fbpx

هلمند: طالبانو د موسی کلا امنیه قومنداني ونیوله

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، غبرګولي ۲۸مه، ۱۳۹۴ل): له څو ورځو محاصرې راهیسې طالبان تېره شپه د موسی کلا والسوالۍ د امنیه قومنداني پر نیولو بريالي شول.

تر دې وړاندې د موسی کلا ولسوال او د هلمند ولایت ولایتي شورا غړو د دې ولسوالي د خطرناک حالت په اړه خبرداری ورکړی و، خو چا يې مرسته نه ده کړې

طالبانو تېره شپه د دې ولسوالۍ پر امنیه قومنداني بريد وکړ، چې تر سهاره يې ولسوالي ګوتو ته کړه او د دې ولسوالي د امنیه قومندان صابر په ګډون يې ۲۴ پولیس او درې کماندويي عسکر ووژل.

طالبانو په خپره کړې اعلاميه کې ويلي چې په دې قومنداني کې «۲ رینجرموټر او ۱ موټرسایکل وسوځول شول او یو ثقیل ، ۳کلاشنکوفونه، یوموټرسایکل اوپه زیاته پیمانه نور مهمات مجاهدینو غنیمت کړل.»

دوی په دې جګړه کې د خپلو دوو ملتګرو د ټپي کېدو او یو بل د وژل کېدو پخلی کړی دی.

د هلمند سیمه ییزو مسوولینو تر اوسه د موسی کلا د امنیه قومنداني د نیولو په اړه څه نه دي ويلي، خو دا يې منلې چې څو ورځې وړاندې طالبانو موسی کلا ولسوالي ته څېرمه د باغران ولسوالي ا منیه قومنداني د دوی له واکه وایسته.

یاده دې وي په هلمند کې د کجکي ولسوالي هم د بد وضعیت خبر ورکړل شوی دی او د هلمند ولایتي شورا ځینو غړو ويلي چې طالبانو د دې ولسوالي ډېره برخه نیولې ده.

په هلمند کې د ولایتي شورا غړی او د کجکي ولسوالۍ اوسیدونکی عبد المجید اخندزاده وايي چې طالبانو له بریښنا فابریکې پرته د دغې ولسوالۍ ټولې سیمې نیولي دي.

له بله اړخه د هلمند امنیتي مسوولین د دې ولایت د امنیتي ځواکونو تر منځ له نه همغږۍ سر ټکوي، څو ورځې وړاندې د هلمند امنیه قومندان رسنیو ته په ډاګه کړه چې په دې ولایت کې د پولیسو مرستې د ملي اردو یو ټانګ په سل زره کلدارې ورځي او بې پیسو اردو د پولیسو مرسته نه کوي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د