سائکولوژیکي جګړۍ —Psychological Wars

یو دروغ چې دری ځل وویل شي نو ریښتیا شي – جوسیف ګوئبل

سائکولوژیکي جګړه د یو فکر د خاوندانو یا د یوی مفکورې په مخالف فکر یا د مفکورو په خاوندانو باندی یو ایډیولاژیکي د تاثیر یو پراخ سیستم وي چې زیاتره د ټولنیزو روحیاتو د ساحې څخه د وګړو په اذاهانو باندی کیږي.

سائکولوژیکي جګړو ته سیاسي جګړه، پروپاګند، او د زړونو او دماغو جګړۍ هم وايي.

امریکایان سائکولوژیکي جګړۍ په لاندی ډول تعریفوي :

“The planned use of propaganda and other psychological actions having the primary purpose of influencing the opinions, emotions, attitudes, and behavior of hostile foreign groups in such a way as to support the achievement of national objectives.”
 ژباړه : د پروپاګند او د سائکولوژیکي تبلیغاتو استعمال نه یوازې د دی موخې لپاره ترڅو د مخالف نظر،
احساسات، او رویې متاثرې کړي بلکه په بل پلوه خپلې ملي ګټې هم حاصلې کړي.

په نورو  خپل تاثیر او ناپاکې او ناوړه اغیزې خپرولو لپاره دغه لاندی عملونه ترسره کیږي، لکه :

آوازې، پروپاګند،غلط اطلاعات، ګواښونه او مختلف ډول نا انساني تهدیدونه او ……

دغه خلګ او د مفکورو خاوندان دغه جګړۍ د دې لپاره پلي کوي ترڅو د نورو قوت، خود اعتمادي (په خپلو وړتیاو پوره باور) اقدامات، او د نورو مخالفو قوتونو زور او روحیه ورماته او کمه کړي. لکه څرنګه چې انګلیسیانو د خپل استعمار په وخت په دریمه نړۍ کې استعمال کړه، هغوي به خپل افسران په دی باندی ټرین کاوه چې مقامي خلګو ته تل دا وښايي چې هغوي پر هر څه ښه پوهیږي، هغوي په ځان اعتبار او په خپلو وړتیاو ډاډمن، او هغوي ډیر زړه ور او د خوف او ډار څخه ډیر لیری خلګ دي.

د دغو سائکولوژیکي جګړو لوبغاړي دغه جګړۍ د یوی سیمې د دودونو، د سیاسي مخالفو ډلو او د سیاسي نظامونو په خلاف د نوری متضادی ډلی، د سیاسي نظامونو په مټ او د هغوي د کامیابې د لور په حیث نه یوازې راپورته کوي بلکه د بل پلوه مخالفې ډلۍ ناکاره او د کار څخه لویدلي ښايي.

د سائکولوژیکي جګړو د لوبولو مرحلې:
دغه جګړۍ په دریو مرحلو کې ترسره کیږي:

په لومړۍ مرحله کې د دغو جګړو سرتیري د نویو مفکورو، سیاسي نظامونو، او د مخالفینو په مخالفت کې نوی مفکوری، سیاسي نظامونه او ډلۍ رامنځته کوي او په داسې کولو هغوي د هغه ځای د خلګو نه یوازې یووالې ختموي بلکه له دغه ځای څخه هغوي په دویمه مرحله کې د مخالفو مفکورو خاوندانو، سیاسي نظامونو او ګوندونه د خپلو ناوړو تبلیغاتو د اثر لاندی راولي.

په دویمه مرحله کې دغه مخالفین د هغه ځای د دودونو، سیاسي نظامونو او ګوندونو خلاف خپل ناوړه تبلیغات پیلوي چې په داسې کولو هغوي نه یوازې د نورو نړیوالو نظر د خپل په پلوۍ بدلوي بلکه خپل خلګ هم په خپلو صفونو پسې کلک او د خپلې مفکوری، نظام لپاره یې حمایه نوره هم زیاتوي!

په دریمه مرحله کې دغه خلګ په مقامي سطحه باندی د غربي یا نویو مفکورو زرغونول پيلوي؛ خلګو ته د نویو نظریو او مفکورو اهمیت وړاندی کوي لکه اوس چې مونږ ته د ډیموکراسۍ، د جنیوا او انساني حقوقو تړونونو، د نسواني خوځښت، لبرالیزم او د سیکولاریزم درس راکول کیږي.

د سائکولوژیکي جګړۍ وسلیپه دغو جګړو کې مختلفې اسلې او وسایل کارول کیږي ترڅو مخالف او مخالف د اقدارو او روایاتو ټولنې یا ګروپونه لاندی او ناکام کړي، په لنډه توګه د دغې جګړۍ وسلې لاندی دي:

۱- راډیو:
د آواز نړۍراډیو په سائکولوژیکي جګړو کې د تاریخ په پاڼو او اوس هم ډیره ستره ونډه لوبولې ده او لوبوي هم ځکه د راډیو په اطلاعاتو، خبرونو، مرکو هر یو پوه، ناپوه، جاهل او انپړ هم پوهیدای شي. د راډیو په مټ نه یوازې د دې جګړۍ جنګیالي معلومات او اطلاعات خپرولي شي بلکه په هغه ځای کې خپل د خوښۍ
Public Opinion
هم جوړوی شي!

