اسلام او مستشرقین

تر ټولو لومړۍ حمد او ثناء په هغه  لوی او لایزال ذات وایم چې خپل اخري آسماني هدایت يې د حضرت محمد صلی الله علیه وسلم په ذریعه پر موږ نازل کړ، او مونږ يې د دغه ستر امانت قابل وګڼلو. د لوی الله څخه زمونږ دغه دعا ده چې تر قیامته پورې مو د خپل فضل او کرم تر سیوري لاندې وساتي، زمونږ لارښؤونه وکړي، د شیطان او د هغه له ملګرو څخه مو وژغوري، او مونږ ته صبر، استقامت، همت او حوصله راوبښي. ستاسو مخ ته پرته دغه مقاله د محترم استاذ ډاکټر عبدالرشید رحمت د لارښوونې مطابق د ایم فل د دوهم سمستر مضمون ،اسلام او مستشرقین ،په اړه یو پيژندګلو ده.

کومه چې د استشراق په مفهوم، د مستشرقینو عقائد او د نظریاتو شالید، د اسلام اړوند د مستشرقینو د عمومي رویې بیان، او د اسلام اړوند د مستشرقینو نیوکو ته پکې یوه کتنه شوې ده، د مستشرقینو اړیکه زیاتره د غرب(لویدیځ) څخه ده او د دوې مذهبي شالید یا خو یهودی او یا عیسویت دی. یهود خپل ځانونه د الله تر ټولو غوره قوم ګڼي، او عیسایان د کفارې د عقیدې مطابق خپل ځانونه د نجات پالونکېو څخه ګڼي، د دوې عقیده ده چې د نجات لپاره یوازینې لیار یا خو یهودیت او یا عیسوې کیدل کافي دي. د حضرت عیسې علیه السلام نه پس، دغه دواړو قومونو په خپلو آسماني کتابونو کې بیان کړائ شوي وړاندوینو په رڼا کې د آخري نبي صلی الله علیه وسلم په انتظار ول خو الله تعالې د حضرب ابراهیم علیه السلام سره کړې وعده په بل انداز پوره کړه. د یهودو او نصارؤ د سرکښې، ظلم، نفاق، او د انبیاء کرامو سره د ناوړه سلوک، د الله تعالې په کتابونو کې تحریف(لاسوهنه) او د خداې رب العزت د احکاماتو سره په لوبو کولو له آمله، او د اصلاح د ټولو کوښوښونو د ناکامې نه پس یوه جدا فیصله وکړله، خداې رب العزت د نبوت او رسالت عظیم منصب د بنې اسرائیلو څخه واخست او د حضرت اسماعیل علیه السلام له اولادی څخه یو صادق،امین ، او د انسانیت ستر لارښود حضرت محمد صلی الله علیه وسلم ته يې وسپاره.دې باندې یهودو پرته له دې چې هغوي په ټولو نښو د حضرت محمد صلی الله علیه وسلم ذات ګرامي پيژندلې ؤ د هغه مخالفت ته ملا وتړله او په دې سلسله کي يې ټول اخلاقي حدود پایمال کړل. قرآن کریم کې په تفصیلې توګه پدغه قومونو باندې د خدائ رب العزت انعامونه او د هغوې بدکاري او سرغړونې ذکر موجود ده، همدې دوؤ قومونو د اسلام د پیل څخه تر ننه پورې تل د اسلام مخالفت کړې او ورسره يې په اسلامي تعلیماتو کې د شکونو او شبهاتو پيدا کولو تر اخري حده زیار ګاللې. دغو دوو قومونو په خپلو کتابونو کې د هغه آیتونو تحریف کول پيل کړل په کوم کې چې په ډاګه د حضرت محمد صلی الله علیه وسلم او د اسلام ذکر راغلې ؤ. د اسلام په افکارو او نظریاتو کې یې د تحریف، د غلطو عقائدو خپرول او د اسلام نړیوال پیغام د غلط ثابتولو ښه غټ کوښښ کړې دی او کوي یې، مونږ پدې مقاله کې د همدغو پورته ذکر شویو موادو د روښانه کولو ذکر کړې.

عبدالحی عابد
————

د استشراق لغوي څیړنه:

استشراق د عربي ژبې کلیمه ده چې د شرق څخه اخستل شوی ده، معنې یې رڼا او ځلیدل دي. په مجازې ډول دغه لفظ موږ د لمر لپاره هم استعمالولې شو، همدا رنګه شرق او یا مشرق، د لمر د راپورته کیدو ځاې ته هم ویل کیږي. ابن منظور الافریقی لیکلي دي:

الشرق الضوء والشرق الشمسوروی عمرو عن ابیه انه قال الشرق الشمس بفتح الشین والشرق الضوء الذی یدخل من شق البابشرقت الشمس تشرق شروقا و شرقا طلعت و اسم الموضوع المشرق 1

د شرق کلیمه که د استفعال په وزن راوړل شي نو د ا، س، ت په زیاتیدو سره تری استشراق جوړیږي. همدغه رنګه له دغه څخه د تقاضاء یو مفهوم هم پیدا کیږي، ګویا د استشراق څخه د ختیځ (مشرق) غوښتل (طلب) دي. د عربي لغاتو له رویه دغه طلب د شرقي علومو، آدابو ، لغاتو او تر ادیانو پوری محدود ده. دغه یو نوې لقظ دی چې په پخوانيو لغاتو کې شتون نلري. په انګریزي ژبه کې د شرق لپاره Orient،د استشراق لپاره orientalismاو مستشرقینو لپاره د orientalistsالفاظ استعمالیږي. په اردو ژبه کې د دې لپاره د شرق پیژندنې (شرق شناسي) اصطلاح هم راوړل کیږي، چې ددې مفهوم او د موخې واضح کولو لپاره وړ لفظ ندی، مغربي لغاتو کې استشراق یوازې د جغرافي مفهوم له وجهې د ختیځ غوښتلو (طلب) لپاره نه استعمالیږي بلکې د رڼا، نور او د هدایت غوښتلو (طلب) لپاره هم استمعالیږي. ډاکټر مازن بن صلاح مطبقاني د orientلفظ په هکله د سید محمد شاهد د تحقیق ذکر په خپل کتاب کې کړې دی:

’’شرق’’Orient‘‘ انہ یشار الی منطقۃ الشرق المقصودہ بالدراسات الشرقیہ بکلمۃ۔ تتمیز بطابع معنوی و ھو’’Morgenland‘‘ و تعنی بلاد الصباح ، و معروف ان الصباح تشرق فیہ الشمس، و تدل ھذہ الکلمۃعلی تحول من المدلول الجغرافی الفلکی الی الترکیز علی معنی الصباح الذی یتضمن من النور والیقظۃ، وفی مقابل ذالک نستخدم فی اللغۃ کلمۃ’’Abendland‘‘ وتعنی بلاد المساء لتدل علی الظلام و الراحۃ۔۔۔وفی اللاتینیۃ تعنی کلمۃ ’’Orient‘‘ یتعلم او یبحث عن شیء ما، و بالفرنسیۃ تعنی کلمۃ ’’Orienter‘‘ وجہ او ھدیٰ او ارشد۔‘‘  2

