
د روژه نيوونکي لپاره لس اړينې لارښوونې
نن ټکی اسیا (پنجشنبه، غبرګولي، ۲۸مه، ۱۳۹۴ل): د مصر د غذا او خوړو د څېړنيز مرکز يو استاد دکتور ابراهيم بدوي د روژه نيوونکي لپاره لس مهمې لارښوونې په ګوته کړي، چې ځان پرې پوهول او عمل پرې کول ډېر اړين دي.
اول: روژه نيوونکی بايد ځان د روژه ماتي پر مهال ډېر موړ نه کړي، تر څو يې په معده ډېر بوج را نه شي او لږ وروسته نور سپک خواړه هم وخوړی شي. دې سره د معدې د هاضمې نظام ښه کيږي او په ځانګړې توګه دا عمل هغو کسانو لپاره ډېر مهم دی، چې د هاضمې سسټم يې کمزوری او د معدې دردونه لري.
دوهم: ډېر شخوند وهل انسان ته د مړښت فکر ورکوي او د خوراک تر منځ فاصله بيا د خوړو له افرازاتو ګټه اخيستو کې د معدې مرسته کوي او د معدې له ګڼو ناروغيو انسان ژغورل کيږي.
درېيم: پېشمنی «پسېمی» له ملا اذانه لږ مخکې کول، چې انسان په کې د لوږې او تندې احساس وکړای شي او داسې وخت وي، چې ايله په کې خوراک څښاک وشي.
څلورم: د روژه ماتي او پېشمني تر منځ اوبه او نور مايعات ډېر څښل د خولو جبران کوي او د ورځې بيا سړی له تندې ژغوري.
پنځم: له خوږو جوسونو ځان ساتل د دې لپاره هم مهم دي، چې سړی بيا د ورځې تږی کيږي. ډاکټر بدوي وايي، چې انسان بايد هره ورځ لږ تر لږه دوه درې ليټره اوبه، شيدې او نور مايعات وڅښي.
شپږم: تازه مېوې او سبزي ډېره کارول هم ډېر ګټور دي؛ ځکه چې دغه شيان اوبه، تروشوالی او ويټامينونه لري.
اووم :په دسترخوان او خوړو کې مالګه او مسالې ډېر کم کارول؛ ځکه چې دا شيان د نورو روغتيايي زيانونو تر څنګ سړی تږی کوي.
اتم: له ډېرو غوړو او ګرمو خوارکونو ځان ساتل، تر څو معده او کولمې د خوړو او ګرمۍ له بوجه په امن وي. له کباب، کېک کولچو، پېکوړو او سمبوسو غوندې شيانو بايد ځانونه وژغورو.
نهم: له ګازي مشروباتو بايد ځانونه بيخي وژغورو او يا يې په لږه کچه وکاروو.
لسم: له روژه ماتي وروسته فزيکي حرکت، څلوېښت قدمه وهل او همدا رنګه د تراوو لمونځ. د تراوو لمونځ د ثواب او ديني امر تر څنګ د هاضمې نظام لپاره هم ډېره ګټه کوي.