fbpx

شهید او شهادت (پنځلسمه برخه)

لیکوال: م. محمد نعیم

شهید سید قطب د سورت النساء  د۷۴  آیت په تفسیر کې داسې وايي:

(  فالإسلام لا يعرف قتالاً إلا في هذا السبيل . لا يعرف القتال للغنيمة ولا يعرف القتال للسيطرة . ولا يعرف القتال للمجد الشخصي أو القومي! إنه لا يقاتل للاستيلاء على الأرض؛ ولا للاستيلاء على السكان . لا يقاتل ليجد الخامات للصناعات ، والأسواق للمنتجات؛ أو لرؤوس الأموال يستثمرها في المستعمرات وشبه المستعمرات!
إنه لا يقاتل لمجد شخص . ولا لمجد بيت . ولا لمجد طبقة . ولا لمجد دولة ، ولا لمجد أمة ، ولا لمجد جنس . إنما يقاتل في سبيل الله . لإعلاء كلمة الله في الأرض . ولتمكين منهجه من تصريف الحياة . ولتمتيع البشرية بخيرات هذا المنهج ، وعدله المطلق « بين الناس » …
وحين يخرج المسلم ليقاتل في سبيل الله ، بقصد إعلاء كلمة الله ، وتمكين منهجه في الحياة . ثم يقتل . . يكون شهيداً . وينال مقام الشهداء عند الله . . وحين يخرج لأي هدف آخر – غير هذا الهدف – لا يسمى « شهيداً » ولا ينتظر أجره عند الله ، بل عند صاحب الهدف الأخر الذي خرج له . . والذين يصفونه حينئذ بأنه « شهيد » يفترون على الله الكذب؛ ويزكون أنفسهم أو غيرهم بغير ما يزكي به الله الناس . افتراء على الله!   )

اسلام بله هېڅ جګړه نه پېژني، مګر په همدې لاره کې، نه د غنیمت لپاره جګړه پېژني، نه د واک لپاره جګړه پېژني، او نه د شخصي او قومي ویاړ لپاره جګړه پېژني.

اسلام نه په ځمکه د واکمنۍ لپاره جګړه کوي، او نه پر خلکو د واکمنۍ لپاره، او نه ددې لپاره چې د صنعت لپاره خام مواد پیدا کړي، او د حاصلاتو لپاره بازارونه پیدا کړي، او نه د سرمایو لپاره، چې په مستعمرو او نیمه مستعمرو کې پانګونې وکړي.

اسلام نه د شخصي ویاړ لپاره جګړه کوي، نه د یوې کورنۍ د ویاړ لپاره، نه د یوې طبقې لپاره، او نه د دولت د ویاړ لپاره، نه د امت د ویاړ لپاره، او نه د جنسیت د ویاړ لپاره، بلکې یوازې د الله په لاره کې جګړه کوي، په ځمکه کې د الله د دین د لوړوالي لپاره، تر څو په ژوند کې د الله جل جلاله نظام پیاوړی شي، او تر څو بشریت ددې نظام له ښېګڼو برخمن شي، د خلکو تر منځ له مطلق عدل او انصاف نه برخمن شي.

کله چې مسلمان راوزي تر څو د الله جل جلاله په لاره کې د دین د لوړوالي، او د الهي نظام د ځواکمنېدو په موخه وجنګېږي، او بیا ووژل شي… دا شهید دی، د الله جل جلاله په وړاندې د شهیدانو مقام تر لاسه کوي، خو کله چې له دې هدف نه پرته د کوم بل هدف لپاره راوزي، نو شهید نه ورته ویل کېږي، او نه دې د الله جل جلاله په وړاندې د ثواب تمه کوي، بلکې د هغه بل هدف د څښتن نه دې تمه وکړي د کوم لپاره چې راوتلی، او هغه کسان چې په دې حالت کې شهید ورته وايي په الله پورې درواغ تړي، خپل ځانونه او یا نور په هغه ډول پاکوي چې الله جل جلاله په هغه ډول خلک نه پاکوي، دا په الله پورې درواغ تړل دي!