د استشراق مفهوم:
د استشراق عامه معنی او ذهن کې تر ټولو ژر راتلونکې مفهوم دا ده چې غرب کې اوسیدونکې علماء او مفکرین چې کله مشرقي علوم او فنون د خپل تحقیق او تفتیش مرکز وګرځوې نو دې ته استشراق وایي. په عامه توګه په دې ټولو علومو او فنونو کې هر ډول علوم ګډیږي، د مثال په توګه، عمرانیات، تاریخ، بشریات، ادب، لسانیات، معاشیات، سیاسیات، او مذهب وغیره. که څه هم استشراق کومه منفي پلو نه لري، اوغربي مفکرین یې هم د مشرقي علومو او فنونو د مطالعې او په دی باندې تحقیق او تقتیش کولو څخه مرادوي لکه څرنګه چې آیډورډ سعید یې په خپل کتاب کې لیکي:
ختیځ پیژندنه (استشراق) نه دا کومه سیاسي موضوع ده او نه کومه د علم شعبه، د چا اظهار چې د تمدن،د علم او یا د ادارو په صورت کې وي، نه دا کوم د ختیځ په هکله د پراخو ګډوډو تحریرونو باندی مشتمله ده او نه دا د کوم فاسد مغربي طوطیې نمائنده ګي او یا اظهار کوي د چا موخه چې د ختیځ ځمکه په خپله ولکه کې راوړل وي بلکې دا یو جغرافياوي شعور، د معلوماتو ، د جمالیاتي علم، معاشي، عمراني، تاریخي، لسانیاتو متعلق د اصل تحریرونو یو ډول خپریدل دي. 3

که موږ د ښاغلې آیډورډ سعید دغه خبر هم ومنو چې د استشراق موخه یوازی د ختیځ په هکله، د علومو، روایاتو او انفرادي او اجتماعي خویونو مطالعه ده، نو دا د بیان شوېو شعبه جاتو ترحده صحیح ګڼل کیږي خو چې څرنګه د اسلام ذکر راشي نو د غرب ټول اخلاقیات، علمي روایات، انصاف، روادارې هرڅه ورک شي. او له دې خبرې څخه مونږ هم سترګې نشو پټولې چې ختیځ سره د اسلام نه شلیدونکې اړیکې دي، نه د ختیځ ذکر د اسلام پرته ممکن ده او نه د اسلام ذکر د ختیڅ د ذکر پرته مکمل کیږي. ځکه خو د استشراق په درستو مراحلو کې د غربي مفکرینو لخوا د اسلام سره ټکر اوختې ده او له دې دین سره يې د میرنې په ډول سلوک کړې. که څه هم د اسشراق لفظ د خپلولو شاته کوم خاصه موخه او یا سوچ نشته،خو په اتقاق سره دا د مستشرقینو لپاره بی حده برابره او د هغوې د نیتونو صحیح وضاحت کوي. د باب استفعال یو بنیادي خصوصیت دا دی که چیرته په دې کې دریم ګڼې راوړل شي نو پدې کې د تکلف مفهوم پیدا کیږي، یعني کوم کار یا امر په تکلف سره سر ته رسول او په شالید کې یې څه منفي موخې هم موجودی وي. په عامه توګه د استشراق هغه معنې چې د علم په خاوندانو کې مشهوره ده هغه همدا ده چې غربي مفکرین یې د شرقي علومو د مطالعې، تحقیق او تفتیش کولو ته وايې. په جدیدو لغاتو کې هم ددې مفهوم همدا رنګه ده. د ورډ ویب انګریزې ډکشنري مطابق:

The scholarly knowledge of Asian and languages and people 4

د آسیايې ثقافتونو، او د هغوې د ژبو عالمانه مطالعې ته استشراق وايې
د عربي ژبې لغت المنجد مطابق:
العالم باللغات والاٰداب والعلوم الشرقیۃ والاسم الاستشراق۔ 5

 د مشرقي ژبو، آدابو او د علومو عالم ته مستشرق وايې او دې علم ته استشراق وئیل کیږي.
ددې ټولو تعریفونو څخه جوتیږي چې د ختیځ د علومو، ثقافت او د آدب مطالعې ته استشراق وئیل کیږي خو که دغه مفهوم ومنل شي نو بیا یو څو پوښتنې راولاړیږي، موږ پوهیږو چې د اسلام نه پرته دوه نور غټ ادیانونه هم شتون لري چې یهودیت او عیسایت نه مراد دي. ددې دواړو ادیانو انبیاء او د اولنیو پیروکارانو تعلق د ختیځ څخه ؤ. تورات او انجیل کې بیان کړائ شوي ټول حالات، واقعات او د مقاماتو تعلق د ختیڅ څخه دی خو د دې باوجود د بائیبل یا عیسایت او یا د یهودیت عالمانه مطالعې ته څوګ د استشراق نوم نه ورکوي؟!!! ددې بنیادي وجه دا ده چې د استشراق تحریک موخې سراسر منفي دي، مستشرقین خپل دغه موخې د پټولو هڅه کوي، د هغوې بنیادي موخه د اسلام او د اسلامي تعلیماتو یوازې څیړنیزه مطالعه نده بلکې دغه تعلیمات د شکونو څخه ډکول، مسلمانان ګمراه کول او د غیر مسلمانانو په نزد د اسلام منفي مخ ښودل دي ترڅو هغوې د اسلام نه منع او وګرځوي. د استشراق د کلیمې کوم پخوانې تاریخ نشته، دغه یوه نوې کلیمه ده کومه چې په مخکنیو لغاتو کې شتون نه لري.

د

Arthur John Arberry

ای جی آریري مطابق د استشراق لفظ

Orientalist

په لومړې ځل ۱۶۳۸ء کال کې د یو پادري لپاره وکارول شو  6  د

Maxime rodinson

میکسم روډنسن مطابق د استشراق لفظ په لومړې ځل  انګریزې ژبې ته په کال ۱۸۳۸ء کې داخل شو،او په فرانسوي کلاسیکي لغاتو کې يې په کال ۱۷۹۹ء کې ځای ونیو. 7

د استشراق تحریک شالید:

 که څه هم د استشراق کلیمه نوې ده خو ددې تحریک اغاز د ډیر پخوا څخه شوې ده. دا به هم نامناسبه نه وي چې ووایو د غرب د دښمني ابتداء هم د حضرت محمد صلی الله علیه وسلم باندې د لومړې وحي (غار حرا) څخه پيل شوې ده. د غرب څخه زموږ مراد یهود او نصاری دي کوم چې د بنی اسماعیلو د مشرکینو نه پس د اسلام دوهم مخاطبین ول. د یهودو او نصاری په کتابونو کې د آخري پیغمبر اړوند ذکر په ډیر ښکاره او روښانه ټکو کې شته دی. په زړی عهد نامه کې دي:

