
په بیت المقدس کې روژې ته هرکلی – انځورونه
بیت المقدس یا د القدس ښار چې د مسجد اقصی په لرلو سره د مسلمانانو لومړی قبله ده، او رسول الله صلی الله علیه وسلم په کښی ټولو نبیانو ته لمونځ ورکړی، او بیا د معراج په لور تللی.
القدس ښار کې که څه هم اوس واکمني د یهودو ده، خو بیا هم ددې ښار پخوانۍ سیمي چې القدس القدیمه ورته ویل کیږي، د مسلمانانو زیات شمېر اوسیدونکي لري، چې په روژه مبارکه کې خپل ځانګړي رواجونه لري، او د روژې په مناسبت خپله خوښي څرګندوي.
القدس ښار چې د مسلمانانو د هیواد فلسطین د نورو ښارونو او سیمو په څیر د یهودو له خوا غصب شوی، اوس یې هم اصلي اوسیدونکي په خپل دین او دیني ارزښتونو فخر کوي، او په دغسي مناسباتو کې په د خپلو رواجونو سره سم ګډون کوي.
لاندي انځورونه د بیت المقدس د تاریخي ښار دي چې مسلمانانو په کښي د روژې مبارکي هرکلي ته لاري او کوڅې ښایسته کړې: