نظــر

ګلبدين حکمتيار؛ ناکامه ماضي او ناجوت راتلونکى

اوس د مزمل صاحب وار شو!

د حزب د منزوي او انشعاب ځپلې ډلګۍ (امير)  ګلبدين حکمتيار له معمول سره سم څه موده مخکې يوه انتقادي ليکنه کړې وه، چې ليکوال ته اوس رسېدلې، ځکه يادښت ځنډېدلى دى. د ګلبدين حکمتيار د ليکنې سرليک دى ((مړه ولسونه خپل زعماء په هدېرو كي لټوي – ژوندي قومونه ژوندي قيادتونه جوړوي)) ده دا ليکنه د حزب د پخواني غړي او اوسني خپلواک او ملي شخصيت، درانه استاد محمد زمان مزمل صاحب پر يوې پخوانۍ په زړه پورې ليکنې د نقد په ډول ليکلې ده. ((افغانستان تاريخ لري، رهبر نه)) د ښاغلي مزمل د ليکنې سرليک دى چې کابو دوه کاله مخکې خپره شوې وه. دا ليکنه ما پخوا هم لوستې وه، خو اوس د ګلبدين حکمتيار نقد وهڅولم چې يو ځل بيا يې ولولم او خوند ترې واخلم.

مزمل صاحب د نورو ليکنو په څېر، په خواږه ځانګړي سبک د افغانستان غميزه شنلې ده. ليکوال په ډېر ښه انداز د افغاتستان د بې رهبرۍ پر ستونزې د افسوس او وير اوښکې تويې کړي دي. د استاد مزمل له شننې سره زه موافق يم. که موږ داسې رهبر لرلاى چې ولس مو پرې ټول شوى واى،  نو نن به مو دا ورځ نه واى. زموږ د غميزې يو اساسي لامل همدا دى، چې پرديو راکې لاسوهنې پيل کړې؛ واقعي وطندوست شخصيتونه قصداً څنډې ته ټېل وهل شول، رهبري د افغانستان داسې ناخلفو بچيانو ته پاتې شوه، چې دا وطن يې په ډېره ارزانه بيه په هر کس و ناکس وپلوره. د دغسې نا اهله (رهبر) په لاس په دې وطن کې هر چا ځالې وکړې او خپلې ګټې يې زموږ په تباهۍ او بربادۍ کې وليدې.
يو د دغو (رهبر) ډولو د ګلبدين حکمتيار په نامه د کابل د پولي تخنيک له دويم ټولګي تښتېدلى پخوانى ځوان او اوسنى زوړ دى. که د تېر وياړلي جهاد پر مهال په موږ کې پرديو لاسونو ګوتې نه واى وهلې، ګلبدين ډلو ته په هېڅ صورت د دې بدمرغه هېواد رهبري نه رسېده. که د ګلبدين حکمتيار ژوند له جهاده تر دې دمه تر نظر لاندې ونيسو، ده هېڅ د وياړ کار نه دى چې څوک ورته د رهبرۍ رايه ورکړي. ده پرون شهيد سردار محمد داؤد خان کافر باله، خبرې يې ورسره نا روا بللې؛ خو په دې نالايق رهبر داسې سپېرې شېبې راغلې، چې د افغانستان دوو سخت زړو کمونيستو جنرلانو (تڼى، دوستم) سره يوځاى شو، څو خپل پخوانى آرمان (رياست جمهوري) ته ورسېږي. حزب اسلامي کې ډېر محترم، نوميالي او درانه خلک وو، خو نن هاغه حزب اسلامي پر حزب ډلګۍ بدل شوى، نن حزب ګلبدين، عابدي، سعيد، بهير، حکيم، کريم او داسې نورو ته پاتې چې په هېڅ ډګر کې د حساب خلک نه دي.
د ګلبدين حکمتيار د ضد او نقيض کردار په نتيجه کې دښمانو وځپه او دوستانو منزوي کړ. اخر حکمتيار حزب يوازې خپلې کورنۍ او زومانو پورې محدود کړ. په افغانستان کې د طالبانو د حکومت پرمهال دى د احمد شاه مسعود په مرسته ايران ته په تېښته بريالى شو. ايران ته له تګه سره حزب نور له منځه ولاړ. طالبانو ته يې څو څو ځلې وړنديزونه وکړل، چې که ده ته کومه څوکۍ ورکړي. داسې اوازې شته، چې ملا محمد عمر مجاهد تر يوه بريده موافق شوى هم و، خو په طالبانو کې د شهيد مولوي نصرالله منصور، زوى شهيد ملا سيف الرحمن منصور (چې هغه مهال قومندان و) ملا صاحب ته تر غوږ تېره کړې وه، چې د ګلبدين حکمتيار په يو ځاى کېدو به دوى خواشيني شي. شهيد مولوي نصرالله منصور د ګلبدين حکمتيار له خوا په ډېرې نا ځوانۍ شهيد کړاى شو، د دې خيانت له امله د شهيد مولوي صاحب زوى د پلار د قاتل راتګ کله زغملاى شواى. له دې امله ملا صاحب ويلي و، چې که زما يو عادي مجاهد د ګلبدين حکمتيار په راتګ راضي نه وي، موږ يې نه غواړي، ملا سيف الرحمن منصور خو پر خپل ځاى چې لوړ پوړى قومندان و.
له طالبانو سره د يو ځاى کېدو لپاره د حکمتيار هڅو هېڅ نتيجه ور نه کړه. د امريکا له يرغل وروسته د طالبانو له خوا د وسله وال جهاد له پيل سره سم حکمتيار ته د راتګ پلمه په لاس ورغله. ده هم د طالبانو په څېر د جهاد اعلان وکړ، خو بې له دې چې څه عملي او ملموس حضور ولري، خپله پاکستان ته ولاړ او عجيبو غريبو ليکنو ته يې ملا وتړله. حکمتيار اوس دين ته مخه کړې، چې ځان پر خلکو ديني عالم هم ومني. حکمتيار خپلې سرټمبګۍ دې ته مجبوره کړ، چې ((د قران پلوشې)) تر سرليک لاندې خپل تفسير وليکي. پر بخاري شريف يې نيوکې پيل کړې او ((حکمت الباري)) يې وکښه. ډېرى پر دې باور دي چې دا ټول د حکمتيار د تېرو ظلمونو نتيجه ده چې نن ورځ تر بلې شرمېږي.