زه به ددې لپاره ددوې د ورونو څخه ستا په شان یو نبي راولیږم او زه به خپل کلام په هغه نازل کړم او هغه به هغوې (پیروانو) ته هر څه ووایې د کوم به چې زه ورته حکم کوم. که څوک زما د کلام نه مخ واړوي نو زه به ورسره حساب وکړم. 8

عیسائي عالمان ددې آیت مصداق حضرت عیسې علیه السلام ګڼي خو حضرت عیسی علیه السلام په هیڅ ډول هم د حضرت موسې علیه السلام په ډول نه ؤ، حضرت عیسې علیه السلام د خپل پيدایښت، ژوند او د وفات له لحاظه د حضرت موسې علیه السلام څخه په بشپړه توګه مختلف ؤ. یوازی حضرت محمد صلی الله علیه وسلم د پیدایښت، واده، اولاد ، وفات او د شریعت له لحاظه ورسره په هر رنګه مشابه (همرنګه) ؤ. قرآن کریم کې خدای پاک وايې:

واذقال عیسیٰ ابن مریم یٰبنی اسرائیل انی رسول اللہ الیکم مصدقا لما بین یدی من التورٰہ و مبشرا برسول یاتی من بعد اسمہ احمد فلما جاء ھم بالبینٰت قالواھذا سحر مبین۔ (الصف 6:61

ترجمه:او کله چې د مریم ځوې عیسې وویل چې ای بنی اسرائلو زه ستاسو د ټولو لپاره د الله رسول یم، د مخکښینې تورات تصدیق کوونکې یم او ځان نه وروستو د یو راروان پیغمبر خوشخبري درکوم د چا نوم چې احمد ده، خو کله چې هغه ورته واضح دلائل راوړل نو هغوې ورڅخه منکر شول

په همدی توګه په انجیل کې حضرت عیسی علیه السلام ته منسوب دغه رنګه الفاظ دي:

او زه به د پلار څخه غوښتنه وکړم چې هغه ستاسو لپاره یو مددګار راولیږي ترڅو هغه ستاسو سره د همیش لپاره وي ( استثنا ۸۱:۱۹۔۸۱۔)

همدغه رنګه د یوحنا د انجیل په بل باب کې داسی لیکل شوې:

چې کله هغه مددګار یعنی ریښتیونې روح راشي کوم به چې به زه د پلار له طرفه رالیږم نو هغه به زما په باره کې شاهدي ورکوي. 9

د یوناني انجیل په نسخو کې د مددګار کلیمې لپاره د

Paraeletos

استعمال شوې دی خو د انګلیسي په کلیمو کې

paracletos

ترجمه

 Comfortor

شوې دهددې لپاره صحیح ترجمه

a kind friend

 یا رحمة العالمین کیدلې شي.خو که موږ یې د قرآن په رڼا کې وګورو نو په اصلاً کې دغه لفظ

paracletos

 په ځای

periclytos

دیچې په عربې کې یې ترجمه احمد یا محمد کیږي او په انګلیسي ژبه کې

the praised one.

یهودو د پيل څخه د حضرت محمد صلی الله علیه وسلم سره حسد درلود، هغوې د خپلو کتابونو او د خپلو انبیاءو مطابق د یو راراون پیغمبر په انتظار ؤل. دوې ته د نبي راتګ او د مقام ځای تردې حده اندازه وه چې دوې مدینه خپل مرکز وګرځاوه او اکثرو به يې عربو ته دا هم ویل چې زموږ پیغمبر راروان دی او موږ به د هغه سره په ټولو عربو کامیابي حاصله کړو. قرآن کریم دغه خبره په دې انداز کې بیان کړی:

و کانوا من قبل یستفتحون علی الذین کفروا فلما جاء ھم ما عرفواکفروا بہ۔ (البقرہ

۲:۸او اول څخه همیشه دوې کافرانو باندې د فتح دعاګانې غوښتلې. هغه شې چې دوې ښه پيژانده، کله چې دوې ته راغې نو دوې ورڅخه انکار وکړ.

الله رب العزت قرآن کې وئیلي چې یهود او نصارا پخپلو کتابونو کې د بیان کړل شوېو نښو په دولت حضرت محمد صلی الله علیه وسلم په یقیني ډول د نبي په توګه پيژنې، قرآن کې الله تعالې فرمايې:

الذین آتینٰھم الکتاب یعرفونہ کما یعرفون ابناء ھم وان فریقا منھم لیکتمون الحق و ھم یعلمون۔(البقرۃ 2:146)

 کومو خلګو ته چې موږ کتاب ورکړې هغوې (محمد ص) هغه رنګ پيژني کوم رنګ چې دوې خپل ځامن پيژني. خو دوې کې یوه ډله ریښتونې خبره باندې په خبریدلو باندې هم ځان ناګاره کوي.

بني اسرائیلو به خپل ځانونه د الله خوښ شوي قوم باله، او په همدې خوش فهمې کې مبتلاء ول چې سره د ټولې ګمراهې به دوې جنت ته ځي. خو د دوې د دغی ټولی خوش فهمې برخلاف الله تعالې آخري نبي په بني اسماعیل کې مبعوث کړ نو بیا یهودو جبرائیل علیه السلام د خپلو ځانونو دښمن وګاڼه، نو ځکه دې حسد او کینې له وجهې دوې د حضرت محمد صلی الله علیه وسلم څخه انکار وکړ، قرآن شریف د دوې دغه حرکت په داسې توګه بیانوي:

قل من کان عدوا لجبریل فانہ نزلہ علی قلبک باذن اللہ مصدقا لما بین یدیہ و ھدی و بشریٰ للمومنین۔ ( البقرۃ ۲:۹۷)

 ووایه چې څوګ د جبرائیل دښمن ده، هغه دا کتاب د الله په حکم سره ستا په زړه نازل کړ، کوم چې د پخوانیو کتابونو تصدیق کوي او ایمان راوړونکو لپاره هدایت او بشارت ده.

دغه حسد یهود اوعیسایان دواړه د مسلمانانو دښمنان جوړ کړل، هغوې د خپلو کتابونو څخه د راروان نبي په هکله وړاندوینې لیرې کړې، خو د دې تحریف (لاسوهنې) باوجود خدای رب الکریم د هغوې په کتابونو کې نوری ډيرې نښې پریښودې. قرآن شریف کې ددې تحریف(لاسوهنه) په اړه پاک او ریښتونې معلومات موجود دی. د دغه پس منظر په دولت غربي مفکرینو، بالعموم د اسلام خلاف منفي فکري کردار لوباوه، د اسلام ټول تعمیري کارونو به یې نظر انداز کول او هر هغه شي ته به یې مخه او زور ورکو کوم ځای به چې د غلط فهمې او د شکوکو زیات ځائ ؤ. کله چې موړ د استشراق او د مستشرقینو په باره کې څیړنه کوو نو د استشراق په کلیمې کې چې کوم د تکلف مفهوم ده ، ددې وضاحت په ډیره اسانه کیږي، ددې تعریف موږ څه دارنګې کوې شو چې غربي علماء او مفکرین د اسلامي علومو او فنونو مطالعه کوي او ددې لپاره هغوي خپلې ټولې هلې ځلې د منفي موخو لپاره په کار راوړي او دغه عمل ته استشراق ویل کیږي. ډاکټر احمد عبدالحمید غراب په نزد د استشراق تعریف څه دارنګه ده:

