
عبدالله عبدالله: ولسي جرګه به خپل کار ته دوام ورکوي
نن ټکی اسیا (پنجشنبه، غبرګولي ۲۸مه، ۱۳۹۴ل): وروسته له هغه چې د ګډ حکومت د جمهوري ریاست مشر اشرف غني د ولسي جرګې د کاري مودې د غځېدلو اړوند د ټولپوښتنې امر وکړ، د اجرايوي ریاست مشر وویل چې ولسي جرګه به خپل کار ته دوام ورکوي.
ډاکټر عبدالله عبدالله د اشرف غني پر خلاف د اروپايي ټولنې له ځانګړي استازي سره په خبرو کې هغه ته ډاډ ورکړ، چې ډېر ژر به د دوی حکومت دا اعلان وکړي چې ولسي جرګې د غبرګولي د میاشتې له پای ته رسېدو وروسته هم د کار او فعالیت قانوني مشروعيت لري.
اشرف غني دوه ورځې وړاندې د ولایتونو له والیانو سره په ويډيويي کنفرانس کې ټينګار وکړ چې هر والي باید له ديني علماوو، مدني فعالانو، قومي مخورو او د ټولنې له هر قشر نه پوښتنه وکړي چې د ولسي جرګې د کاري مودې په اړه څه نظر لري.
عبدالله عبدالله بیا د اروپايي ټولنې له ځانګړي استازي فرانز میشل میلبن سره په ملاقات کې وویل چې دوی به ډېر ژر داسې پرېکړه وکړي چې ولسي جرګه د خپلې قانونې مودې له پای ته رسېدو وروسته هم د کار واک ولري.
نوموړي له دې استازي سره د ټاکنیزو کمیسیونونو د اصلاح پر کمیسیون هم خبرې وکړي او ټینګار يې وکړ چې دوی به د خپل توافق لیک پر اساس د دې کمیسیون د ژر فعالیت شاهدان واوسي.
یاده دې وي دا لومړی ځل نه دی چې د اجرايوي ریاست مشر د جمهوري ریاست له مشر سره په ډاګه خپل مخالفت رسنیز کوي، بلکې تر دې وړاندې هم د دواړو ریاستونو د مشرانو تر منځ بشپړ مخالفتونه رامنځته شوي دي، چې په پایله کې يې ډېری وخت ګټونکی عبدالله عبدالله په ګوته شوی دی.