سلف او روژه (2/30)

لیکوال: حامد افغان

ولې د سلفو پر لار؟

په دې ایت نوره زياتونه هم لرو: كَمَا كُتِبَ عَلَى الَّذِينَ مِنْ قَبْلِكُمْ، لکه ستاسو نه په مخکي خلکو چې فرض کړل شوې وې، پرون مو په مخکینیو امتونو د روژې د فرضيت په اړه خبري وکړې، نن د سلفو پرلاره د تګ د اهمیت خبره کوو، او دا پوښتنه ځوابوو چې د سلفو پرلاره تګ ولې ضروري ده؟ په ټولیزه توګه الله جل جلاله د نورو خلکو د ایمان د مقبوليت معیار د صحابه کرامو ایمان ښوولي ده، یعني که څوک د صحابه کرامو په څیر ایمان ولري نو ایمان یې مقبول او منل کیږي او کنه نه منل کیږي.

قرانکریم وایي: بيا كه هغوى هماغسې ايمان راوړ لكه چي تاسي راوړيدى، نو سمه لار یې وموندله؛ او كه له هغه څخه مخ واړوي، نو څرګنده خبره ده چي هغوى په څيلي توب (شقاوت) کښي نښتي دي. له دې امله ډاډه اوسئ چي د هغو په مقابل کښي الله ستاسي د ملاتړ لپاره كافي دى. الله هر څه اوري او په ټولو شيانو پوهیږي. فَإِنْ ءَامَنُوا بِمِثْلِ مَآ ءَامَنتُم بِهِۦ فَقَدِ اهْتَدَوا ۖ وَّإِن تَوَلَّوْا فَإِنَّمَا هُمْ فِى شِقَاقٍ ۖ فَسَيَكْفِيكَهُمُ اللَّهُ ۚ وَهُوَ السَّمِيعُ الْعَلِيم.ُ [سُوۡرَةُ البَقَرَة : 137]

په دې کې شک نشته چې رسول اللَّه صلی الله علیه وعلى آله وصحبه وسلم د امت قدوه دی، داراز د هغه ملګري او صحابه کرام رضي الله عنهم هم زموږ له پاره قدوه دي، ځکه الله جل جلاله د هغوی تزکیه کړې ده او رسول الله صلی الله علیه وسلم هغوی روزلي دي، او هغه چې وفات کیدی له دوی نه راضي و، او دا دین دوی له رسول الله صلی الله علیه وسلم زده کړی دی، بیا یې په کره توګه عملي کړی دی او په پوره امانت سره یې وروستیو ته رسولی ده.

سلف څوک دي؟

دا چې سلف صالحین څوک دي، دې خبره کې علماو څو خبري کړې دي، لومړۍ دا چې له سلفو مراد یواځي صحابه کرام رضي الله عنهم دي، دویم قول دا دی چې له سلفو مراد صحابه کرام او تابعین دي، تابعین هغو خلک دي چې صحابه کرام رضي الله عنهم یې لیدلي وي، دا خبره د امام الغزالي رحمه الله هم ده، دریمه خبره دا ده چې له سلفو مراد صحابه کرام، تابعین او تبع تابعین رضي الله عنهم دي، تبع تابعین هغه څوک بلل کیږي چې تابعین یې یې لیدلي وي.

دا دریم قول په هغه حدیث استناد کوي چې په بخاري او مسلم کې راغلی ده: خير الناس قرني ثم الذين يلونهم ثم الذين يلونهم ..یعني زما د زمانې خلک تر ټولو غوره دي، بیا هغه چې دوی ته ورنږدې وي، بیا هغه چې دوی ته ورنږدې وي، او څلرم قول دا دی چې له سلفو مراد د لومړیو پنځو پیړیو خلک دي، د ډېرو پوهانو په اند دریم قول غوره ده یعني له ساقو مراد صحابه کرام، تابعین او تبع تابعین رضي الله عنهم دي، خو دا یوه خبر باید زیاته کړو چې له دوی د معلومو ناسمو لارو پیروان مستثنا دي، لکه خوارج، روافض، قدریه او د دوی په څیر نور. العقيدة الإسلامية بين السلفية والمعتزلة محمود خفاجي ( ص 21 ).

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د