” الاستشراق: ھو دراسات ’’اکادیمیۃ‘‘یقوم بھاغربیون کافرون من اھل الکتاب بوجہ خاص، لاسلام والمسلمین، من شتی الجوانب:عقیدۃ وشریعۃ، وثقافۃ، وحضارۃ، وتاریخا، و نظما، وثروات و امکانات۔۔۔۔ھدف تشویۃ الاسلام ومحاولۃ تشکیک المسلمین فیہ، و تضلیلھم عنہ وفرض التبعیۃللغرب علیھم ومحاولۃ تبریر ھذہ التبعیۃ بدراسات و نظریات تدعی العلمیۃ والموضوعیۃ، تزعم التفوق العنصری والثقافی للغرب المسیحی علی الشرق الاسلامی۔‘‘[9]

استشراق: د اهل کتاب کفارو له طرفه، د اسلام او د مسلمانانو په حواله، د مختلفو موضوعاتو لکه: عقائد، شریعت، ثقافت، تهذیب، تاریخ، او د حکومتي نظام په هکله د تحقیق او مطالعاتو نوم ، چه موخه يې د اسلامي ختیځ باندې خپلو نسلي او ثقافتي زعم، مسلمانان د اهل غرب د تسلط لاندې راوستل او د اسلام په هکله شکونه او شبهات او خلګ ګمراهی کې اخته کولو او د اسلام اصلي څهره مسخه کولو ته وايې.

موږ دغه خبره بغیر د کومه ډاره کوو چې استشراق یوازې د شرقي خلګو عاداتو، دودونو، ژبو، او د علومو د مطالعې نوم ندی، که دا رقم وی نو یهودیت او عیسائیت او نورو ډیرو مطالعاتو ته به هم د استشراق نوم ورکړل شوی و، دا خو د اسلام او اسلامي تعلیماتو ضد یو بشپړه تحریک ده، چې پیل يې د اسلام د لومړۍ ورځ څخه شوی و. د غرب اوسیدونکو ته د شرق زړه راښکونکې انڅور تل غربي سیاح وړاندې کړې، او خپلې تجارتي او سیاحتي قیصې به يې د ختیځ په هکله هغوې ته کولې، د مشرقي علومو ستره ذریعه هم دا سیاحان ول، اطالوي سیاح مارکوپولو او لوډو ویکو ډی وارتهیما وغیره په باره کې چا هم د مستشرقیتوت دعوه ونه کړه.

د استشراق تحریک پيل:

 دغه خبره موږ په وروستیو پاڼو کې هم کړې ده چې د دې تحریک پیل د اسلام سره وشو. عیسایانو او یهودیانو د اسلام او مسلمانانو د ختمولو لپاره هره حربه استعمال کړه، خو هغوي ناکام شول. نبي صلی الله علیه وسلم سره د شوېو تړونونو په خلاف ورزي یهود د مدینې څخه وشړل شول او د هغوې نسلي او د علمي برترې نشه ماته شوه. د حضرت عمر رضی الله عنه تر وخته پورې دوې(یهودو) ته خو نه کومه کامیابي ورپه نصیب شوه او نه د اسلام شانداره او روښانه نظریې په مقابل کې کومې بلې نظریې او یا فکر خپل وجود وساتلې شو. ان د عیسایانو او یهودو مذهبي او روحاني مرکز، بیت المقدس، هم د مسلمانانو تر ولکې لاندې راغې. د اسلام ظهور څخه سل کاله مخکښې اسلام خپل ځان د نړۍ د یو روښان فکره ، علم دوست، د شخصي آزادیو ضامن ،عدل او انصاف، رواداري او د انسانیت احترام په شان ښو خوائصو څخه ډک د یو دین په شکل ځان منلې ؤ. دغه کامیابي یهودو او عیسایانو هیڅ ونشوه زغملې، د اسلام او مسلمانانو خلاف د یهودو او عیسایانو طوطیې د محمد صلی الله علیه وسلم د ژوند په وخت کې شوې ؤ خو ددې طوطیو څه عملاً تاوان ونه رسید. په مدینه کې عیسايې راهب ابو عامر منافقینو سره، د مسلمانان د تقسیمولو په هځه کې یو نوې مسجد ضرار جوړ کړ او له دې سره يې د رومي امپراطورې څخه د مسلمانانو خلاف د مدد خواست وکړ، خو ددې ټولو هڅو څه کامیابي ورنکړه. همدغه رنګه د موته او تبوک په غزا کې مسلمانان کامیاب شول. د خلافت راشدې په وخت کې چونکې مسلمانان د حضرت محمد صلی الله علیه وسلم اکثره تربیت شوي صحابان موجود ول او په ټوله اسلامي نړۍ کې د هغوې د تدریس اثر ونفوس خپور شوی و. مسلمانان د ذهني او علمي لحاظه د یهودو او نصاري څخه ډیر مخکې ول. نو لهاذا د دین دښمنانو ټولې سرګرمیانې د جګړو تر میدانونو پورې محدود وې خو په دې محاذ کې هم د اسلام علمبردارانو خپل رپندي جږ نیولي ول او د مسلمانانو حدود پراخیدل او عیسایانو او یهود نور د اسلام تر چتر لاندې پناه غوښته. تردې پورې چې د هغوې مذهبي مقام هم ،بیت المقدس ،د مسلمانانو د رپنده لاندې وخت تیروه. د خلافت راشدې په آخري وختونو کې د صحابو تعداد ورو ورو په کمیدو ؤ او نوې غیر تربیت شوي خلګ د اسلام په دائره کې داخلیدل، چا چې تراوسه پورې خپل پخواني عقائد لا سم نه ؤ پريښي. عبدالله بن سبا او د همدو په شان خلګو دغو مسلمانانو کې د غلطو عقائدو په رواجولو خپل کوښښونه پيل کړل. د مسلمانانو منځګړي اختلافاتو ته یې هم هوا ورکړه او په ساده خلګو کې یې د خلفاو په هکله غلط فهیانې خپرې کړې او له دی سره يې غلط احادیث او د قیصو په خپرولو شروع وکړه. اولني شخص چا چې په لومړې ځل د اسلام خلاف په تحریري توګه د جګړې اغاز وکړ هغه جان آف دمشق یوحنا دمشقي ؤ،هغه د اسلام خلاف دوه کتابونه محاوره مع المسلم او ارشادات النصاری فی جدل المسلمین ولیکل.10

د بعضو خلګو رایه دا ده چې د دغه تحریک پيل په ۱۳۱۲ء کې وشو، چې کله په فینا کې د کلیسا کانفرانس راوغوښتل شو، چیری چې دا وټاکلې شو چې نور به په اروپائي جامعاتو کې عربي، عبراني او د سریاني ژبو تدریس لپاره د پیرس او یورپ په طرز چئیرز قائم کړئ شي. 11

