیانو او رومیانو ټولو روژې نیولې، هندي بوتپرستان اوس هم روژې نیسي، په موجوده توراة کې که څه هم د روژې د فرضیت څه نشته، خو د روژې او روژتیانو ستاینه په کې شوې ده، او دا هم ثابته ده چ ېموسی علیه السلام څلویښت ورځي روژه نیولې وه نو معلومه شوه چې روژه مهم او اساسي عبادت و، اوس هم یهود د اورشلم د خرابي په یاد کې یوه اونۍ روژه نیسي، او د اب ( آګست) په میاشت کې هم یوه ورځ روژه نیسي، داراز هغوی نوري ورځي هم لري چې روژې په کې نیسي.

د عیسایانو په انجیل کې هم د روژې د فرضیت خبره نشته خو د روژې فصایل یې بیان کړې دي، په انجیل کې د روژې موخه له ریا نه ځان ساتل او په عبادت کې ستونزي ګالل ښوولې ده، هغه روژتي ته امر کوي چې په روژه کې د سرغوړوي او مخ دي مینځي څو په هغه د روژې اثر ښکاره نه شي نو بیا به ریاکار وګرځي، دوی هم معلومي ورځي روژې لري ځیني یې پخوانۍ او نوري یې د کلیساو مشرانو په مختلفو ورځو کې د یادښت په توګه ټاکلې دي،

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د