شعـــــرونه

بـــاران – قاري سعید

دښتې په ګلو، غرونه غواړي په څيړیو باران
کلیوال وایي خدای دې وکړي په للمیو باران

د تږیو زړونو له بړاسو نه مو وریځ جوړیږي
تل مو راغوښتی دی په سویو اسویلیو باران

خدایه له دې نه هم لا لوی رحم ته لارې څارو
لکه د سرې دښتې په ترخو سپیلنیو باران

باداره یو ځل خو یې ښه په مزه ووروه
په غره، په سمه، په درو او په غونډیو باران

دا چې غزل مې لپه لپه شو دعا دعا شو
ګوندې راشڼ  وهي په ستړیو لارویو باران

سعیده تل مې رایادیږي د هجرت وختونه
چې په شرنګا راورېده به په کېږدیو باران

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close