غزنی: پولیسو یو شپونکی مرګونی ډبولی

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، غبرګولي ۲۸مه، ۱۳۹۴ل): د غزني ولایت مرکز ته څېرمه په ګنج سیمه کې د پولیسو یوې پوستې یو شپونکی مرګونی ډبولی او اته پسونه يې ترې وړي دي.

عيني شاهدان وايي چې دغه شپونکی تېره ورځ له خپلې رمي سره ګنج ته څېرمه تېرېده، چې د نږدې پوستې پولیسو ودراوه، له وهلو وروسته يې ترې اته پسونه یووړل او ځوان يې په ګنج کې خلکو ته وسپاره.

د دوی په قول د ګنج په څو مترۍ کې د خوږياڼيو را کډه شوې ولسوالي هم موجوده ده، خو د دې ځوان غږ هیچا هم ونه واريد.

 د پوځي چارو د کارپوهانو په وینا د امنیتي مسوولینو له لوري ناوړه چلند د دې سبب شوی چې عام وګړي لا هم له دولته کرکجن او د مخالفینو ملګري شي.


د پوځي چارو د کارپوهانو په وینا د امنیتي مسوولینو له لوري ناوړه چلند د دې سبب شوی چې عام وګړي لا هم له دولته کرکجن او د مخالفینو ملګري شي.

د پولیسو له لوري د عامو وګړو د وهلو ـ ټکولو راپورونه تر دې وړاندې هم ورکړل شوي دي، چې تېر ژمی هم د غزني په ښار کې پولیسو یو تن ځوان ځای پر ځای وواژه.

عبدالحکیم وروسته له هغه د پولیسو د ټوپک ښکار شو، چې له پیسو ورکولو يې ډډه کوله او پولیسو هم د سل افغانیو د نه ورکړې په بدل کې د ښار منځ کې موی مبارک زیارت ته څېرمه وویشت.

د پولیسو له لوري نه یوازې دا چې عام خلک وهل شوي او ټکول شوي دي بلکې ګڼې داسې پېښې هم رسنیزې شوې دي چې پکې ګڼو عامو وګړو ته مرګ ـ ژوبله اوښتې ده.

د روان کال د پیل په درېیمه هم د غزني ښار په قاضي کلا سیمه کې د پولیسو له يوې پوستې پر هغو ماشومانو ډزې وشوې چې پوستې ته څېرمه يې لوبې کولې.

په دې ډزو کې پنځه ماشومان شهیدان او اوه نور ټپيان شول.

د پوځي چارو د کارپوهانو په وینا د امنیتي مسوولینو له لوري ناوړه چلند د دې سبب شوی چې عام وګړي لا هم له دولته کرکجن او د مخالفینو ملګري شي.

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
vesal
میلمه
vesal

اسماعیل هم ځانته مجاهد وایی دا خبیث به دخدای په حضور که څه ځواب وایی ای ستا په رقم نور و خبیثانو دا ټول ستاسی دوږی اوقدرت ډوله جها د ثمره ده چی نن کله انګریزان کله امریکایان اوکه نور ټول دنړی مغرض هیوادو زموږ ځوان نسل بربادی اوغلامی غواړی دا ستاسی جهاد ؤو چی سپیڅلی په وطن مین ځوانان مو شهیدان کړل اوتاسی ټول ژوندی ګرځی . خدای موبرباد کړی .