ادبي لیکني

بام او ډانګ – لنډه کیسه

د کلا د شېرازې په دروازه کې به چې چړي مسکین ستونی هم وشلاوه نو غږ یې  د کلا د ننه چا نه اورېده تر څو چې یوه مړی ډوډی ورکړي،،، نو چړي به د کلا تر شا د هغه بام سره جوخت رانارې کولې چېرته چې خټینو  زینو د ننه له خوا بام ته لار میندلې وه،،، او همدا بام د کور د وړو زړو د ناستو او ملاستو ځای وو،،،

سپی به هم په کاله کې خلاص وو او د کلا بهربه چې د شناخته یا ناشناخته چا غږ شو،،، نو سپی به سملاسي توګه سخت په ځوږ شو،،،

تر بندې دروازې او بام پورې به یې په بیړه او د بیړنیو حالاتو په اعلام سره ځغاستل او راځغاستل پیل کړل او سخت به غپېده،،،،په تېره بیا چې د ناز بادار به یې په کاله کې موجود وو، سپین ږیری اکایادوم.

ماښام مهال ،،،، د مني د پیل سړې شپې وې،،، سپین ږیري اکا پدې ورځ خپل وفادار سپي ته یوه ټوټه مرداره غوښه راوړې وه،،، سپي هغه نوش جان کړې وه او د دروازې د څټ پرتې تمبې ته پلن پروت او دمه شوی وو،،،، چړي بیا هم د معمول سره سم د کلا له شا څخه راغږ کړ،،، چې طالبانو ته وظیفه راوړی! ،،، دکور وګړو لویو وړو ،، په یوه اواز غږ کړ،،، چې هلی زر شی طالب ته وظیفه وروباسی،، ماړه او دمه سپي هم دخپل عادت له مخې بیړني حالات اعلام او ځغاستې او ځوږ یې پیل کړل،،، د کلا د بندې دروازې په ته-درئ یې غاښونه او منګولې سخت ومښل او د بام په لوري یې منډې کړل،،،، دا کار به سپي هره ورځ کاوه،،، تنکی طالب هم ورسره عادت وو،،، خو په دې ورځ،،، سپي ددې لپاره چې د بادار احسان یې پر ځای کړی وي،،، په داسې کش او پش سره د بام په لوري منډې کړې،،، چې ناخواسته یې د بام له څنډې پښې خطاشوې او لاندې ژور د کلا شا ته ولوېدی،،،، د سپي خور غږ، لوړ ځوږ او بیړني حالات په یوه کوړنج سره د کلا ترشا پخواني ژور منډ کې پټ او بیړني حالات هم د فضا په سکون او بشپړه چوپتیا سره بدل شول،، طالب هم په کراره ورنږدې شو او یو دوه کلک ډانګونه یې په دې سر او د ملا په تیر وواهه او ور زیاته یې کړه چې رذیله غپېدا خو دې پخوا هم کوله خو نه دا چې راپسې لاندې راټوپ کړې !

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x