افغانستان

بشري حقونو کميسيون: اربکيان له خپلو صلاحیتونو ناسمه ګټه پورته کوي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، غبرګولي ۲۸مه، ۱۳۹۴ل): د اربکیانو له نږدې څلور کلن فعاليت وروسته د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون ومنله چې دغه ډله له خپلو صلاحیتونو ناوړه ګټه اخلي.

د افغانستان د بشري حقونو کمیسیون وايي چې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې اربکيان له خپل ورکړل شوي صلاحیته ناسمه ګټه اخلي.

د بشري حقونو د کمیسیون ویاند رفیع الله بیدار نن له ازادي راډيو سره په خبرو کې ومنله چې د اربکيانو کړنې د دوی له ورکړل شوي واکه ناسمه ګټه اخیستل دي.

بیدار د اربکيانو په ليکو کې د ماشومانو جذب د اندېښنې وړ وباله او ويې ويل چې له دوی سره د ماشومانو ملګرتيا له قانونه ښکاره سرغړاوی دی.

ازادي راډیو ته د کورنیو چارو وزارت مسوولینو هم منلې ده چې اربکيان ناوړه فعالیتونه ترسره کوي، خو د بشري حقونو پر دعوه سربېره يې ويلي چې د اربکيانو په اړه مخالفين هم منفي تبلیغات کوي.

د بشري حقونو د پورته دعوې په اړه موده وړاندې نن ټکی اسیا په دې اړه مستند انځوریزا راپور خپور کړی و، چې اربکيان څنګه د خلکو تنکي اولادونه تر خپلو پوستو رسوي.

اربکيان په بېلابېلو سیمو کې په ګڼو اخلاقي فسادونو کې ښکېل او د ولسي وګړو له لوري يې په اړه څو ځلې شکایتونه شوي دي.

د ګډ حکومت مشر اشرف غني د خپلي کارې دورې په پیل کې وویل چې د اربکيانو د مهار کولو لپاره به «فکر وکړي»، خو په نږدې نهو میاشتو کې يې لا هم د اربکيانو د کنټرول په اړه کوم اقدام نه دی کړی.

یاده دې وي د اربکيانو په لیکو کې د هلکانو پر جذب سربېره د نشه يي توکو پراخ استعمال هم د دې سبب شوی دی، چې اربکيان تر خپلو ورکړل شویو صلاحیتونو هم لاسونه اوږده کړي.

دا لومړی ځل دی چې د بشري حقونو کمیسیون د اربکيانو د کړنو په اړه پورته څرګندونې کوي، د اربکيانو له پیدايښت راوروسته نږدې هره ورځ د اربکیانو هره پوسته د عامو وګړو د وهلو او ټکولو شاهده وي.

د کورنیو چارو وزارت اړوند د دغه تشکیل له ناوړه کړنو څخه وخت نا وخت خپلواکو رسنیو پرده پورته کړې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x