کابل په روژه کې

کابل په روژه کې – سریزه

لیکوال: دادمحمد ناوک

سریزه

دا مې کابل کې دویمه روژه ده، ښار تر کلي ځکه جالب وي چې په وړه ساحه کې سلګونه رقمه خلک وينې، زموږ خوا ته خلک متل کوي چې « څو روپۍ پور کړه، خو زوی په بازار لوی کړه!»؛ په ماشومتوب کې ښار یوازې د کلچو او کيکو د اخلي پخلي او پلور ځای راته ښکارېده، اوس چې د ماشومتوب له بې پروا دورې را وتی یم، ښار د عجایبو ټولګه راته ښکاري.

دا کابل دی؛ په نږدې سل متره کې به داسې څوک ووینې چې له لوږې به يې لاسونه په هوا کې نیولي وي، سرونه يې ځوړولي وي او له خولې يې یواځې د «الله! الله!» چېغې راوځي، څوک چې لومړی ځل ښار ته راشي داسې کړیکو ته يې زړه ټوټې – ټوټې کېږي، خو وروسته لکه زما په څېر دا سوې چېغې د پیسو ګټلو یو چل بولي.

په همدې سل متره کې به ګڼ داسې ځوانان او پېغلې په مخه درشې چې هیڅ به داسې تصور ونه کړي چې دغه نسل دي د هلمند یا پکتیکا له باروتي او جنګنځپلو ماشومانو او ځوانانو سره کومه اړیکه ولري، کابل به درته د هوسايۍ او پرمختګ ښار ښکاره شي، فکر به کوې ټولې خوښۍ دلته راټولې شوې، خو همدا ځوانان به له هغه بله معیوب سره دوه دقیقې مرسته نه کوي چې د سړک په بله غاړه د موټرو په شور ماشور کې دې غاړې ته را تېرېدل غواړي او د خلکو د مرستې په تمه په لرګیو تکیه؛ سترګې اړوې را اړوې.

په روژه کې دا ښار په وچې کلکې ګرمۍ سربېره د سوالګرو، بې وسو، روزګارو، نشه یانو د سویو چيغو شاهد وي، د خیرن، ببر سري، زنګېدلي ځوان لپاره د پیسو د غوښتنې په جملو کې دا هم ورزیاته شي: « بخاطر ماه مبارک رمضان! بیادر ګشنه هستیم، تشنه هستیم…»؛ زه غواړم په دې ښار کې روژه تېره کړم او له دې ښار خپلې خاطرې، ورځنۍ پېښې او په روژه کې د کابل تصور تاسې ته وړاندې کړم.

روژه پر نورو ګڼو ځانګړنو سربېره سړي ته دا موقع هم په لاس ورکوي چې فکر ته خلاص وي، په ورځني ژوند کې زموږ مسافرو د وخت یو څه ډېره برخه د سهار، غرمې او ماښاما په خوراک تیارولو تېرېږي، روژه کې له دې اړخه تر ماښامه بې غمه یو، که خپل فکر منسجم او یوې موضوع ته ځير شو، دغه موضوع پخپل ذهن کې وشاربو او کوچ يې په رسنیو کې تر خپلو لوستونکو ورسوو، هم به ثواب او هم خورما وي.

نو بسم الله!

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx