fbpx

زابل: په ترافيکي پېښه کې شپږ مړه او ۲۳ تنه ټپيان شوي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، غبرګولي، ۲۸مه، ۱۳۹۴ل): د کابل کندهار پر لويه لار د ترافيکي پېښې له امله شپږ تنه مړه شوي او ۲۳ نور ټپيان دي.

د زابل ولايت شاه جوی ولسوالۍ ولسوال وزير جوادي وايي، چې نن سهار اووه بجې د سپارليو ۳۰۳ ډوله موټر د شاه جوی په قيوم کلا سيمه کې د تېز رفتار او بې احتياطۍ له امله د تېلو له يو ټانکر سره ټکر شو.

د جوادي په وينا په دغه پېښه کې د دواړو موټر چلوونکو په ګډون شپږ تنه مړه شوي او ۲۳ نور ټپيان دي.

د شاه جوی امنيتي چارواکي وايي، چې د پېښې قربانيان روغتون ته لېږدول شوي او په ټپيانو کې د ۱۷ تنو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ دی.

د شاه جوی امنيه قوماندان محمدالله رسنيو ته وويل، چې دغه ۳۰۳ ډوله موټر د نهر سراج ترانسپورټي شرکت و، چې له کابله کندهار ته روان و.

ځايي خلک وايي، چې په ټپيانو کې ښځې او ماشومان هم شته او پېښه د موټر چلوونکي د بې احتياطۍ او تېز رفتا له امله رامنځته شوه.

د يادونې وړ ده، چې د هېواد پر لويو لارو د ترافيکي پېښو ستر لامل د موټر چلوونکو نه احتياط او د ترافيکي قوانينو نه مراعاتول ښودل شوي دي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د