ویسا له ملي امنيت سره د آی ایس آی لاسلیک شوی سند ترلاسه کړی

له آی ایس آی سره د ملي امنيت له لوري د همکارۍ د سند د لاسلیک اړوند د غويي د مياشتې په وروستیو کې څرګندونې رسنیزې شوې، چې له ګڼو مخالفتونو وروسته د ملی امنیت ریاست د دې سند له لاسلیکه انکار وکړ

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، غبرګولي ۲۸مه، ۱۳۹۴ل): ویسا ورځپاڼې په خپلې نننۍ ګڼه کې داسې سندونه خپاره کړي چې ښيي د افغانستان د ملي امنيت ریاست د پاکستان له استخباراتي ادارې سره لانجمن تفاهم لیک لاسلیک کړی دی.

له آی ایس آی سره د ملي امنيت له لوري د همکارۍ د سند د لاسلیک اړوند د غويي د مياشتې په وروستیو کې څرګندونې رسنیزې شوې، چې له ګڼو مخالفتونو وروسته د ملی امنیت ریاست د دې سند له لاسلیکه انکار وکړ.

د روانې میاشتې – غبرګولې په درېیمه – د ملي امنیت ریاست مشر رحمت الله نبیل د دې سند له لاسلیکېدو وروسته له هغه انکار وکړ چې ولسي جرګې، مشرانو جرګې، پخوانيو لوړپوړو دولتي مسوولینو، مدني فعالانو او عامو افغانانو له پاکستان سره د دا ډول سند لاسلیکول ناسم وګڼل او توند غبرګونونه يې ښکاره کړل.

رحمت الله نبیل وويل چې دوی د دې سند پر تخنيکي برخو کار کوي او په خبره يې تر اوسه له آی ایس آی سره هیڅ سند «نه دی» لاسلیک شوی.

ویسا ورځپاڼې پخپلو شواهدو کې ښودلي چې پر دې اته مادیزه سند باندې د ملي امنيت پخواني مرستیال حسام الدین حسام او پاکستاني استخباراتو مرستیال جنرال احمد محمود حیات لاسلیکونه کړي دي.

د سرچينې په قول په دې سند کې چې دوی يې يوه کاپي ترلاسه کړې ده ويل شوي، چې «د ګډې همكارۍ، چې ګډه روزنه او د مسلكي او كاري تجربو شريكول، له خطر سره ګډه مبارزه، چې خطر بيا ترهګر، افراطي ډلې، وسله وال مخالف ګروپونه، بېلتون غوښتونكي او مجرمين پكې راځي» پر وړاندې له یو بل سره د همکارۍ او ګډې مبارزې ژمنې شوې دي.

ویسا ورځپاڼه وړاندې زياتوي چې دوی ته د دې سند په رسېدلې کاپي کې پر دې هم د دواړو لوریو له خوا تفاهم شوی چې «چې دوى به د كرښې دواړو لوريو ته په ګډه د مخالفو لوريو پر خلاف عمليات كوي.» ځینو سرچینو هغه مهال څرګنده کړه چې د غني حکومت له پاکستاني لوري سره د ډیورند کرښې د منلو ژمنه هم کړې ده.

د ګډ حکومت مشر اشرف غني د غبرګولي په نولسمه په کندهار کې غونډې ته وویل چې د ملي امنیت ریاست له لوري له آی ایس آي سره تفاهم لیک نه دی لاسلیک شوی

څو ورځې وړاندې هم همدې سرچېني په ننګرهار کې د پاکستاني پوځیانو له لوري د طالبانو پر ضد د عملیاتو خبر ورکړی او ويې ويل چې د داعش تر نامه لاندې پاکستاني پوځیان له طالبانو سره په جګړه بوخت دي.

ویسا لیکي: «له سیمې څخه ترلاسه شوي معلومات ښيي چې د هغو عملیاتو په اوږدو کې چې پاکستانیو ځواکونو د ډیورند لیکې دې غاړې ته د نازیانو په ولسوالۍ کې ترسره کړل، اوس د ننګرهار په ځینو ولسوالیو کې د اورکزیو ایجنسۍ ملېشې د داعش په نامه په جګړه بوختې دي».

د ورځپاڼې په قول، کله چې د پاکستان آی ایس آی د افغانستان له ملي امنیت سره تفاهملیک لاسلیک کړ، پاکستان له طالبانو غوښتي وو چې د ډیورنډ کرښه د رسمي پولې په توګه ومني خو طالبانو دا غوښتنه نه ده منلې.

یاده دې وي د ګډ حکومت مشر اشرف غني د غبرګولي په نولسمه په کندهار کې غونډې ته وویل چې د ملي امنیت ریاست له لوري له آی ایس آي سره تفاهم لیک نه دی لاسلیک شوی.

اشرف غني وویل چې د دې مسئلې اړوند د خلکو حساسيت ته په کتو نوموړي د ملي امنيت ریاست مسوولینو ته امر کړی چې په دې تفاهم لیک کې د خلکو مشورې او له سلا مشورو وروسته يې په اړه اقدام وکړي.

ویسا ورځپاڼه بیا وايي چې «د پاكستان د بهرنيو چارو وزارت او د دغه هېواد د پوځ يوه مقام د امريكا غږ له اردو څانګې سره په مركه كې دا ادعا وكړه، چې د دواړو هېوادونو د استخباراتي ادارو ترمنځ امنيتي تفاهم ليك لاسليك شوى دى. ويسا د پاكستاني چارواكيو له دې ادعا وروسته د دغه تفاهم ليك محتوا خپرولو ته اقدام وكړ.»

تر اوسه د ملي امنیت ریاست او ولسمشرۍ ماڼۍ د دې خپاره شويو شواهدو د رد او یا تایید اړوند څه نه دي ويلي.