د جګړو په کړکیچیدو او لا په سخته کیدو په پروپاګند او سائکولوژیکي جګړو کې هم تیزوالې راځي. راډیو په لومړي ځل د پروپاګند او سائکولوژیکي جګړو لپاره جرمنیانو او انګلیسیانو د بل خلاف استعمال کړ او د یو بل سره په یو داسې رقابت کې ولویدل چې دواړو به کوښښ کاوه ترڅو خپل نشریات د نړۍ ډیرو خلګو ته ورسوي، خو له دی څخه هم مخکي روسیانو او د لینن کمونیستي مارکسانو افغانستان ته په ۱۹۲۲ء کې د راډیو ماشینونه کابل ته راوړل! او د هغه ځای څخه یې خپل کارونه پيل کړل.

۲- مطبوعات او اخبارونه:
نن سبا په هر هیواد کې په
Decision making
کې ستره ونډه مختلفې ورځپاڼۍ، مجلې او ……. لوبوي
 دا بیا په زرهاو تعلیم یافته او پوه خلګ  لولي چې وروسته بیا همدغه تعلیم یافته خلګ د همدغو مطبوعاتي او ورځپاڼي معلوماتو مطابق خپلې پالیسیانې مرتب کوي! د نن سبا سائکولوژیکي جګړۍ په دغې هم منحصری دي، په دی کې ډیر نور څيزونه هم راځي لکه پمفلیټ، اعلانونه (چې افغانستان کې د شیخ اسامه او د ملا عمر او عراق کې د شیخ شهید زرقاوي خلاف کارول او خپرول شوي و) وغیره هم دي…

۳- تلویزون:
هغه څه چې ښکاري هغسې نه وي!
 تلویزون چې په ننې انسان یې د خپل اثر ډیری اغیزې وړاندی کړي. یو څو ورځې د مخه مې په یو پاکستاني اخبار، مشرق، کې یو کالم ولوست، بددیانتي کو طلاق، چې یو سړي خپلې ښځۍ ته پدی طلاق ورکړی و چې د هغه یو هندي ډرامه ډیره خوښيده او هغه خپل میړه ته وویل چې که تلویزون دی جوړ نه کړ نو زه به درڅخه خپل کار ته ولاړه شم نو سړۍ ورته په غصه شو خو کیسه مختصره هغه ښځه هسې په ټوکو کې خپل پلار کره ولاړه چې دا بیا د دې لامل شو چې سړۍ ډیر وقاروي او بلاخره د مبایل د میسج په لیاره خپلې ښځۍ ته د طلاق جړقونکي پیغام ولیږدوي!

د پورتنې وړې واقعې څخه به تاسو ته د تلویزون په عامو خلګو د اغیزو معلومات شوي وي، د دې تلویزوني پردۍ د هغو دواړو په مقابل کې اهمیت زیات دی ځکه دا دواړه پوه او ناپوه خلګ ګوري، او ځانونه داسې انګیروي چې دوي د هری واقعې په منځ کې خپله موجود دي بلکه په تا ویلو او ماویلو باندی اعتبار نه کوي بلکه په هر هغه څیز اعتماد او اعتبار کوي کوم یې چې دوي په خپلو سترګو ګوري!

دغه د سائکولوژیکي اسلحې ډيرو پرمختګ تللیو هیوادونو کارولې او اوس یې هم کاروي. وړوکې مثال یې په پاکستان کې د طالبانو خلاف هغه ویډیو ده چې اصلاً کې په یو بل ځای ډکه شوی وه او د همدی موخې لپاره یو بل کار هله شنډ شو کله چې یو څو لویدیځواله ژورنالیستان په کوئټه کې ګیر شول ځکه هغوي په طالبانو د یو جعلي فلم په جوړولو بوخت ول. اوس هم د نړۍ پر تلویزونو د طالبانو د نوم سره هغه انځورونه مخې ته راځي کوم کې چې یو طالب خپله لښته ښځو ته نیولي وي!!! په داسې کولو د هغه ځای او نړیوالو ته طالبان ډیر وروسته پاتې، بی مهذبه، او په نورو تورونو ککړ ښکاره کوي.

۴- انټرنیټ
 نن سبا انټرنیټ ، فیس بوک، ټوئیټر،د بحث فورمونه، ویپ پاڼې ….. د پروپاګند او سائکولوژیکي جګړو کې هم استعمالیږي ترڅو د هیواد نوي ځوان کل د خپلو اغیزو او پنجو لاندی راولي.

د دغو پروپاګند او سائکولوژیکي جګړو د اثر څخه د وتلو لپاره د خدای پاک په قرآن کریم کې مسلمانانو ته یوه مشوره ده، که چیری مونږ پری عمل وکړو نو مونږ به داسې پخپلو کې تقسیم، او د نورو موخو لپاره استعمال نه شو لکه څرنګه چې استعمال شو!

یَٰایُّھَا الَّذِیْنَ اٰمَنُواْاِنْ جَائَ کُمْ فَاسِکُمْ بِنَبَاٍ فَتَبَیَّنُوْا اَنْ تُصِبُوْا قَوْماً بِجَھَالَۃٍ فَتُصْبِحُوْا عَلیٰ مَا فَعَلْتُمْ نٰدِمِیْنَ۔(الحجرات ۴۹:۶)ای ایمان لرونکو! که تاسو ته کوم فاسق خبر راوړي نو تاسو ددې په ښه توګه تحقیق وکړې، داسې ونه شي چې تاسو په نادانې کې کوم قوم ته نقصان ورکړې او بیا خپل په دې عمل باندې نادم شې…

په درنښت

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د