د بعضو د علم خاوندانو په نزد دغه تحریک په لسمه پيړۍ کې شروع شو چې کله فرانسوي پادري جربرټ ډی اوریلیک د تحصیل لپاره اندلس ته راغې او د هغه ځائ د جامعاتو څخه د فارغیدو نه پس د ۹۹۹ء نه تر ۱۰۰۳ء پورې پوپ سلویسټر ثاني په نوم د پاپائ روم په منصب ناست ؤ. همدغه رنګه بعضې وايې چې ددې آغاز ۱۲۶۹ء کې وشو چې کله قشتالیې شاه الفانسو لسم په کال ۱۲۶۹ء کې په مرسیا کې د اعلې تعلیم یوه اداره جوړه کړه او مسلمانان، عیسائي او یهودي علماء یې په تالیفو او د تصانیفو لیکلو او په ژباړلو ولګول 12

. همدغه رنګه د نورو په نزد ددې تحریک بنسټ ګر پطرس، د فرانسې د کلوني اوسیدونکې ؤ. هغه اسلامي علومو د تراجمو لپاره د مختلفو علماو یوه کمیټه جوړه کړه، کوم کې چې مشهور انګریز عالم رابرټ آف کیټن هم ؤ چا چې د قرآن شریف لومړې ژباړه په لاطینې ژبه کې وکړه او د همدغې ژباړل شوي مقدمه بیا همدې پطرس ولیکله13   . .

دغرب اوسیدونکي په دې اهمیت پوه شوې ول چې په مسلمانانو د غالب کیدو لپاره باید هغوي ته په علمي میدان کې شکست ورکړي د همدې لپاره هغوې مختلفې طریقې اختیار کړې. له یوه پلوه یې خپل خلګ د مسلمانانو د علومو او فنونو په زده کولو باندې ولګول او له بل پلوه یې په مسلمانانو کې د هغوې د افکارو پریمینځل شروع کړل. ۱۵۳۹ء کې په فرانسه کې ۱۶۳۲ء په کیمبرج کې ، ۱۶۳۸ء کې په آکسفورډ کې د عربي او اسلامي علومو چیئرز قائم کړئ شول.

 14

د مستشرقینو موخې او اهداف

۱- دیني اهداف

یهودیانو او عیسایانو چا به چې خپل ځانونه د الله تر ټولو خوښ کړل شویو قومونه ګڼل او د راروان نبي په منتظر ول او د هغه سره یې په ټولې نړۍ د حکومت کولو خوبونه لیدل، خو چې کله الله د هغوې د نافرمانیانو او بدکاریو باعث هغوې د لوړ او فضیلت منصب څخه راوغورځول او د نبوت او رسالت ټوله ذمه واري یې د بنو اسماعیل پر یو فرد حضرت محمد صلی الله علیه وسلم باندې واچوله. نو هغوې د حسد او سوزیدلو له وجهې خپل حواس وبایلودل او ددې باوجود چې هغوې محمد صلی الله علیه وسلم ریښتینې پيژانده، دمحمد صلی الله علیه وسلم د نبوت څخه انکار وکړ. اسلام چونکه په ډیر سرعت او تیزې د عربو د سیمو څخه راووت او د نړۍ په نورو برخو کې خپور شو، نو ځکه یهودو او نصاری ته دا خطر محسوس شو که چثری اسلام په همدارنګه رفتار خپریده نو یوه ورځ به د دوې دین بیخي ختم شي. نو ځکه هغوې دا فکر وکړ چې له یوه پلوه به په اسلام کې د شکونو او شبهاتو تورې وریځې خپرې کړي او هغه به ناقص، ناکام، او غیر الهامي فلسفه وښايې. او له بله پلوه به عیسایان او یهودان د اسلام قبلولو څخه وژغوري او په درسته نړۍ کې د خپل مذهپ رپندې ورپوي. ددې کار لپاره هغوې د پادریانو تربیت وکړ او اسلامي علومو کتب یې راجمع کړل او په دې کې داسی کمزوریانې ولټوي د څه شي په مرسته چې هغوي اسلام او مسلمانان بدنام کړي. هغوې د نبي صلی الله علیه وسلم په ذات ګرامي، په ازواجو يې، په قرآن کریم، په احکامو،احادیثو، په سیرت صحابه بلکې په هر څه د هدف ښکار کړي او په دې کې د شکونو پیدا کولو کوښښ هم وکړي، د مسلمانانو اتحاد او اخوت هم ختم کړي او په دوې کې مختلفې لساني، نسلي، او علاقايئ تعصبات پوه کړي.

۲- علمي اهداف

 که څه هم په مستشرقینو کې داسی کسان هم شته چې کله نه کله د خولې څخه صحیح خبره هم وباسي خو څرنګه چې د دوې تربیت کې دا خبره داخله ده چې هم یوازې عیسایت ریښتوني دین ده نو ځکه هغوې اسلامي تعلیمات تل د خپل نظر څخه ګوري. په پیړیو مشتمل د مسلمانانو خلاف د پروپیګنډا له وجهې غربي ذهنونه په اسانې د اسلام مطلق کومه خبره نه مني. د هغوې علماء ،علمي تحریکونو، او تحقیق په نوم یوازې د اسلام خلاف مواد جمع کوي. یهود او عیسویان څوګ چې د تل څخه د یو بل دښمنان دې او عیسایان یهود د حضرت عیسی علیه السلام قاتلان هم ګڼي، خو د مسلمانانو په مقابل کې هغوي بیا د یو بل سره لکه ګوړه او شکر شي. دوې په هر هغه کار باندې متفق دې کوم چې مسلمانانو او اسلام ته تاوان رسوي. مختلف انجومونه یې جوړ کړي ترڅو مسلمانان د خپل دین څخه وګرځوي. مسلمانانو ښځو کې د بی پرده ګې او آزادي تعلیم خپروي. په غریبو ممالکو کې عیسايې فلاحي تنظیمونه د فلاح دکارونو په شکل کې خلګ عیسویت ته رابولي. مسلمان پالیسي جوړونکو باندې خپل اثر قایمول کوښښ کوي او له دې سره د اسلامي نړۍ تعلیم هم به خپله خوښه د بدلولو کوښښ کوي.

