
اشرف غني: زموږ عسکر په روژه کې « لوی جهاد » کوي
نن ټکی اسیا (پنجشنبه، غبرګولي ۲۸مه، ۱۳۹۴ل): د ګډ حکومت مشر اشرف غني هم د روژې د مبارکۍ په پلمه پیغام خپور کړی او ويلي يې دي چې امنيتي ځواکونه باید په روژه کې هم ارام نه کيني.
اشرف غني د روژې د مبارکۍ تر څنګ دولتي عسکر ستايلي چې د ده په خبره په روژه کې د خلکو د سوکالۍ لپاره هڅې کوي.
نوموړي د طالبانو له لوري د جګړې د دوام په غبرګون کې ويلي چې دولتي عسکر هم باید جګړې ته دوام ورکړي او په خبره يې دغه « لوی جهاد » پرې نه ږدي.
د عالمانو شورا څو ورځې وړاندې ویلي و، چې د روژې په مناسبت باید د جګړې دواړه لوري اوربند اعلان کړي، چې وسله والو طالبانو د علماو شورا دغه پرېکړه وغندله او د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په خپل پیغام کې وویل چې دا غوښتنه نه شرعي او نه هم معقوله ده.
طالبانو د عالمانو پر شورا نیوکه وکړه او ويې ویل چې که د علماوو شورا رښتیني علماء وای نو «یوه ورځ به یې د کافرو اشغالګرو او په اسلامي هیواد افغانستان کي د هغوی د بیساري ظلمونو او اسلامي مقدساتو د توهین او د فحشاؤو د خپرولو او عامولو په مقابل کي غږ اوچت کړی وای».
طالب ویاند ذبیح الله مجاهد زیاتوي چې که د علماوو شورا واقعا د انبیاوو د وراثت دنده په غاړه درلودای نو د هغو علماوو او دیندارو هیوادوالو د ازادیدو غږ به یې اوچت کړی وای چې په روژه کې د هیواد په زندانونو کې تر ظلم او شکنجو لاندې وخت تیروي.
دا په داسې حال کې دی چې ځينې دولتي سرچينې له طالبانو سره غیر رسمي لیدنې هم د سولې په نامه رسنیزې کوي.
یاده دې وي عام ولس تل د جګړې له دواړو لوریو د ملکي تلفاتو د مخنيوي غوښتنې کړې دي او په دواړو اړخونو يې غږ کړی چې د جګړې پر مهال دې د خلکو په کورونو توغندي نه ورتوغوي.
څو ورځې وړاندې هم د غزني په قره باغ ولسوالي کې د ملي اردو د توپ په بريد کې د یوې کورنۍ دوې مېرمنې شهيدانې او د ماشومانو په ګډون شپږ نور غړي ټپیان شول.
د کفارو اشغال ، د سود ، شرابو ، فحشاء ، وضعي قانون ، رسمي فاحشه خانو ، اختلاط امنيت نيول هم جهاد شو (الغياذ بالله )
اسلام علیکم : داچی اشرف غنی دجهاد فریضه ځانته منسوبه کوی اویایی طالبان زه خووایم چی په هرڅه الله (جل جلاله )ښه پوهیږی ځکه ددولت او طالبانو له لاسه په دی سپیڅلی میاشت کی ماشومان او ښځي …..له منځه ځي اوپه شهادت رسیږی اوس تاسو فیصله وکړی نو ښه به داوی چی له بی ځایه اوسپکو الفاظو څخه ځان وساتو او خپلی خولی په کنترول کی راولو خدای دی وکړی چی زما په خبرو خواشینه شوی نه وای مننه(نظری زرمتی)
د ع او غ دوه سری غلامه اداره ، چه یو ( ع ) یعنی عبدالله یی لمړی د کارمل بچه بیریش او پرچمی وو ، بیا مسعود شغلی ته ولیرل شو چه مسعود یی په بچه بیرشی د ځآن ملګری کړی ، او دا بل ( غ ) کمونست او سکولریست ، د نجیب د اکا زوی او عقیدوی ورور ، او هم یی اخښی دلبنان پوهنتون کی استاذ او د لبنان د کمونست ګوند رهبر وو ، څوک چه چا ته خور ورکوی خامخا به دواړه یوه عقیده لری او د کمونست ورور خور ( رولا غنی به… نور لوستل »
درنولوستونكوسلامونه اودروژي دمباركي مياشتي مباركي هم ومنئ . گورئ يوڅه راسره ومنئ چي صليبيان دهربيسواده باسواده دهر خرنه زمري دهرليوني نه مفكرجوړوي هغه دپښتومتل دي چي وهم دي چيرته اوغربيږي چيرته جهادځانته تعريف لري داپه اسلام كي تعريف شوي نه په سيكلوريزم كي دلته به ليدونكوسره يوه پرتله شريكوم چي دابه راسره ومنئ چي دغه سوليدلي اوگډوله دولت چي دصليبيانوپه امر اوقومنده رامنځ ته شوي دي تاسي وگورئ كله چي دناټودعسكروتلوخبره توده شوه نوگليم جمع (دوستم) په يوه لويه رابلل شوي غونډكي وويله چي اي امريكايانوتاسي دافغانستان نه داسي ژرمه وځئ دلته تاسوشهيدان وركړي دي هغه اول معاون اوس يي… نور لوستل »
چې درحمان لښکري مجاهدین په روژه کې دخدای پاک جل جلاله دغه ستره فریضه سرته رسوي نو انسي شیطانان لکه غ او ع به هم خپلي لښکري دحق په مقابل کې اماده کوي ، ځکه هغه غټ شیطانان خو یې نن وتړل شول
اشرف غنی رښتیا وایی د اشرف غنی لور په نیویارک کی له امریکایانو سره لوی جهاد کوی ښځه یی په کابل کی له امریکایی او آیسافی جنرالانو سره لوی جهاد کوی او ملی اردو یی خپل هیواد د امریکایانو او صلیبیانو ددایمی اډی او فاخشه خانی او رنډی خانی د ګرځولو لپاره لوی جهاد کوی نو اشرف غنی لوی جهاد نه بلکه لوی جهادونه کوی دی لعین ته دی دا ټول جهادونه العیاذبالله مبارک وی خو د الله قهر او غضب ته دی هم انتظار باسی
چوپړا غني دپښتنو په ټول تاريخ کې يوه بېکاره لاپوکه درواغجنه څېره ده ! دغه دنړۍ دوهم متفکر چې اول متفکر یې وجود نلر ي غريب بې سوا ده خلک راګير کړي او خپل ځان یې د اقتصاد پوهه انسان په توګه پرې منلی او هغوی سادګان هم پر دې باور لري او صلیبي مېديا نور ه هم پروپاګنده ورته کوي! چوپړا اتراپولوګي يانې د مختلفو کلتور و د پېژنګلوۍ پوهنه لوستلې او څو وخته يې په بانګ کې کار کړی دی ! cia افغانستان ته راوست او له بېکارۍ څخه یې وژغوره ! غني ۵۰ کاله مخ کې له… نور لوستل »