امريکا کې په کليسا د يو ځوان بريد، ۹ تنه وژل شوي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، غبرګولي ۲۸مه، ۱۳۹۴ل) : امريکايي رسنيو خبر ورکړ چې يو تن مسلح سور پوستي ځوان د تورپوستو عيسايانو په کليسا کې د ننه په ناستو کسانو ناتار ډزي کړي چې له امله يې ۹ تنه وژل شوي دي.
دغه کليسا د کارولينای ايالت په جنوبي ښار چارلستون کې موقعيت لري.
په کليسا تيره شپه خواوشا ۱۱ بجې په داسي حال کې بريد وشو چې د ننه پکې يوه غونډه روانه وه او ښه ډير خلک ورته راټول شوي وو.
پوليس وايي په دې بريد کې ۹ تنه وژل شوي دي.
د پوليسو له قراره بريد کونکی ځوان ۲۱ کلن سور پوستی وو او بريد يې د تور پوستو په کليسا کړی.
بريد کونکی ځوان له د ۹ کسانو له وژلو وروسته له سيمي تښتېدلی، پوليسو د نوموړي ځوان د نيولو هڅي پيل کړې خو تر اوسه نه دي بريالي شوي.
پوليس وايي يو مشکوک سور پوستی ځوان يې نيولی دی.

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
احمد
میلمه
احمد

که طالبان خبر شي نو هرو مرو به ادعا وکړي چې دا برید د هغوی یوه سرتیري لخوا تر سره شوی.