۳- اقتصادي او معاشي اهداف:

 اګرچه د استشراق د تحریک پيل د اسلام د خپریدلو څخه وشو ،دا تحریک د دې لپاره پیل شو ترڅو د دې صحرايي طوفان مخه ونیسي. خو وروسته د دې په موخو کې اضافه وکړئ شوه. غرب د اسلامي نړۍ د تخنیکي مهارت د حاصلولو لپاره او دخپلو اقتصادي ګټو او تجارتي معاملاتو د لا ښه کولو لپاره د عربي ژبې، د اسلامي ثقافت او تهذیب مطالعه وکړه، په مسلمانه نړۍ کې یې خپل اثرونفوذ خپور کړ او مقامي کورني حالات یې څه دا ډول جوړ کړل چې ټول نه بلکې تر یو څه حده لږ وسائل د غرب لاسونو ته ورسوي. غرب په مشرقي هیوادنو کې خپل نفوس خپور او هغوي یې خپلې مستعمرې وګرځولې. ددې سلسلې لپاره هغوي خپل شوم او غیر اخلاقي وسائل استعمال کړل. غربي لیکوال سډنی لو د خپلو غربي قومونو په باره کې څه دا ډول وایې:

غربي عیسايي حکومتونه چې د کلونو راهیسې د شرقي علومو سره کوم ډول سلوک کړی دا نو د هغه د غلو ډلو سره څومره مشابه ده چې څوګ پرآمنه او په پر سکونه آبادیو کې داخلیږي، ددغې آبادېو کمزوري خلګ وژني او ددوې ټول مال، اسباب لوټوي او یا یې د ځان سره تختوي، دا څه وجه ده چې دغه حکومتونه ددوې حقوقونه د پښو لاندې کوي ؟ څوګ چې پر مخ تلل غواړي. ددې ظلم څه وجهئ دي چې ددې کمزورو خلاف یې روا بللې ده؟ د سپيانو په شان لالج څه مجاز ده چې د ددې قومونو څخه هر هغه څه د حاصلولو کوښښ کوي کوم چې له دوې سره وي.؟ دغه عیسايئ قوتونه خپله ددې عمل تائید هم کوي چې طاقت ور ته دا حق ورکړی چې د کمزورو حقوق پایمال کړي. 15

۴- سیاسي او استعماري اهداف:

 په اتفاق سره چې کله د یهودو او نصاری د طوطیو او د مسلمانانو د خپلو داخلي کمزوریانو له وجهې مسلمانان د زوال ښکار شول نو په همدغه وخت په غرب کې د علمی او سايئنسي پرمختګ پيل شو. څه د اسلام دښمن مفکرینو او مصنفینو له وجهې او څه د صلیبي جنګونو د اثراتو له وجهې ددوې ټول جدوجهد د اسلامي نړۍ د څهرې د مسخ کولو لپاره، او د نبي کریم صلی الله علیه وسلم او د هغه ملګرو اصحابو د مرتپې څخه د غورځولو او په قرآن او حدیثو کې د شک او شبهاتو راوستلو کې وخت تیر کړ. د مثال په توګه فلپ کی هټی د خپل هم مذهبو په رویه څه دا رنګې تبصره کوي:

د منځنیو پيړیو عیسایانو محمد غلط وپيژنده او هغه یې یو حقیر کردار خیال کړ، ددوې د دغه رویی زیاتره اسباب نظریاتي نه بلکې ډیر معاشي او سیاسي هم ول، د نهمې پیړۍ یو وقائع نګار چې د یو درواغجن او مکار نبي په حیث کوم تصویر کښلې ؤ وروسته یې بیا د جنس پرستې، لوفرې، او قزاقي د تیزو رنګونو نه ډک کړ، د پادریانو په حلقو کې یې محمد صلی الله علیه وسلم د مسیح د دښمن په حیث سره مشهور کړ. 16

د اسلام سره د دښمنې او د مسلمانانو د نشاة ثانیه (بیا ويښتابه) څخه د ویرې له کبله یهود او نصارا په یو داسې خبط کې ولویدل چې پرته د اسلام د ختمیدلو نه ختمیده. هغوې له یو پلوه مسلمانان د دیني او اخلاقي لحاظه د پست کولو کوښښ وکړ او له بله پلوه یې یوه داسې منصوبه جوړه کړه چې مسلمانان بیا هیڅ هم پخپلو پښو ونه دریږي. د خپلو پخوانیو تجربو په دولت هغوې ته دا جوته شوه چې مسلمانان د جنګ او قتال په ذریعه د ختمیدو، که څه هم ناممکنه نه صحي خو مشکله ضرور ده. نو ځکه هغوې د جنګي اقدامو باجود نورې متبادلې طریقې ولټولې ترڅو مسلمانان کمزورې کړي، او د هغوې د وسائلو د قبضې کولو لپاره یې یوه منصوبه جوړه کړه.د یوې اوږدې او غټې منصوبې په دولت دوې مسلمانان کمزوري کړل، او لدې سره یې سیمه ایز، نسلي او مسلکي تعصباتو ته هم د هوا ورکولو کوښښ وکړ، په اوله مرحله کې یې د مسلمانانو مذهبي او سیاسي اتحاد د پاره پاره کولو نه پس خپل اثر او نفوذ په وړو وړو هیوادونو کې زیات کړل. دغه رنګه له یوه پلوه مسلمانان د هر لحاظه کمزوري شول او له بله پلوه د هغوې په وسائلو باندې د غرب قبضه وشوه. جرمنې مفکر پاؤل شمټ پخپل کتاب کې د مسلمانانو د شان او شوکت د دریو شیانو سبب وباله او پدې د قابو کیدلو او د ختمولو کوشش باندې یې زور ورکړ.

۱- د اسلام  دین، عقائید يې، ددې اخلاقي نظام او د مختلفو رنګونو، نسلونو او ثقافتونو څخه د ربط لرونکو منځ کې د اخوت او ورورولۍ صلاحیت!

۲- د اسلامي هیوادونو طبعي وسائل

د مسلمانانو مسلسل عددې قوت 3

د مسلمانانو د قوت د ذکر کولو نه پس هغه لیکي:که دغه دری قوتونه یوځای شول، مسلمانان د عقیدې په دولت له یوه بل سره ورونه شول او خپل طبعي وسائل یې په صحیح توګه استعمال کړل نو بیا به اسلام د یو داسی قوت په توګه راشي چې ددې په وجه به د اروپا تباهي او د درستې نړۍ اقتدار یا واک به د مسلمانانو لاسونو ته لاړ شي 17

د مستشرقینو ډولونه:

 مستشرقین په پيړیو د اسلام په هکله او د اسلام د تعلیماتو په باره کې په څیړنو کې مصروف دي، د دوې تعداد په درجنونو دي. ددوې تعلق نه دکوم ملک او نه د کوم سیمې څخه ده بلکې دا د نړۍ په مختلفو برخو کې پراته او پخپلو مبارزو کې مصروف دي. که څه هم دوې پخپلو کې اړیکې او رابطې نه لري خو ددوې بنیادي موخه هم یوه ده، کوم چې د مسلمانانو خلاف شکونه پیدا کول او د غلطې افواه ګډول دي. څرنګه چې پنځه واړه ګوتې برابرې ندې دغه رنګه مستشرقین هم په یوه درجه کی نشو ایښودې، په دوې کې بعضي ډیر زیات متعصب، دچا مقصد چې اسلام بدنامول وي او بعضې انصاف خوښونکې هم شامل دي، نو ځکه موږ دوې په دې لاندې مختلفو درجو کې ویشو:

۱- د علم او د تحقیق میدان محقیقین:

