fbpx
د بدر غزا د شهیدانو مقبره

د روژې فتوحات (د بدر فتح ) ۱/۳

لیکوال: نبراس الحق عزیز

بدر د اسلام او کفر ترمینځ لومړۍ بېلوونکې جګړه وه چې د هجرت په دوهم کال د روژې په میاشت کې پېښه شوې. په دې ورځ به رسول الله صلی الله علیه وسلم همدا دعا کوله چې: ای الله! که د مسلمانانو دغه ډله له مینځه لاړه شي نو بیا به هیڅکله د ځمکې پر مخ داسې څوک پیدا نه شي چې ستا عبادت وکړي. په بدر کې مسلمانانو فتح ترلاسه کړه، دښمنانو ماتې وخوړه او په دې توګه د یو اسلامي نظام او مسلمانې ټولنې د قیام لپاره د تهداب ډبره کېښودل شوه.

د مکې مشرکینو ګواښونه:

کله چې رسول الله صلی الله علیه وسلم او صحابه وو مدینې منورې ته هجرت وکړ، د مکې د ظالمانو له ظلمونو یې نجات وموند، د آرامۍ ساه یې واخیستله، هلته یې د یو اسلامي نظام او مسلمانې ټولنې په جوړولو لاس پورې کړ، دغه کار د مکې مشرکینو ته، لکه د اوسني عصر د کفارو په شان، د زغم وړ نه وه، هغوی يې راوپارول، د مدینې خلکو ته یې ګواښوونکي لیکونه ولیږل او مسلمانانو ته یې خبر ولیږه چې «داسې فکر مه کوئ چې په مدینې کې زمونږ له لاسه ووتلئ، هلته درځو او جرړې مو وباسو».

د حق او باطل معرکه تل د همداسې پیښو ګواه وي، د اسلام دښمنان د خپل عادت له مخې تل هڅه کوي چې په مسلمانانو د ژوند کړۍ راتنګه کړي او آرام ژوند ته یې پرینږدي.

د بدر غزا لامل:

د مکې مشرکینو د مسلمانانو په شړلو بسنه ونه کړه، بلکې په مدینه منوره کې هم د مسلمانانو اذیت ته لاسونه رااوږدول او په کرار یې نه پریښودل. د هجرت په دوهم کال د روژې په میاشت کې د قریشو تجارتي قافله له شام څخه مکې مکرمې ته روانه وه. رسول الله صلی الله علیه وسلم د مکې قریشو د لاسونو د لنډولو او هغوی ته د اقتصادي ضربې ورکولو په موخه د ۳۱۴ صحابه وو لښکر تیار کړ او له مدینې څخه ۱۶۰ کیلومتره لیرې د بدر سیمې ته له ۷۰ اوښانو سره وخوځید. بدر ته له رسېدو وروسته رسول الله صلی الله علیه وسلم د یو صحابي (خباب بن المنذر) په مشوره په داسې ځای کې واړول چې د اوبو حوض ته یې نږدې موقعیت درلود.

مشرکینو ته خبر ورسېد:

د مکې مشرکینو ته خبر ورسېد چې د مسلمانانو لښکر د دوی تجارتي قافلې د نیولو لپاره راوتلی، نو د ابوجهل په مشرۍ یې ۱۳۰۰ کسیز لښکر د قافلې د مرستې لپاره ولیږه. خو دا چې د قافلې مشر ابو سفیان لاره بدله کړې وه او ځان یې خوندي محسوساوه، ابوجهل ته خبر ولیږه چې بیرته مکې ته وګرځي. خو ابوجهل سوګند کړی وه چې بدر ته به ځان رسوي او درې ورځې به د خوښۍ او خوشالۍ په پلمه د شرابو او ګډاوو میلې کوي.

د «سواد بن غزیة» کیسه:

د جګړې پیل ته څو شېبې پاتې وې، صحابه په صفونو کې ودرېدل، رسول الله صلی الله علیه وسلم د یو مدبر قاید په توګه د مسلمانانو د ترتیب او تنظیم لپاره پخپله د هغوی په صفونو کې ګرځېد. په لاس کې يې همسا وه او خلک یې په صفونو کې سمول.

«سواد بن غزیة» له خپل صف څخه یو قدم مخکې راوتلی وه، رسول الله صلی الله علیه وسلم په خیټه په همسا وواهه چې «سم ودرېږه». هغه وویل: ای د الله رسوله! خوږ دې کړم ما پرېږده چې انتقام درڅخه واخلم. رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته ودرېد او ویې ویل: انتقام دې واخله. صحابي وویل چې زه دې په لوڅه خیټه وهلی یم او تا زغره او جامې په تن کړي. رسول الله صلی الله علیه وسلم خپله خېټه لوڅه کړه او صحابي ته یې وویل: اوس خپل انتقام واخله. صحابي ترې لاسونه تاو کړل او شونډې يې د رسول الله صلی الله علیه وسلم په مبارکه خېټه کېښودلې او پرلپسې يې ښکلوله. رسول الله صلی الله علیه وسلم ترې د دغه کار د لامل پوښتنه وکړه. سواد بن غزیة وویل: د جګړې وخت دی، په ژوند باور نه شته نو دا مې ارمان وه چې د ژوند په وروستیو شېبو کې ستا له مبارک بدن سره زما بدن ولګېږي.

هغه وخت ځکه فتوحات او سوبې زمونږ په برخه وې چې د مسلمانانو په صف کې داسې سرتیري جنګیدل او د مسلمانانو مشري د داسې عادلو قیادتونو په لاس کې وه.

نور بیا…

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د