د مزمل صاحب د ليکنې ماجرا

استاد محمد زمان مزمل صاحب د حکمتيار له ځان غوښتنې تنګ راغى او له يو شمېر مخورو او اهل خبره وو سره له حزبه استعفا ورکړه او د يو خپلواک ليکوال او سياسي فعال په توګه يې د طالبانو د حکومت پر مهال د سولې هڅې پيل کړې. د مزمل صاحب ليکنې، ويناوې، عمل، منډې او هڅې … دا هر څه د افغانستان او افغانانو لپاره وو.

استاد چې تر کومه ځايه ما په غونډو کې ليدلى او ليکنې او دريځ نيونې مې څارلي دي، واقعاً يو بېلګه شخصيت پاتې شوى. له حکمتياره د دغه ډول شخصيتونو وتل د حيرانتيا وړ نه ده. ځکه د دواړو شخصيتونه، علميت، درک او اخلاص ډېر زيات متفاوت دي. ((افغانستان تاريخ لري، رهبر نه!)) د استاد يو له هغو جالبو ليکنو څخه ده چې د انټرنيټ پر مخ فرهنګيانو او ليکوالو ډېره خوښه کړې ده؛  يوازې د حکمتيار اوسنيو پلويانو ورسره مخالفت کړى. دغه بيچارګان داسې انګېري چې کېداى شي حکمتيار د افغانستان حل وي. که دغه وروڼه لږ مطالعه وکړي او په خلاصو سترګو او آزاد ذهن قضاوت وکړي، دوى به کله هم پرګلبدين حکمتيار بيا حساب ونکړي. پرون د ګلبدين زومانو پر حزب مشري کوله، بيا خپله و او دا دى اوس ويل کېږي چې زامنو او لوڼو ته يې وار رسېدلى چې سياست ته راودانګي.

ګلبدين حکمتيار د مزمل صاحب پر ليکنه نقد کښلى او داسې سپک الفاظ يې کارولي چې دښمان خو څه چې خپل د ګوتو په شمار اوسني پلويانو به يې هم پرې لعنت ويلى وي. اګر چه د مزمل صاحب په ليکنه کې د ګلبدين نه نوم اخيستل شوى او نه ورته اشاره شوې ده. خو حکمتيار ګلبدين ځکه غوسه شوى چې دى ځان اوس هم رهبر ګڼي. د هاتي څه چې د مچ په وزر کې ويده دى، چې لا هم د رهبرۍ خوب و خيال لري. د ګلبدين رهبري د ړندو په بازار کې د يوې سترګې پاچايي وه، يو دور و، د سيند څپې وې چې تېرې شوې. اوس دى زوړ شوى، حزب شړېدلى، ځکه تر پخوا زيات عجايب او غرايب ليکي او وايي. د ده يو خبره ډېره د خندا وړ ده، چې وايي (( دا د ډېرو کمعقلو خلک نظر دى چې حزب اسلامي(!) کمزورى شوى، حزب اسلامي تر پخوا ډېر قوي او ډېر منظم شوى!!!)) که کوم ليکوال دې ته خوب و خيال ووايي، هغه ((غرضي او مرضي)) بولي. که حزب اوس تر پخوا لا قوي شوى وي، الله دې تل همداسې قوي او منظم لري! قضاوت د لوستونکو دى.

پر مزمل صاحب د حکمتيار نقدګي يو ځل بيا موقع برابره کړه، چې ده او پلويانو ته يې څه يادښتونه تر غوږ تېر کړم. په دې هيله چې د ده پلويان په خود راشي او پرخپل نظر بيا کتنه وکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x