د نړۍ په ټولو ځایونو کې داسې ډیر محققین او علماء موجود دې کوم چې د علم او تحقیق پتنګان دي. د هغوې بنیادي موخه څیړنه او تفتیش وي. علم یوه داسې رڼا ده کوم چې د انسان په قلب او نظر کې پراخوالې راولي او انسان د حقایقو څخه اګاه او هغه کې د ننه نه یو تحول راولي. ځکه خو په نړۍ کې داسې ډیر کسان اوسیږي څوګ چې تل د علم او څیړنې حوصله افزايي کوي. دغه ډول خلګ په مشرق او غرب کې هم پیداکیږي، او همدا ډول په شمال او جنوب کې هم، له دغه ډول څخه نړۍ خالي نده. دوې خپل علم او تحقیق بی له کومه ډاره هم هغه ډول بیانوي چې په کوم ډول یې څیړنه کړې وي. دوې ته ددې خبرې هیڅ پرواه نه وي چې ددوې د تحقیق او څیړنې له امله به یو چاته فائده او یا نقصان ورسیږي، دوې یوازې ریښتیا بیانوي. دغه ډول خلګو د اسلامي مشرق څخه د علم او آدب ذخیره په ژباړلو غرب ته ورسوله کوم چې د تحقیق او د اضافې په دولت اوس په نړۍ باندې خپل حکومت کوي.

هغوې د مشرق د هر ځائ علم چاڼ چاڼ کړ او چې چیرې به یې څه وموندل هغه به یې حاصل کړل او د شپی او ورځې د زیار نه پس هغوي دغه زیار د علم پتنګانو ته وسپاره. د اسلامي نړۍ ستره علمي خزانه، کومه چې زموږ اړتیا ؤه، هغه هم دوې پيدا او خلګو ته يې وشوده. خو موږ په دې خبره هم په حیرت کې ولیږو چې ددغو مستشرقینو رویه په هغو مسائیلو کې په بالعموم غیرجانبدارانه وي کوم چې د عقائدو څخه لیرې وي خو چې کله هم خبره عقائدو ته راشي نو دغه متعصب محقیقین بیا د حقیقت څخه لیرې ولاړ شي. نو لهاذا موږ ته هم پکار دې چې ددوې په تصانیفو په پټو سترګو یقین ونه کړو. تحقیق او تفتیش په اصل کې د مسلمانانو میراث ده ځکه خدای پاک مسلمانانو ته یو ځانګړې اصول په قرآن کې ویلې، چې پرته د تحقیق هیڅ خبره هم مه منئ، قرآن شریف کې الله تعالی فرمايي:

یَٰایُّھَا الَّذِیْنَ اٰمَنُواْاِنْ جَائَ کُمْ فَاسِکُمْ بِنَبَاٍ فَتَبَیَّنُوْا اَنْ تُصِبُوْا قَوْماً بِجَھَالَۃٍ فَتُصْبِحُوْا عَلیٰ مَا فَعَلْتُمْ نٰدِمِیْنَ۔(الحجرات ۴۹:۶)

 ای ایمان لرونکو! که تاسو ته کوم فاسق خبر راوړي نو تاسو ددې په ښه توګه تحقیق وکړې، داسې ونه شي چې تاسو په نادانې کې کوم قوم ته نقصان ورکړې او بیا خپل په دې عمل باندې نادم شې….

۲- اسلام دښمنه متعصب مستشرقین:

 د مستشرقینو دغه طبقه په یهودو او عیسایانو مشتمله ده، د چا چې بنیادي موخه همدا ده ترڅو اسلام او مسلمانانو ته نقصان ورسوي، په دې کې بعضې د غربي خپاره شوي لټریجر باعث د اسلام خلاف خپلې ملا تړلې دي او بعضې نور یهود او نصارا په خصوصي توګه د مسلمانانو مقابلې ته تیاروي. دغه خلګ خپل ژوند د مسلمانانو خلاف او خپل نظریات او د عقایدو د خپرولو لپاره تیروي. دغه خلګو چې د مشرق څخه هم کومه فایده ناک شې اخستې، نو هغودي د علمي دیانت برخلاف ددې ماخذ پټ ساتلې او کوښښ یې کړی چې د غرب سره یې منسوب کړې. همدغه ډول د اسلام خلاف یې داسې خبرې خپرې کړي چې یو عام وګړې هم کوې شي ترڅو ددې مستشرقینو بددیانتي ښکاره کړي. څرنګه چې دوې د خپلو لیکنو او تحاریرو په مرسته اسلام تر دې حده بدنام کړې چې د هغوې وګړو په پټو سترګو دغه الزامات قبول کړي. غربیانو چې څه هم د عربو څخه واخست هغه يې خپلو نومو باندې منسوب کړل. د مسلمانانو سائنیس دانانو نومونه يې داسې بدل کړل چې د غربیانو تشبیه یې ورکړې، نن په غرب کې چاته هم نده معلومه چې غرب تر ننه پورې د کومو تحقیقاتو څخه کار اخسته؟! هغه خو یا خپله مسلمانان ول او یا د مسلمانانو څخه ماخوذ . کرسټوفر کولمبس په ۱۴۹۲ء کې امریکا کشف کړه، چیرته چې خلګ دهغه وخت تهذیب، تمدن علم او فن څخه لاعلمه ول او په اتفاق سره په همدې کال د هسپانې اسلامي سلطنت د خپل اوج انتها ولیده او بلاخره صلیبي فوځونو ته په ګونډو شو، کله چې په ۲ جنوري ۱۴۹۲ کې سلطان ابو عبدالله محمد دولسم د غرناطې قبضه شاه فرډینینډ او ملکه ازابیلا ته په لاس ورکړه (۱۲ اکتوبر ۱۴۹۲ء امریکا کې د کولمبس داخلې او هسپانیه کې هم د کولمبس ورځ لمانځل کیږي)د مسلمانانو په سلګونو کلونو عروج او ورسره د میسحانو او یهودیانو تعصب او دښمنې دغه نتیجه ووتله چې هغوې چې څه هم د مسلمانانو څخه واخستل ،پرته له دې چې د مسلمانانو ذکر وکړي په خپلو ټولنو کې یې خپور کړ، د مسلمانانو ایجادات او اختراعات یې د غرب سره منسوب کړل، ډاکټر غلام جیلاني برق لیکي:

دا یو حقیقت ده چې مسلمانانو بارود،قطب نما، الکحل، عینکې او د نورو په لسګونو څیزونو د ایجاداتو موجدین ول، خو د رابرت بریفالت په قول غربي اروپایانو د عربانو ایجادات او انکشافاتو لومړۍ ذکر به چې وکړ نو د عربانو د ایجاداتو او انکشافاتو سهره به یې د هغوي په سرونو واچوله!! د مثال په توګه د قطب نما ایجاد یو د یو فرضی نوم فلویګوچه ته منسوب کړ، د الکوحلو موجد یې ولی ناف کی ارنلد او د بارودو یې بیکن وګاڼه، او دا هغه خوفناک او درواغجن بیانونه دي چې غربي تهذیب ویلي.یوازې همد انه بلکې هغوې د اسلام تر ټولو مشهور کیمیادان، جابر بن حیان، کتاب د یوه لاطیني ژباړۍ ژباړن ته د جیبر نوم ورکړ. 18