که څه هم چې سید قطب رحمه الله فقیه عالم نه و، خو  داسلامي نړۍ یو مثقف مفکر  او داعي و، داسې چې په په فکر او دعوت یې په ډېرو مواردو کې استدلال کېدی شي، په ځانګړي ډول په دې برخه کې، ځکه چې له ده پرته نورو هغو علمای کرامو هم ده ته ورته نظر څرګند کړی، چې هغوی فقهاء او علماء دي. لکه شیخ ابن عثیمین.
په اسلام کې جګړه د الله جل جلاله د دین د لوړوالي او پراخېدو لپاره کېږي، او په دې کې شک نشته، خو د الله دین له وسیلو پرته لوړېدی او پراخېدی نشي، جهاد د الله ددین دلوړالي لپاره یوه وسیله ده، ځینې خلک وايي هر کله چې جهاد د الله لپاره دی، نو دا مجاهدین بیا ولې هڅه کوي چې واک تر لاسه کړي؟ دوی ګواکي جهاد خرڅوي او که څه؟

دلته یوې باریکۍ ته پاملرنه په کار ده، هغه دا چې په جهاد کې هدف او موخه د الله جل جلاله ددین لوړوالی دی، ، خو هغه وسیلې چې دا هدف پرې تر لاسه کېږي، هرو مرو به کارول کېږي، په دې کې شک نشته چې له جهاد نه موخه واک او قدرت نه دی، خو واک او قدرت د الله ددین دلوړوالي او پلي کېدو لپاره وسیله دی،  اوس که اسلامي حکومت نه وي، اسلامي واک او قدرت نه وي، د اسلام ځینې مهم احکام به څه ډول عملي کېږي؟ عدل او انصاف چې داسلامي شریعت اصل او اساس دی، څه ډول به د خلکو تر منځ پلی کېږي، چې قضا نه وي محکمه نه وي، ځواک او واک د یو متعهد او مجاهد مسلمان په لاس کې نه وي څه ډول به عملي کېږي؟

قصاص او حدود به څه ډول عملي کېږي؟ دا هغه څه دي چې ځواک او واک ته اړتیا لري، که ځواک او واک نه وي نشي عملی کېدی، مجاهد باید قدرت ددې لپاره ونه غواړي چې پیسې پکې پیدا کړي، لوړه چوکۍ پکې پیدا کړي، دبده او شان شوکت يې پکې لوړ شي، بلکې ددې لپاره چې قدرت د اسلام او مسلمانانو د خدمت لپاره وسیله وبولي، که یو څوک واک او قدرت د بل څه لپاره غواړي یا یې تر لاسه کوي یقینا چې په کږه لاره روان دی.

دا مې ځکه وویل چې ځینې کسان له دې ټکي نه د خپلو موخو لپاره ناوړه ګټه پورته کوي، دوی وايي جهاد خو د الله لپاره دی، هر کله چې جهاد د الله لپاره دی، نو مجاهدین باید واک او قدرت ته ونه رسي، ځکه چې که قدرت او واک ته ځان رسول غواړي، مطلب یې دا کېږي چې دوی جهاد دواک او قدرت لپاره کړی.

خو خبره داسې نه ده، په حقیقت کې واک او قدرت هغه وسیله ده چې له هغه پرته د الله ددین لوړوالی او پراخوالی نه شي راتلی، له همدې کبله خو رسول الله صلی الله علیه وسلم د مسلمانانو واکمن و، همدا ډول حضرت ابوبکر الصدیق، حضرت عمر فاروق، حضرت عثمان غني، حضرت علي او حضرت معاویه رضی الله عنهم اجمعین چې واکمني کوله، واک او قدرت یې په لاس کې و، د پیسو، چوکیو شخصي شان او شوکت لپاره نه و، بلکې د اسلام د مبارک دین د لوړوالي او پراخولي لپاره، او دا حقیقت دی چې که له دوی سره واک او ځواک نه وی، د اسلام مبارک دین به ټولې نړۍ ته نه وی رسېدلی.

که یو مجاهد په دې پوه او باوري شي چې په حکومت کې دده له شتون پرته اسلامي نظام پلی کېدی شي، د اسلام او مسلمانانو خدمت کېدی شي، ضرور نه ده چې دی دې خپل شتون لپاره جنجالونه پیل کړي، ځکه موخه د اسلام او مسلمانانو خدمت دی، د کوم لپاره چې هر مجاهد قرباني ور کړې ده، هر کله چې دا موخه تر لاسه کېږي، د احمد او د محمود شتون او نه شتون مهم نه دی، خو که دده له شتون پرته د اسلامي انقلاب آرمانونه نشوی تر لاسه کېدی بیا یې باید د شتون لپاره له هرې ممکنې او مشروع لارې هڅې وشي.

په لنډه توګه، واک او قدرت د اسلام له نظره د اسلام او مسلمانانو د خدمت لپاره وسیله دی، نه موخه او هدف. او دا بیا د هر چا تر نیت او ارادې پورې اړه لري، چې جهاد د څه لپاره کوي، الله جل جلاله به د قیامت په ورځ هر چا ته د خپل نیت او ارادې بدله ور کوي، که یې نیت ښه و، ښه بدله به مومي او که الله مه کړه نیت یې بد و، بده بدله به مومي.

نور بیا…

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د