fbpx
له آی ایس آی سره د ملي امنيت له لوري د همکارۍ د سند د لاسلیک اړوند د غويي د مياشتې په وروستیو کې څرګندونې رسنیزې شوې، چې له ګڼو مخالفتونو وروسته د ملی امنیت ریاست د دې سند له لاسلیکه انکار وکړ

بې سرلیکه لیکنه

لیکوال: محمدآصف خواتی

هر څومره مې چې فکر وکړ خپلې دې لیکنې ته سرلیک غوره کړم  د کندهاریانو په خبره سر مې پرې خلاص نشو.

ښایي علت یې داوي چې په دې وروستیو اونیو کې په افغانستان کې حالاتو او سیاسي بهیرونو داسې بڼه غوره کړې چې د هغو تعریف او انځور ایستنه، او وړاندویینه یې خورا ستونزمنه  شوې ده او یا ښایي اصلي لامل یې دا وي چې زموږ د متفکرجمهور تر زعامت لاندې د هیواد د حالاتو د بهیر په څرنګوالي پوهیدل زما په شان ناپوهانو ته دپوهیدو وړ نه وي.
متفکرجمهور وایي چې پدې وروستیو څلویښتو کلونو کې د افغانستان او پاکستان تر منځ نا اعلان شوې جګړه روانه ده.
خو پر بله خوا دهمدې متفکر د واکمنۍ پرمهال ددوو دښمنو او په جګړه کې ښکیلو دولتونو د استخباراتي ادارو تر منځ د ګډې همکارۍ تفاهم لیک لاسلیک کیږي.

ننۍ جګړې د هر څه دمخه تبلیغاتي او استخباراتي جګړې دي، که چیرې د متفکر جمهور له دې عالمانه څرګندونې سره چې څلویښت کاله دا ګاونډیان په جګړو بوخت دي همغږي وْښودل شي څرنګه شونې ده چې ددې دښمنو ګاونډیانو څارګرې ادارې رښتینی ګډ کار اوهمکاري سره وکړي ؟ متفکر جمهور له یوې خوا د دواړو هیوادونو تر منځ دڅلویښت کلنې جګړې خبره کوي خو بیا د جهاد او د مجاهدینو د شهکاریو او اتلوالیو خبرې هم کوي. دلته دا پوښتنه را پیدا کیږي که چیرې افغانستان او پاکستان څلویښت کاله د یو بل سره په جګړو بوخت وي چې په هغو کې هیڅ شک نشته ، نو بیا د جهاد او مجاهدینو ستاینه څه معنا لري.

ټولو او په هغو کې متفکر جمهور او د هیواد ننیو اصلي او تمثیلي واکدارانو ته جوته او څرګنده ده چې جهاد د سردار محمد داود د واکمنۍ پر مهال پیل او د افغانستان د خلک دموکراتیک ګوند په واکمنیدو سره یې  دوام وموند.

د جهاد د پیل ( ۱۳۵۴ کال سرطان) څخه تر ننه پورې پوره څلویښت کاله تیریږي، که چیرې د متفکرجمهور موخه دا زماني پړاو وي نو د دې څخه معلومیږي چې مجاهدین د پاکستان اجیر افغان جنګیالي وو چې د پاکستان د ګټو لپاره د افغان ولس او افغان واکمنیو په وړاندې جنګیدل  چې د هغوی د شهکاریو او اتلوالیو ستاینه په واقعیت کې د افغانستان او د افغان ولس په وړاندې د پاکستان له سیاستونو څخه بشپړ ملاتړ او په هغو کې  د پاکستان له خوا د افغانستان په وړاندې د نا اعلان شوې جګړې د حقانیت تائیدول دي.

څرنګه چې په لیکنه کې د څلویښتو کلونو په جګړه کې ښکیلو دولتونو تر منځ د څارګرو ادارو تر منځ د ګډې همکارۍ دتړون دلاسلیکولو یادونه وشوه چې افغان ولس د دا ډول همکاریو سره په هیڅ نامه او هیڅ کوم متفکرانه دلیل او برهان سره موافقت نه څرګندوي او د دا ډول آوازو د خپریدو سره سم یې خپل اعتراض او نه موافقت څرګند کړ، خو متفکر جمهور پدې اړه  فکر نه و کړی چې ولس د پاکستان سره د دا ډول همکاریو مخالف دۍ اړشو چې په کندهار کې دا خبره وکړي چې « دملي امنیت د رئیس انجینر رحمت الله نبیل د لاسلیک څخه پرته دا تړون مشروعیت نلري. »

د جمهور رئيس له پورتنۍ وینا څخه بریښي چې تړون لاسلیک شوی دۍ، که چیرې تړون بل چا چې ویل کیږي دملي امنیت مرستیال حسام الدین حسام لاسلیک کړی او د ویسا ورځپاڼه تفاهم لیک یا تړون ترلاسه کړی هم دۍ،  دا څه ډول شونې ده چې د یوه هیواد د یوې مهمې حیاتي ادارې لوړ پوړی چارواکی د یوه بهرني هیواد سره داسې تړون لاسلیک کړي چې د یوه دولت او ولس برخلیک پورې تړلی وي، آیا د ملي امنیت مرستیال د ملي یووالی د دوه سري حکومت د اجرائیه رئيس استازی دۍ چې تړون یې لاسلیک کړی دۍ، یا دا چې افغانستان ته وارده شوې دموکراسي خپل هغه لوړ پړاو ته رسیدلې او تر دې کچې پخه شوېده چې هر چارواکی کولی شي د بهرنیو دولتونو، کمپنیو، شرکتونو اواستخبارتي ادارو سره تړونونه او لوزنامې لاسلیک کړي. که داسې نه ده او زموږ متفکر جدی جمهور د تړون سره مخالف دۍ ولې د ملي امنیت د مرستیال څخه دا پوښتنه نه کوي او له کاره نه ګوښه کوي چې تړون یې لاسلیک کړی دۍ ؟ د متفکرجمهور له دې دریځ څخه داسې بریښي چې حسام الدین حسام هم د عطا محمد نور په شان داسې ځواکمن یاغي- باغي چارواکی دۍ چې جمهور رئيس یې د ګوښه کولو واک نلري، یا دا چې د نړی دویم متفکر د داسې تړون دلاسلیکولو نوښتګر دۍ یا داچې تړون دنني افغان دولت د خارجي حامیانو د ارادې او دستور پر بنسټ  لاسلیک شوی دۍ چې وروستی واریانت یې واقعیت ته نږدې واریانت بریښي.

یو هیواد چې خپلواکي ونلري ، د اساسي قانون څخه سرغړونې په یوه عرف اوعادت اوړي ، درواغو او تیر ایستنو ته سیاست او هوښیاري وویل شي ، حکومتي چارواکي یې پر دي وټاکي او یا د پردیو په زور په واک کې پاتې شي ، د ولس ارادې او غوښتنو ته درناوی ونشي ددې ټړون په شان به نور ملي او وطني ضد تړونونه  او لوزنامې لاسلیک شي او د ولس څخه به د نورو پټو پریکړو لړۍ ادامه ومومي.

پای

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د