۳- مادي مفاد پرسته محقیقین:

 د مستشرقینو داسې ډول هم شته د چا چې کوم علمي یا قومي موخه نه وي بلکې خپل مادی مفادات ، شخصي شهرت او دنیاوي مال او دولت د لالچ لپاره دې میدان کې قدم ږدي.. څرنګه چې غربیان د مسلمانانو خلاف په هر رنګه تحقیق خواه که هیڅ معیاري اصول، بی بنیاده او د علمي او عقلي لحاظه پست ولی نه وي ، ډیر ژر قبلوي، همدا وجه ده چې دغه ډوله مستشرقین تل په همدی تکل کې وي ترڅو د غرب څخه خپل مفادات حاصل کړي. له دغه ډول خلګو له جملی څخه یو سلمان رشدي او تسلیمه نسرین هم شامل دي. همداسی یوه واقعه یو څو ورځي دمخه پاکستان کې هم وشوه، د هالینډ څخه تعلق لرونکي د مطبوعاتو یو څو افراد په بلوچستان کې پر طالبانو د یو درواغجن فلم په جوړولو بوخت ؤ چې ګیر شول، د دغه ډول خلګو تحقیقات همیشه درواغ وي.

۴- ملحده مستشرقین:

 اروپايي ټولنه کې چې کله علم او معرفت په خپلو پښو ودرید او هرځاې د سائینسي او تحقیق دور شروع شو نو خلګو هر هغه څیز د دلیل او عقل په بنیاد اخستل پيل کړل. څرنګه چې یهودیت او عیسویت د تحریف ښکار شوې ؤ نو ځکه د عقل او د دلائلو په معیارونو ونه رسیدل. موږ بی له ډاره دا ویلې شو چې انساني کوښښ خواه که څومره هم په محنت او احتیاط سره وشي بیا هم د غلطي څخه پاک نشي کیدې، یوازې د خدايي احکامو په باره کې موږ دا دعوه کوي شو چې دا د هر ډوله غلطې څخه پاک دي.

کله چې د کلییسا او د اهل علم او تحقیق په منځ کې جګړه پیل شوه، او کلیسا به هر هغه شخص خلاف کیده چا به چې نوي نظریات راوړل، چا به چې نوي تالیفات کول نو دغه خلګ به یا د اینکویزیشن ښکار شول یا به جیل ته ورټیل وهل شول او یا به يې ورته ډیره سخته سزا ورکوله نو دغه خلګو ددې سزا څخه د ژغوریدو په خاطر اسلام (مذهب) باندې خپلې ناوړې حملې پیل کړې چې له دې وجهې هغوې نه یوازې د کلیسا د ظلم او ستم څخه خلاص شول بلکې هغوي خپل کار هم په دې چوپړ کې کاوه.

د علمي معیار له رویه د مستشرقینو اقسام:

 په عامه توګه په ټولنه کې چې کوم ډول رجحان پیدا شي خلګ دهم هغه پلو ته منډې وهي. په کومو ورځو چې اروپا کې د استشراق تحریک پيل وشو نو هر چا به چې څلور ټکې یاد ول، خپل ځانونه به یې څرګندول او د خپل اهمیت د ښودلو لپاره به هغوې د علمي تحقیق پلو ته قدم راواخست. همدا ډول بلا ډیرو مستشرقین هم پيدا شول د چا شالید چې نه یوازې د نشت سره برابر و او نه هغوې د علمي اخلاقیاتو څخه خبر ؤ. دغه ډولو خلګو په اسلام، مسلمانانو باندی ډیر بی بنیاده او د اخلاق څخه ولیدلي الزامات ولګول. مولانا شبلي نعمانې دغه ډول مستشرقین په درې اقسامو تقسیم کړي:

۱- د عربي ژبې، ادب او تاریخ څخه ناواقف مستشرقین:

د چا معلومات چې هیځ هم نه ؤ، بلکې دوې د ژباړو څخه مرسته اخستله.

۲- هغه مستشرقین څوګ چې د عربي ژبې او تاریخ څخه واقف ول خو د مذهبي لټریچر او فنونو څخه هیڅ هم خبر نه ول مثلاً د اسماء الرجال، د روایت اصولو څخه او د پخواني ادب او روایاتو څخه هیڅ هم خبر نه ول.

۳- هغه مستشرقینو چا به چې اسلامي علوم او مذهبي لټریچیر مطالعه کړې وه خو خپل مذهبي تعصبات یې د خپل زړو څخه ونشوه باسلی، هغوې د اسلامي علومو په باره کې تل د تعصب، تنګنظري څخه کار اخسته.

وروستې برخه بیا….

ماخذونه

1-  لسان العرب ابن منظورالافریقی، محمد بن مکرم، دار صادر بیروت، ج10، ص ۱۷۴۔

2-الاستشراق، مازن بن صلاح مطبقانی

3- شرق شناسی، ایڈورڈ سوید، مقتدرہ قومی زبان اسلام آباد۔ص14

4-Word Web (Sofware Dictionary)Word”Oreientalism

5-المنجد

6-الااستشراق، ڈاکٹر مازن بن صلاح مطبقانی، انٹرنیٹ ایڈیشن، ص۲

7- الاستشراق، ڈاکٹر مازن بن صلاح مطبقانی، انٹرنیٹ ایڈیشن، ص۲

8-استثنا ۸۱:۱۹۔۸۱

9-یوحنا 14:16

10-ضیاء النبی، (بحوالہ، الاضواء علی الاستشراق والمستشرقین، ص۱۵)ضیاء القرآن پبلیکیشنزلا ہور۱۴۱۸ھ، ج۶، ص۱۲۶

11- الاستشراق، مازن بن صلاح مطبقانی، قسم الاستشراق کلیہ الدعوہ مدینہ، ص۴

12-الاستشراق، مازن بن صلاح مطبقانی، قسم الاستشراق کلیہ الدعوہ ۔مدینہ، ص۵۔

13-ضیاء النبی، پیر محمد کرم شاہ، ضیاء القرآن پبلیکیشنزلا ہور۱۴۱۸ھ، ج۶، ص۱۲۶

14-ضیاء النبی، پیر محمد کرم شاہ، ضیاء القرآن پبلیکیشنزلا ہور۱۴۱۸ھ، ج۶، ص۱۵۶

15- ضیاء النبی، ج۶، ص۲۸۰

16- ضیاء النبی، ج۶، ص۳۲۹

17-ضیاء النبی، ج ۶، ص۲۵۲

18-یورپ پر اسلام کے احسانات، غلام جیلانی برق، شیخ غلام علی اینڈ سنز لا ہور، ص۲۸

 

څیړنه: عبدالحی عابد

ژباړه : احمد بلال

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د